دمحترم ډاکترصاحب نثاراحمدصمدواصفی لخوا د روژې مبارکې د دېرشو ورځو د تحفوتوحید
له هرڅه لمړی د نښتر ویبلاګ اداره دنړۍ په مخ ټولومسلمانوخویندواو وروڼوته د کوچني اخترمبارکي وايي او له رب العلمین څخه هیله کوي، چې په خپل مخلوق ورحمیږي اودنړۍ له مخه دا د وحشت اوببریت څپې خاموشې کړي.
دوهم باید زیاته کړو، چې دتېرو کلونوپه ډول موږ دا ځل بیا د محترم ډاکتر صاحب نثار احمد صمد واصفي د ټولو رالېږل شویو تحفو توحید په لاندې ډول قدرمنو لوستونکو ته تیارکړی او له ټولو دوستانوڅخه هیله کوو، چې عزتمن ډاکترصاحب تل پخپلو دعاوو کې وریاد او دښه صحت، اوږد عمر او خوشبختۍ دعاوې ورته وکړي.
دنښترویبلاګ اداره دزړه په مینه له محترم ډاکترصاحب نثاراحمدصمدواصفی څخه منندویه ده.
پاته دې نه وي ، چې د قدرمن ډاکتر صاحب لخواڅخه را لېږل شوې هره تحفه دیوې فولادي کلا حیثیت لري که موږ واقعأ عمل پرې وکړو نو انشالله تعالی تل به له هرافت او ذلت څخه خوندي یو.
ډاکترصاحب دې له خپلې درنې کورنۍ او ټولو دوستانو سره ښاد اوآباد وي.
لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی
درنو دوستانو ، دا دی بیا د تیرو پنځو شپږو کلونو غوندی د روژې په مبارکه میاشت کی هره ورځ یوه یوه تحفه درته وړاندی کوم .
باید عرض وکړم چی ما په درو جلدو کی د یو کتاب لیکل راپیل کړی دی چی عنوان یې ( اول د ځان اصلاح ) دی . لومړی ټوک یې بشپړ سوی او چاپ ته تیار دی ، دوهم جلد یې ۷۰ ٪ تکمیل دی او درېیم ټوک یې انشاالله وروسته پیل کوم .
نو په روانه مبارکه میاشت کی د لومړني جلد څخه ځینی انتخابي مطالب درته را اخلم ( یعنی ۹۵ سلنه مواد به د همدې کتاب د لومړني جلد څخه وی ) . هیله ده چی د توجه او خوښي وړ مو وګرځی . زما سره د ایمیل په ذریعه تماس نیولای سیً ( ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد واصفی ) nsamad57@hotmail.com . والسلام .
د لومړنۍ روژې زرین اصل :
له روژې وړاندی ځکه بايد توبه وباسو چی د ژوند ټول چاپېريال مو له فتنو ډک دی . هر ځای قتلونه ، بې لارۍ او ګمراهۍ خپرې دي . د منع کولو يې څوک نسته او له دې شره د خلاصون يوازينی حل الله تعالی ته په اخلاص رجوع کول دي او بس .
roja 2 (2)
یوه ګټوره نسخه :
درنو دوستانو ، د روژې میاشت په ګرمۍ کی روانه ده . نو د دې له پاره چی تنده لږ وی د پیشلمي پر مهال دوې درې کاچوغی ( قاشقی ) مستې راواخلیً او یو څه هېل پکښی ګډ کړئ ، ویې ښوروئ او لږ اوبه هم ور واچوئ ، بیا یې وڅښیً . انشاالله تر روژه مات پوری به ډیر تږی نسیً . او دا هم د ۲۰۱۶ کال د لومړنۍ روژې لومړنۍ تحفه :
د روژې غله
که موږ او تاسی ښه متوجه سو نو د رمضان په میاشت کی دا لاندي څو غله ډیر فعالیت کوی او تاوان پیښوي :
لومړی ـ ټلویزیون او راډیو : دا خطرناک غل دی چی په خپلو ناوړو یا ناولو پروګرامونو سره روژې خرابوي او یا یې اجر لږوي . لومړنی د سترګو له لاری او دوهم د غوږونو له لاری د روژې نیکۍ ، حسنات او ثوابونه غلا کوی .
دوهم ـ بازار : دا غل د بې حسابه پیسو او وخت په غلا کولو کی ډیر شهرت لری . هر څه غلا کوی چی له امله یې سړی تش لاس راستنیږی .
درېیم ـ ناحقه ویښتیا : دا غل د روژیاتي انسان قیمتي وخت غلا کوی . دا د مسلمان څخه د شپې د عبادت ، تهجد ، استغفار او توبې په غلا کولو کی ډیر مهارت لری او په عوض کی هغه په بیهوده مجلس ، ورقو ( پتو یا قطعه بازیو ) فلم لیدلو ، ګېم کولو او نورو خبایثو او مفاسدو ښه بوخت ساتی .
څلورم ـ پخلنځی ( اشپزخانه ) : دا غل موږ او تاسی د ډول ډول لذیذو خوړو په جوړولو اخته کوی او دا بیلابیل خواړه که په ظاهره هر څومره خوندور هم وی صرف په خوله کی وی ، مګر د ستونی څخه له تیرېدو وروسته یوازی نس ډکوی ، بدبویه ټېغونه ډیروی ، جسم درَنوي او تنفس سختوي . دا غل د اسراف په بدله کی فضیلت غلا کوی .
پنځم ـ ټلیفون : ځینی کسان ټلیفون راپورته کړی او یوه ته د بل غیبت کوی ، راز یې رسوا کوی ، چغلۍ یې کوی ، بې عزتي یې کوی ، درواغ وایی ، تهمت تړی ، او ډول ډول پوچ الفاظ استعمالوی . په دې ډول خپلی نیکۍ بل ته بخښی او د هغوی ګناه ځانته اخلی او خپل پیټیً درنوي . دا د نیکیو او ښېګڼو لوی غل دی .
شپږم ـ چټي مجلسونه : په دغسی مجلسونو کی د الله د ذکر پر ځای بې ګټی او بې ثوابه خبری کیږی چی تر ګټی یې تاوان ډیر وی . نو داسی بیهوده مجلسونه د الهي ذکر غله دي .
