دغو لارو سره ځان روژې ته چمتو کړئ 

روژه دا ځل بیا هم د ګرمۍ په موسم کې دی چې ورځې تقریباً ۱۵ یا ۱۶ ساعتونه دي او د تندې زغمل ډیر ستونزمن کاری دی خو ځینو اسانو لارو په پام کې نیولو او عملي کولو سره د دغې سختۍ مخه نیول کیدی شي او بدن به تر ډیره دغو ستونزو زغملو ته برابر شي.

د خوړو استعمال

مناسبه او معتدله اندازه خواړه استعمال کړئ او داسې فکر مه کوئ چې روژه دی او ډیرو خوړو ته به اړتیا لرئ. په حقیقت کې دغه ډول فکر ستاسې اشتها یا لوږه نوره هم زیاتوي او د ورځې په جریان کې به يي زغمل تاسې ته ډیر ستونزمن شي.

پروسېس شوي خواړه

که چیرې په عامو ورځو کې د سهار، غرمې او شپې ډوډۍ سربیره ځینې نور وختونه هم پروسېس شوي خواړه استعمالوئ نو له روژې څخه وړاندې دغه عادت پریښودلو هڅه وکړئ ځکه چې د روژې پر مهال د خوړ وخت یوازې پیشلمی او افطاري پورې محدود وي او که چیرې پروسېس شوي خواړه وخورئ نو پیشلمی او افطار کې به په