اووم ـ په سینګار له کوره وتل : بېله شرعی حدودو او قیوداتو څخه له کوره د ښځی وتل ، بازار او نورو ځایونو ته د عطرو یا خوشبویی په وهلو سره تلل ، بېله حجابه ګرځېدل ، نیم لوڅ لباسونه اغوستل هغه غل دی چی د انسان باطن خوسا کوی ، شهوت پاروی د سترګو زنا پیښوي او ډیری نیکۍ لوټوي .
اتم ـ د والدینو نافرماني : دا غل یوه ذره رحم هم نه لری او ډیر ظالم ، خطرناک او ځناور غل دی . یعنی د دعا په قبلېدو کی لوی خنډ همدا غل دی .
نهم ـ انټرنیټ : که دا په صحیح ډول استعمال نسي نو یو قاتل غل دی چی د انسان ژوند د هغه د وینو په زبېښلو سره ختموي .
لسم ـ روژه لنډوَل : دا غل سړی په ډیر خوب ، ډیر چکر ، ډیرو لیدنو کتنو….. سره بوخت ساتی او بیا نو هغه شخص وایی چی نن می روژه ډیره لنډه سوه ! دا غل اړونده روژیاتیً په دې ګروهه کوی چی روژه ګواکی یو جبر او زحمت دی او ژر ژر باید لنډه او تیره سی . نو دا غل عبادت غلا کوی .
هو ، پورتني ټول هغه ظالم او بې رحمه غله دي چی په روژه کی د یو مسلمان د لمونځونو ، روژو ، صدقو ، نفلونو ، طاعتونو او عبادتونو په غلا کولو سره د اړونده انسان ټولی نیکۍ وړی او پر میدان یې تش لاس پریږدی . یعنی په ظاهره به یې روژه وی ، لمونځونه به کوي ، تراویح به کوي ، تلاوت او ذکرونه به کوي ، صدقه او کومک به کوي….. خو دا ټولی یا څه برخه نیکۍ به بل ترې وړی .
نو د ژغورنی ښه چاره یې دا ده چی د پورتنیو ټولو غلو څخه خپله روژه وساتو او هغوی پرې نږدو چی زموږ د روژې پاک هدفونه او مقصدونه راڅخه غلا کړی .
که له همدې پیل څخه هوډمن ، غوڅ او قاطع اوسو نو ټوله میاشت به انشاالله تسکین او تضمین یو . امتحان شرط دی !
د دوهمی روژې زرین اصل
د ګرمۍ د روژو څخه مه ډاریږه . الله د لږ ګرمي ، لږ تندې ، او لږ لوږې په بدل کی د تلپاتی ګرمۍ ، تلپاتی تندې او تلپاتی لوږې څخه نجات درکوی ! او دا هم د دوهمی روژې تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) .
الهی نعمتونه
راسئ چي د الله (ج) يو څه لوى لوى نعمتونه او احسانونه تر نظر وباسو او بيا د دغه احسانو په مقابل کي خپل مسئوليت حِس کړو او ورته متوجه سو .
لومړی : تر هر څه د مخه الله (ج) موږ د عدم څخه و وجود ته راوستلو ، دا هم کېدلاى سواى چي الله (ج) موږ هيڅ نه واى پيدا کړي . نو دغه زموږ وجود په خپله يو لوى نعمت دى .
دوهم : بيا چي يې پيدا کړو ، په انسانانو کي يې پيدا کړو نه په حيواناتو او حشراتو کي . آيا دا ممکنه نه وه چي رب (ج) زه او ته هم د هغه بدو حيواناتو د جملې څخه ګرځولي واى ، چي د نوم په يادولو سره يې زه او ته شرمېږو يا حياء را ته دریږي ؟!
درېيم : بيا يې په انسانيت کي په مسلمانانو کي خلق او پيدا کړو او د اسلام په مُبین دين سره يې سرلوړي کړو ، آيا زه او ته په خپل اختيار په اسلامي ټولنه کي په وجود راغلو ؟ او په خپله خوښه مو اسلام غوره کړ ؟
څلورم : په مسلمانانو کي يې بيا د خپل محبوب رسول الله (ص) په اُمت کي پيدا کړو ، چي دا کار هم زموږ په اختيار سره نه ؤ .
پنځم : پسله خلقولو ، پسله انسانيته ، پسله اسلامه ، بيا يې پوره او کامل اعضاء راکړي دي . آيا زه او ته تر هغه ګوډ او شل ، تر هغه ړانده او ګونګي ښه او بهتر يو ؟ او که مو الله (ج) ته د دغه اعضاوو قيمت ورکړى دى چي خامخا به يې موږ ته کامل وجود راکولاى ؟
شپږم : تر ذکر سوو نعمتونو وروسته يې ژوند ، پراخ رزق ، په ټولنه کي نوم او نښان راکړی دی . مال ، ښځه ( یا میړه ) او اولاد خو مه حسابوه . آیا دا هر څه ستر الهی نعمتونه نه دي ؟
هو ، دغه ټول الهي نعمتونه که زه او ته په دواړو حسابوو ، پاى ته يې نه سو رسولاى . نو آیا دا حق لرو یا لازمه به وی چی د دغه الهی پیرزوینو په وړاندی سرکښي او بغاوت وکړو ؟ نا شکري او شکایت وکړو ؟ یعقوب بن اسحاق (رح) ویلی دي چی که غواړئ تل د نعمت څخه برخمن اوسیً د هیڅ نعمت ناشکري مه کوئ . نو اوس هم ډیر ناوخته نه دی او باید چی پر خپلو نامطلوبو کړنو له سره غور وکړو . بس یوه پاکه او قلبي اراده غواړي .
ددرېیمی روژې تحفه
د درېیمی روژې زرین اصل :
مسلمانه وروره او مسلمانی خور ! دومره بې همتي او ناپوهي نو نه ده په کار، چي د لاس تړلي شيطان و حکم ته څوک غاړه ټيټه کړي او د جنت د خلاصو دروازو څخه مخ اړوي او د جهنم پر بندو دروازو ورځغلي !
او دا هم د درېیمی روژې تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) .
د یوې نیکۍ اړتیا
په يو روايت كی راځي چی د قیامت په ورځ به الله رب العزت يو ځوان ودروي . د هغه ګناهونه او نيكۍ به ټولی سره برابری سي . الله رب العزت به ورته وايي چی اې بنده ! كه ستا سره يوه بله نيكي هم وای نو ما به ته جنت ته بېولى وای . ځوان به ورته وايي چی یا الله رب العزته ! ما ته اجازه راكړه چی د خپلوانو څخه یې وغواړم . الله تعالی به اجازه وركړى . دا ځوان په زړه كی ډېر ډاډه وي ، چی زما خپلوان خو په دنيا كی ما ته په هر مصيبت كی پكار راتلل ، او زه به دوى ته پكار ورتلم نو ضرور به يوه نيكي راكوي .
اول به خپل ورور ته ورسي او ورته وبه وايي چی ورور جانه ! موږ په دنيا كی يو ځاى ژوند سره کړی دی ، زما او ستا خوشحالي يوه وه ، غم مو هم يو و ، ما او تا به يو لاس يو بازو وو . كه ستا به څه ضرورت و ما به پوره كاوه ، او كه به زما څه ضرورت و ، نو تا به پوره كاوه . اوس زه فقط یوې نيكۍ ته اړتیا لرم ، بس يوه نيكي راكړه . ورور به ورته وايي چی ګرانه ! نن ورځ زه ستا سره هیڅ مرسته نسم كولاى ، هسی نه چی زما نيكۍ كمي سي زه به څه كوم ؟ په دې ډول به ورور منفی ځواب وركړى .
د ورور څخه به د مأيوسۍ په حال کی پلار ته ولاړ سي او ورته وبه وايي چی پلار جانه ! زه ستا زوى يم ، ستا د سترګو يخوالی يم ، ستا د زړه ټوټه يم ، زما يوې نيكۍ ته ضرورت دی . په دنيا كی چی به كوم مشكل ما ته راتی نو ته به راسره ولاړ وې . پلار جانه ! ته خو زما د سر سیورى يې ، نن زما یو مشكل دی كه صرف یوه نيكي راكړې ، زما مشكل حل كیږی . مګر پلار به هم انكار وكړى ، او زوى به مأيوس ځنی روان سي .
خور ته به ورسي او ورته وبه وايي چی زما خورجانې ! زما او ستا په دنيا كی څومره ګرانښت او محبت و ، ما هر څه له تانه قربان كړي وو . زه ستا ورور يم ، زما فقط يوه نيكي كمه ده ، كه هغه راكړې نو نجات به حاصل کړم . مګر خور به هم انكار وكړى . دا ځوان به خپلې میرمنی ته راسي او پوره يقين به یې وي چی دا خو ضرور نيكي راكوي . ورته وبه وايي چی زما او ستا څومره محبت و ، تا چی به څه غوښتل ما به راوړل . اوس زما يوه نيكي كمه ده كه يوه نيكي راكړې ، زما ټول مشكل حلیږي ، خو دا به هم انكار وكړى .
رابه سي خپلې مور ته او دلته به یې پوخ يقين وي چی مور به می حتمأ نيكى راكوي ، ځکه چی په دنيا كی پر ما باندی ډېره مهربانه وه ، زه ورځم مور ته می . کله چی مور ته راسي ، ورته وبه وايي مورجانې ! زه ستا زوى يم ، ستا د سترګو تور يم ، ستا د زړه ټوټه يم ، ما ته يوه نيكى راكړه . كه یې را نكړې زه جهنم ته ځم . مور به يې انكار وكړى خو دغه ځوان به په زور سره چغې وهى ، مور جانې ! ستا زوى ستا مخي ته فرياد كوي ، ستا مخي ته ژړا كوي ، يوه نيكى غواړي ، مورجانې ! پر خپل زوى باندی لږ مهرباني او زړه سوﺉ وكه . پر خپل زوى باندې رحم وكه ، خپل زوى ته خو وګوره ، مور جانې ! په دنيا كی به زه تا ګرمۍ ته هم نه درولم ، خو اوس جهنم ته ځم ، صرف يوې نيكۍ ته اړتیا لرم ، يوه نيكي راكه .
د دومره سوالونو او زاریو سره سره به یې مور هم انكار كوي او نيكى به نه وركوي . وروسته به الله تعالی ته خالی لاس ورځی څو چی الله تعالی به دا ضرورت ورپوره کړی .
هو ، هر انسان تنها زوکیږی ، همداسی تنها به د الله تعالی حضور ته حاضریږی او د خپلو اعمالو حساب به ورکوی او هیڅ شی به یې هم پټ نه پاتیږی ( الحاقه ـ ۱۸ ) . هغه اعمال چی موږ یې کوو په ظاهره خو جنت ته د تللو وړ نه دي . نو الله رب العزت دې موږ پخپل فضل او كرم سره جنت ته بوځي . دا دنیا خو فانی او د سترګو په رپ کی درومی . وخت هم د بل هر شي غوندی د الله یو امانت دی چی ضایع کول یې خیانت ، مصیبت او فلاکت دی . الله تعالی د توبې دروازه خلاصه پرېیښې ده داسی نه چی ناوخته سی او بیا په قیامت کی د مور او پلار غوندی مهربانه خپلوان هم آن یوه نیکي لا نه راکوی .
دڅلورمې روژې تحفه
د نن زرین اصل :
کله چی د انسانانو کور د ډول ډول شیانو څخه ډک وی ، زړه یې د غوښتنو او تمناوو څخه ډک وی ، معده ( خېټه ) یې د خوراکونو څخه ډکه وی ، نو په داسی حالت کی د ذهن تش والی لازمي دی ! او دا هم د څلورمی روژې تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) .
د غیبت بدله
د ابو همامه باهلی (رض) څخه روایت دی چی داسی یې وویل :
د قیامت په ورځ چی هر بنده ته د هغه د اعمالو کتاب ورکړه سی ، نو هغه به داسی نیکۍ او حسنات پکښی ومومی چی نه یې وی کړي . نو پوښتنه به وکړی چی یا لوی او مهربان خدایه ! دا اضافي نیکۍ له کومه سوې چی ما اصلأ نه دي کړي ؟ ورته وبه فرمایی چی دا د هغه غیبت له امله دي چی خلکو ستا پر خلاف کړی دي خو ته خبر هم نه وې .
هو ، غیبت د خطرناکو ناروغیو او تباهیو څخه شمیرل کیږی . قرآن او حدیث د مسلمان غیبت کول د خپل مړه ورور د غوښو خوړلو سره تشبه او مقایسه کړی دی .
رسول الله (ص) وفرمایل : « که یو څوک د چا په غیاب کی په هغه پسی داسی خبره وکړی چی د اړونده شخص ناخوښه وی ، دا غیبت دی » .
هغه مجلس چی غیبت پکښی کیږی د خدای له رحمته محروم وی . یو پوه حکیم ویلی دي چی که روژه نسې نیولای نو د خلکو غوښي مه خوره ( یعنی غیبت یې مه کوه ) . عدی بن حاتم (رض) فرمایلی دي چی « غیبت د رذیلانو خلکو مال څر دی » .
نو الله تعالی دی دغسی انسانانو ته په زړونو کی هدایت او مرحمت ور واچوی چی ناحقه د نورو انسانانو غیبت کوی او د مجلس زیاته برخه یې له غیبته جوړه وی . خو اراده او تصمیم په موږ اړه لری !
دروژې پنځمه تحفه
د نن ورځی زرین اصل :
روژه لرل او وږی پاتیدل ډیر توپیر سره لری ؛ د قرآن لوستل او پر هغه ایمان راوړل هم ډیر توپیر سره لری ! او دا هم د پنځمی روژې تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) .
له اذانه تر اقامته
موږ او تاسی پوهیږو چی د هر لمانځه پر مهال لومړی اذان کیږی ، بیا ټوله د لمانځه له پاره ځانونه تیاروي او کله چی ( د جماعت په لمانځه کی ) پر یوه صف برابر ودریږی اقامة ویل کیږی او د امام لخوا د الله اکبر په ویلو سره لمونځ شروع کیږی . یعنی د اذان څخه تر اقامة پوری یو لنډ او محدود وخت وی چی تر نیم ساعت اضافه نه وی . ټول مقتدیان او په عام ډول مسلمانان پوهیږی چی دغه نیم ساعت یا شل دقیقې او یا هم پنځلس دقیقې یا تر هغه لږ موده لمانځه ته د چمتوینې له پاره ده ، یعنی یوه لنډه او ټاکلې موده وی .
اوس که موضوع ته ښه ځیر سو ، زموږ او ستاسو عمر هم کټ مټ د همدغه دستورالعمل پر اساس محدود او ټاکلی دی . یعنی کله چی یو مسلمان ماشوم وزوکیږی لومړی یې په غوږ کی اذان کیږی او بیا لمونځ ورکول کیږی !
پوښتنه دا ده چی اذان خو صحیح دی ، مګر لمونځ څنګه ورکول کیږی ؟ ځواب دا چی د زوکېدو څخه وروسته یې په یو غوږ کی اذان او په بل کی اقامة ویل کیږی ، خو لمونځ یې ورته معطل وی څو چی تر مړینی وروسته د جنازې په نوم لمونځ ورکول کیږی !
نو آیا دا وقفه او موده هم ټاکلې نه ده ؟ آیا تر زوکړی وروسته د یوې ثانیې څخه نیولې تر یوې پیړۍ پوری باالاخره مرګ راتلونکی نه دی ؟ آیا د هر مسلمان تر مړینی وروسته هغه ته د جنازې لمونځ نه ورکول کیږی ؟
نو آیا د زوکړې د لحظې څخه د مړینی تر شېبې پوری اذان ( په غوږ کی ) ، اقامة ( په ژوند کی ) او لمونځ ( په جنازه کی ) یو محدود وخت نه دی ؟ او ټول ژوند چی په غوږ کی له اذانه راپیل سوی و ، د جنازې په لمانځه سره پای ته نه رسیږی ؟
پس آیا د جماعت د لمانځه او د جنازې د لمانځه تر منځ یو کُلی او جامع شباهت موجود نه دی او هر مسلمان د همدغسی بهیر په چوکاټ کی تحدید نه وی ؟
نو ستر رب دې د هر مؤمن دغه لنډه او ټاکلې موده سمه کړی چی ضمنی یادونه او خبردارﺉ یې هره ورځ پنځه واره تلقین کیږی . خو اراده او فیصله په موږ اړه لری او ځکه نو اوس هم ناوخته نه دی . یعنی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !
د شپږمی روژې تحفه
د نن ورځی زرین اصل :
خواړه که هر څومره خوندور هم وی ، بس پر ژبه د دوو دقیقو له پاره مهم وی . په مجردي چی تر ستونی کښته سي او معدې ته ورسیږی نو کیفیت یې په یو لوښی کی د پرتو ( شته ) خوړو څخه زیات نه وی !
او دا هم د شپږمی روژې تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) .
مسلمان ته ښکنځل
وایی چی یوه ورځ د جعفر الصادق (رح) مجلس ته یو مسلمان راغی او په مجلس کی یې یو بل مسلمان ته ډیر ښکنځل وکړل .
جعفر صادق (رح) ورڅخه وپوښتل چی آیا د رومیانو سره جنګېدلی یې ؟
هغه ورته وویل چی یا ، نه یم جنګېدلی .
جعفر صادق (رح) ورڅخه وپوښتل چی د کسرا د کسانو ( یعنی ایرانیانو ) سره جنګېدلی یې ؟
هغه ورته وویل چی یا .
جعفر صادق (رح) ورڅخه وپوښتل چی آیا د کافرانو سره دې جهاد کړی دی ؟
هغه ځواب ورکړ چی یا .
دا مهال حضرت جعفر (رح) ورته وویل چی سبحان الله ! ستا له لاسه روم ، فارس ، یهود او نصارا ژغورلی دي ، خو مسلمان درڅخه ژغورلی نه دی !
په دې سره هغه سړی ځانته متوجه او اصلاح سو .
هو ، رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « مؤمن ته بد ویل ګناه ده او د مؤمن وژل کفر دی » ، او فرمایی : « …. هر چا که خپله ژبه کنټرول کړه له عذابه نجات مومی … »
موږ په پښتو کی یو ښه متل لرو چی وایی : خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ! په رښتیا هم د ژبی غلط استعمال انسان د سختو حوادثو او مشکلاتو سره مخامخ کوی .
حضرت صدیق (رض) فرمایلی دي چی « انسان ته ډیر مصیبتونه د خپلی ژبی څخه ورپیښیږی » . نو څومره به ښه وی چی نور نو خپله ژبه د ښکنځلو ، بد ویلو ، رټلو او سپکولو څخه وژغورو تر څو ایمان مو شتمن او وجدان مو ځواکمن وی انشاالله
.
داوومې روژې تحفه
د اوومی روژې زرین اصل :
پوهانو ویلی دي چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح دواړه صفا کوی . روژه یو الهی نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوي چی آیا په دې امانت کی صادقان یو که خاینان ؟!
او دا هم د روژې اوومه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) .
درواغجن شخص
حاتم زاهد (رح) داسی فرمایلی دي :
۱ ـ هغه انسان چی د پرهیزګارۍ څخه پرته د خدای د محبت ادعا کوی درواغجن دی ؛
۲ ـ هغه انسان چی د خدای په لاره کی د مال او دولت مصرفولو څخه پرته جنت ته د تللو اراده لری درواغجن دی ؛
۳ ـ هغه انسان چی د رسول الله (ص) د سنت د پیروۍ څخه پرته د هغه (ص) سره د مینی او محبت ادعا کوی درواغجن دی ؛
۴ ـ هغه انسان چی د مسکینانو او فقیرانو سره د ناستی ولاړی څخه پرته د لوړو درجو ادعا کوی درواغجن دی .
هو ، څوک چی د دین چاری هم په ریا او غلا سره مخته بیایی معنی دا چی غواړی خدای تعالی خطاباسی ، خو اصلأ ځان پخپله خطاباسی .
حضرت بایزید بُسطامی (رح) فرمایلی دي : « دا هم یوه ګناه ده چی د ښه عمل څخه پرته جنت غواړې » . په رښتیا هم نن اکثریت مسلمانان منجمله افغانان د دین ښه مضبوطه ټېکه داري کوی ، چا ته نوبت نه ورکوی ، خوله یې د ناحقه فتواوو او جیب یې دخودساخته ټاپو څخه ډک وی ، په ظاهره ملا خو په زړه بلا وی ، د ظالم او فاسد یار او د مظلوم اغیار وی....
فضیل بن عیاض (رح) د دغسی درواغجنو اشخاصو په هکله فرمایی : « د قیامت په ورځ به الله تعالی ریاکارانو ته ووایی چی ولاړ سیً د خپلو عملونو بدله د هغه چا څخه وغواړئ چی په دنیا کی مو د هغوی په وړاندی ځان ښودنه کول » . نو الله دی دغسی ریاکاران او درواغجنان اصلاح او فلاح کړی . خو اراده اول په شخص اړه لری .
داتمې روژې تحفه
دا هم د نن زرین اصل :
قدسی حدیث دی چی الله تعالی فرمایی : « د بنی آدم هر عمل د هغه خپل وی ، مګر روژه زما له پاره ده او د هغه بدله به زه ورکوم » . موږ پوهیږو چی د الله بدله رحمت ، مغفرت او هدایت دی . د روژې میاشت د معنوی او فرهنګی بیا رغونی ، عفوی او تیرېدنی ، د باطلو عادتونو د پرېښودنی ، د غفلت له خوبه د راویښېدنی ، د شهوت له دامه د خلاصېدنی ، د غیبت ، حسد ، درواغو او ګناه څخه د لیری کېدنی میاشت ده . ځکه ، یوولس میاشتی زموږ او دغه یوه میاشت د الله ده ، نو څومره مراعات یې باید وکړو ! او دا هم د اتمی روژې تحفه
( نثار احمد صمد واصفی ) .
د دنیا سره د محبت زیان
روایت دی چی یوه ورځ موسی (ع) د یو داسی شخص څنګ ته تیر سو چی په ډیره خضوع او خشوع سره یې لمونځ کاوه .
موسی (ع) خدای ته عرض وکړ چی یا الله ! دغه شخص څومره ښه لمونځ ادا کوی .
الله تعالی ورته وفرمایل : اې موسی ! که دغه شخص آن په یوه شپه او ورځ کی زر رکعته هم ادا کړی ، زر غلامان هم آزاد کړی ، زر د جنازې لمونځونه هم ادا کړی ، او یو زر حجونه هم وکړی بیا به هم د ده دا لمونځ تر هغه مهاله هیڅ ګټه ورته ونلری څو چی د خپل مال زکات ورنکړي . دا ځکه چی د دنیا او دولت سره زیاته مینه د ټولو بدیو ریښه ده او د دنیا سره محبت د زکات د نه ادا کولو څخه پیدا کیږی .
هو ، الله تعالی د هغه چا مرسته کوی چی د نورو مرستندوی وی . یو مؤمن چی هر څونه مال او دولت خوښوی په هغه اندازه یې ایمان کمزوره وی . الله تعالی په قرآن مجید کی په لسګونو واره زکات د لمانځه سره یو ځای ذکر کوی یعنی دا چی زکات هم د لمانځه غوندی حتمی او مهم بولی او ټینګار پر کوی ( مثلأ : البقره : ۱۱۰ ، ۲۷۷ ؛ النمل : ۳ ؛ الحج : ۷۸ ؛ لقمان : ۴ او ډیر نور ) .
علما او مفسرین وایی چی الله تعالی لمونځ او زکات ځکه یو ځای ذکر کوی چی لومړنی جسمانی او دوهم مالی اهمیت لری ، یعنی دا چی لمونځ د بدن د اړونده ټولو اعمالو او احکامو څخه مهم دی او زکات بیا د مال او دولت د اړونده ټولو اعمالو او احکامو څخه مهم دی .
حضرت عبدالله بن مسعود (رض) فرمایی چی د لمانځه او زکات د مسلسل ګډ ذکر مطلب دا دی که څوک لمونځ وکړی مګر زکات ورنکړی نو لمونځ یې نه قبلیږی .
حضرت عبدالرحمن بن زید بن اسلم (رح) فرمایی چی خدای تعالی د چا لمونځ تر هغه مهاله نه قبلوی تر څو زکات یې نه وی ادا کړی . نو هیله ده چی اسلامی احکام په مینه ، خوښۍ او صداقت سره ومنو او ځانونه عملأ مؤمنان ثابت کړو .
دنهمې روژې تحفه
نننیً زرین اصل :
پوهانو ویلی دي چی په روژه مات کی باید دومره غذا و نه خوړل سی چی د نس کڅوړه ډیره تخته او ډکه سی چی له امله یې نه هغه انسان سمه ساه اخیستلای سی ، نه سمی او آرامی خبری کولای سی ، نه سم کښینستلای سی..... نو ځکه رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « د آدم (ع) اولاد د خپل نس څخه بل ناکاره لوښی نه دی ډک کړی . » او دا هم د نهمی روژې تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) .
د شیطان تښتېدل
په « درة الناصحین » کی یو حکایت وایی چی یو شخص په ځنګله کی روان و چی پر لاري یو شیطان هم ورسره ملګری سو . د دې سفر پر مهال اړونده شخص د سهار ، ماپښین ، مازیګر ، ماښام او ماخستن آن یو لمونځ هم ادا نکړ .
کله چی هغه د څملاستلو او بیدیدلو اراده وکړه ، نو شیطان وغوښته چی وتښتی . هغه شخص ورڅخه وپوښتل چی څه قصه ده او ولی تښتې ؟
شیطان ورته وویل چی ما د خدای صرف یوه نافرماني وکړه او په هغه سره ملعون سوم ، خو تا نن پنځه واره د خدای نافرماني وکړه او زه د خدای له غضبه بیریږم ، داسی نه چی الله ستا د دې لویو ګناهونو له امله پر ما هم اضافه غضب نازل نکړي .
هو ، باید جدأ متوجه اوسو چی الله تعالی انسانان د خپل عبادت له پاره خلق کړي دي او لمونځ د الهي عبادت اساس دی . لمونځ عمل هم دی او عقیده هم ده . نو لمونځ وکړه مخکی له دې چی تا ته لمونځ درکړه سی ( د جنازې ) .
رسول الله (ص) فرمایی چی « لمونځ د دین پایه ده .» نو که پایه یا ستون ونړول سی ( یعنی لمونځ ونکړو ) معنی دا چی دین مو وران کړ . همدا علت دی چی شیطان وغوښته چی د دغه بې لمانځه انسان څخه وتښتی تر څو د هغه سره یو ځای دئ هم مغضوب نسی .
نو هیله ده چی نور د ناحقه او بې دلیله پلمو څخه ځانونه وژغورو . ځکه لمونځ په هر حالت کی فرض دی آن که څوک ناروغ وی په ناسته یا پروته سره یې هم ادا کولای سي . که د هیڅ حرکت وړ نه وی آن د سترګو په اشاره یې هم ادا کولای سي ، نو ځکه هیڅ ډول بهانه ، حیله او پلمه نسو جوړولای .
حضرت ابو بکر صدیق (رض) فرمایی : « تعجب کوم چی دا ضعیف انسان څنګه د خورا قوي الله (ج) د نافرمانۍ جرأت کوی ؟! » . پس هیله ده چی نور نو د غفلت له درانه خوبه راویښ سو او هغه څه وکړو چی له پاره یې دې دنیا ته راغلي یو( الذاریات ۵۶ ) .
دلسمې روژې تحفه
د نن زرین اصل
رسول الله (ص) فرمایلی دي : د روژه لرونکې د روژه مات پر مهال یوه دعا داسی ده چی نه مسترد کیږی ( ابن ماجه ، حدیث نمبر ۱۷۵۳ ) . نو راځی چی د هر روژه مات پرمهال د دنیا او عقبا د سمون ، بدلون او پرمخیون له پاره ښه دعاوی انتخاب کړو ، ځکه چی یوه یې حتمأ قبلیږی ، والسلام ( نثار احمد صمد واصفی ) .
د خدای (ج) او پیغمبر استدلال
حضرت عبدالله بن سلام (رض) فرمایی چی : یو وخت کوم پیغمبر د الله سبحان و تعالی په دربار کی د خپلو مصیبتونو څخه شکایت وکړ . نو الله (ج) داسی ورته وفرمایل :
تر څو پوری زما څخه شکایت کوې ؟ زه ستا د شکایت او مذمت سزاوار نه یم . د خلقت په ورځ ستا لپاره همدا لیکل سوي وو . نو ولی زما د عالی نظم او ترتیب څخه ناراضه یې ؟ آیا ته غواړې چی صرف ستا په خاطر دنیا او د لوح محفوظ لیکني تغییر کړم ؟ ستا د غوښتنی سره سم رفتار وکړم ؟ او د خپلی غوښتنی مطابق رفتار ونکړم ؟ آیا هغسی چی ته یې غواړې باید وسي ، خو هغسی چی زه یې غواړم باید ونسي ؟ په خپل نفس می قسم چی که په دې باره کی بیا شکایت وکړې ، نو د نبوت څخه دې محروم کوم او په دوږخ کی دې اچوم او له دې کاره باک هم نه لرم .
نو هغه و چی پیغمبر د الله تعالی لپاره پر سجده پرېووت او په ژړاوو ، زاریو او استغفار یې پیل وکړ .
هو ، چی د نبیانو او رسولانو دا حال و ، نو د یوویشتمی پیړۍ د مسلمانانو به څه حال وی ؟! نن موږ عملأ ګورو چی ډیرئ کسان د خدای (ج) په اراده او فیصله کی هم د مداخلې کوښښ کوی آن خبره کله کله کفر ته رسوي . دغسی کسان انتقاد کوی چی خدای ولی دغسی یا هغسی کوی ، یا ولی دغسی یا هغسی نه ده.... حال دا چی الله تعالی هر څه په خپله اراده او فیصله سره کوی او په هر څه کی خپل حکمت لری خو موږ نه پوهیږو . یوه انتباهی قصه را په یاد سوه : یو سړی د بایزید بُسطامی (رح) حضور ته ورغی او داسی شکایت یې وکړ : زما عیال ډیر او عاید می لږ دی . نه پوهیږم چی څه وکړم . که تاسی څه وکړای سیً نو ښه به وی .
بسطامی (رح) ورته وفرمایل چی : د خپل کور هغه اعضاوی له کوره وشړه چی ستا په خیال د هغوی رزق زه ورکوم ، او هغه اعضاوی پریږده چی رزق یې الله (ج) ورکوی ، او همدا یې ښه چاره ده .
په دې عالمانه خبره او پوهوَنه سره د هغه سړي سر خلاص سو او نور یې د دغسی شکایتونو او د خدای په اراده کی د مداخلې څخه ډډه وکړه .
دیوولسمې روژې تحفه
نننی زرین اصل
څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لری ، نو افسوس په هغه مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلونو او پروګرامونو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګېم او نورو خبایثو او مفاسدو سره ضایع کوی . که هوس دی نور دې بس دی ! او دا هم یوولسمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :
حاسد د الله سره مقابله کوی
یو عالم فرمایلی دي چی حسود انسان په پنځو طریقو سره د الله مقابله کوی :
لومړی ـ د هر هغه نعمت سره بُغض کوی چی د الله لخوا د ده څخه علاوه پر بل شخص هم ولوریږی ؛
دوهم ـ د هغو نعمتونو څخه چی الله یې تقسیموي د خپل حسادت له امله نارضایتي کوی ( د الله تقسیم صحیح نه بولی ) ؛
درېیم ـ د فضل الله سره بغض او حسد کوی ( الله پر هر چا چی ویې غواړی خپل فضل کوی ، خو حسود انسان هغه نه غواړی ) ؛
څلورم ـ حاسد غواړی چی اولیأالله ذلیل کړی ( الله چی پر هر چا خپل فضل او کرم کوی ، نو د هغه ذلیل کیدل یې مطلب وی ) ؛
پنځم ـ حسود انسان د خپل حسد له امله شیطان یعنی د خدای دښمن خوشحاله کوی ( ځکه د الله د فضل څخه محرومول د ابلیس اصلی هدف او مقصد دی ) .
هو ، په رښتیا هم حاسد اوکینه پال تل په مصیبت او غم مبتلا وی . ځکه حسد د هغه نیک عملونه داسی خوری لکه اور چی لرګي خوری . رسول الله (ص) وفرمایل : یوه ډله خلک د الله د نعمتونو دښمنان دي . ورڅخه وپوښتل سوه چی هغوی څوک دي ؟ ویې فرمایل : هغوی چی د خوشحاله انسانانو سره حسد کوی .
هیله ده چی نور نو خپلو ځانو ته جدأ متوجه سو او د الله تعالی سره مقابله ونکړو او د هغه ذات (ج) اراده او فیصله عملأ ومنو او دا ثابته کړو چی د ځان د اصلاح او فلاح ټینګ تصمیم لرو . نو ستر رب دې موږ په دغه سپیڅلي تکل کی بریمن کړی .
ددولسمې روژې تحفه
نننی زرین اصل
روژه یوازی د خوراک ـ څښاک څخه ډډه نه بلکی د ژبې ، زړه او نورو اعضاوو سم استعمال هم پکښی شامل دی . نو راځی چی پوخ تکل وکړو چی غیبت به نه کوو ، درواغ به نه وایو ، سترګی او غوږونه به د ناروا څخه ساتو ، ظاهر او باطن به مو تصفیه کوو . رسوالله (ص) فرمایی : « هغه څوک چی درواغ او پر هغه عمل نه پریږدی نو الله هم ده ته هیڅ ضرورت نه لری چی صرف خوراک او څښاک بند کړی » ، او دا هم دوولسمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :
موسیقی حلاه ده که حرامه ؟
حضرت عبدالله بن عباس (رض) ته یو چا داسی وویل : ساز او سرود ( یعنی موسیقی ) حلاله ده که حرامه ؟
حضرت ابن عباس (رض) ورته وویل چی زه حرام صرف هغه شي ته وایم چی قرآن حرام بللی وی .
هغه کس ورته وویل چی نو آیا حلاه ده ؟
ده (رض) ورته وویل چی زه حلال صرف هغه شي ته وایم چی قرآنکریم حلال بللی وی .
وروسته یې د هغه کس مخ ته وکتل چی حیران و او غوڅه فیصله یې نسوه کولای .
دا مهال حضرت عبدالله ابن عباس (رض) ورڅخه وپوښتل چی ستا څه ګومان دی کله چی د قیامت په ورځ حق او باطل سره بېل سی ، نو موسیقی او سرود به د حق په خوا کی وی که د باطل ؟
هغه نفر ځواب ورکړ چی د باطل په خوا کی به وی .
حضرت عبدالله بن عباس (رض) ورته وویل : بس ځه ، خپل ځان ته دی فتوا ورکړه !
ددیارلسمې روژې تحفه
د نن زرین اصل :
رسول الله (ص) فرمایلی دي : آیا زه دا درته و نه وایم چی تر ټولو بد حرام کوم دی ؟ هغه چغلي دی ، چی د خلکو پر ژبه دوری هوری درومی ( صحیح مسلم ، د حدیث نمبر ۶۶۳۶ یوه حصه ) . نو راځی چی د چغلیو د تمښت له پاره یو صادقانه قسم واخلو ، او دا هم دیارلسمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :
شاه کیلی
یو ځوان کوم مشهور شیخ ته ورغی او داسی یې ورته وویل : په ژوند کی می درې قلفونه پیدا کړي دي او ستا څخه یې کیلۍ ګانی غواړم . شیخ وپوښتل چی دا کوم قلفونه ( قفلونه ) دي ؟ ځوان ورته وویل :
لومړنی قفل دا دی چی غواړم یو ښه واده وکړم ؛
دوهم قفل دا دی چی غواړم کار می ښه برکت پیدا کړی ؛
درېیم قفل دا دی چی غواړم عاقبت می سم او ښه سی .
شیخ په نرمه لهجه ورته وویل چی :
د لومړني قفل له پاره کیلي دا ده چی لمونځ پر خپل وخت کوه ؛
د دوهم قفل له پاره کیلي دا ده چی لمونځ پر خپل وخت کوه ؛
د درېیم قفل له پاره کیلي دا ده چی لمونځ پر خپل وخت کوه .
ځوان عرض وکړ چی آیا دا درې واړه قفلونه په همدې یوه کیلی خلاصیږی ؟
شیخ ځواب ورکړ چی پر خپل وخت باندی د لمانځه ادا کول د ټولو کامیابیو اساس یعنی « شاه کلید » دی .
هو ، الله دی موږ د دې شاه کلید څښتنان کړی او الله دی هغه راسره وساتی ، خو اراده اول په موږ اړه لری .
دڅوارلسمې روژې تحفه
د نن زرین اصل :
روژه د الله یو امانت دی . په دې امانت کی جسماني او نفسانی دواړه قیودات ، تحدیدات او مقررات شامل دي . نو ځکه روژه د مکافاتو او مجازاتو په منځ کی ده . رسول الله (ص) فرمایلی دي : « هر شی زکات لری ، خو د بدن زکات روژه ده » . او دا هم څوارلسمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :
د یو قوم تباهي
ابن عباس (رض) وایی :
کله چی یو قوم په غنیمت کی خیانت پیل کړي ، د هغوی په زړونو کی به وېره ور واچول سي .
او په کومه ټولنه کی چی زنا (بدلمني) زیاته سي ، په هغوی کی به مرګونه ډېر سی .
او کله چی کوم قوم په تله او پېمانه کی درغلي کوي ، نو روزي به ترې واخيستل سي .
او کوم ولس چی له حق نه پرته فیصلې کوي ، په هغوی کی به وينی تویول زیات سي .
او کوم قام چی خپلی وعدې او لوزونه ماتوي ، الله جل جلاله به دښمن پر مسلط کړي .
منبع : ( الموطا ، کتاب الجهاد ، حدیث نمبر ۲۶ ) .
ښه ګرانه لوستونکې ، که نن موږ او تاسو ټولو اسلامي ټولنو ، منجمله افغاني ټولنی ته ښه ځیر سو ، آیا پورتنۍ ګرده بدمرغۍ ، خوارۍ او تباهۍ پرې مسلطي نه دي ؟ آیا اسلامی امت باالاعم او افغاني ټولنه باالاخص په همدې مصیبتونو کی راګیر او ډوبه نه ده ؟ آیا اکثریت مسلمانان د ګمراهیو په غیږ نه دي ورغلي ؟ او آیا هغوی په دې خبایثو باندی د پوهېدو سره سره بیا هم خپلو کرغیړنو کړنو او ظلمونو ته دوام نه ورکوي ؟
عمر ډیر لنډ او ژوند ډیر بې وفا دی او د سترګو په رپ کی درومي . اوس هم ناوخته نه دی ، بلکی صرف اوسپنیزه اراده او فیصله غواړي . نن په رښتیا هم د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !
دپنځلسمې روژې تحفه
نننی زرین اصل :
روژه د جسم او روح دواړو له پاره ده . جسم د خوراک ، څښاک او جماع څخه منع وی . هر روژیاتی باید د غیبت ، درواغو ، تهمت ، چغلیو ، حسد او نورو څخه ځان پخپله منع کړی . خو روحانی اړخ یې دا دی چی روژه انسان متقی کوی ، یعنی : روح پیاوړی کوی ، توبه مساعدوي ، ګناهونه سوځوي ، معنوی او فرهنګی بیا رغونه ایجادوي او باالاخره ایمان ټینګوي . څنګه ؟ داسی که جسمانی روژه رښتیانۍ او صادقانه وی نو یو مسلمان به ډیر عبادات ، نوافل ، تسبیحات ، ذکر او تهلیل کوی ؛ تلاوت ، عفو ، ښه سلوک ، حوصله ، صبر ، حِلم او زغم ، تواضع ، صدقه او خیرات..... به کوی . نو ځکه روژه یوه روحانی توښه ده چی مسلمانان یې د ځانو سره آخرت ته وړی . او دا هم پنځلسمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :
اې ژبې له خدایه وبيریږه !
حضرت ابوسعيد رضي الله عنه روایت کوی چی پيغمبر عليه السلام وفرمايل :
کله چی سهار سي نو د انسان په جسم کی چی څومره اندامونه دي هغوی ټوله ژبې ته ووايي : اې ژبې ! له خدایه وبيرېږه ! ځکه چی موږ ټول ستا تابع يو ، که چیري ته سمه یې نو موږ به هم سم يو او که ته ناسمه يې نو موږ به هم ناسم يو ( ترمذی ) .
هو ، په رښتیا چی ژبه هم کلا ده هم بلا . په دغه ډیر آفاقی ، آموزنده او له عبرته ډک حدیث کی د انسان د ورځني ژوندانه لاره او تلن لاره پرته ده . دا یوه عظیمه لارښوونه او پوهوَنه ده چی صرف مخلصانه مراعاتول غواړی .
موږ او تاسی ګورو چی د ژبی وزن ډیر سپک دی ، خو خورا لږ خلک هغه اخیستلای او سنبالولای سی ! حضرت ابوبکر صدیق (رض) فرمایلی دي چی « انسان ته ډیر مصیبتونه د خپلی ژبی څخه ورپیښیږی .»
په رښتیا هم خوږه ژبه د الله (ج) یو نعمت دی . فیثاغورث ویلی دي چی « د بدن د ټولو غړو له جملې څخه ژبه ډیره سرکښه ده .» نو که موږ او تاسو دغه سرکښه غړی کنټرول کړو ، معنی دا چی تر نیمایی زیات ګناهونه مو کنټرول کړل ! پس الله دی هر مسلمان ، منجمله هر افغان ته د ژبی د صحیح مهارولو توفیق عطا کړی .
مګر هو ګرانو دوستانو ، زهرجنه او نفرت پارونکې لیکنه هم په بده ژبه کی شامله ده !
دشپاړسمې روژې تحفه
د نن زرین اصل :
د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره بدله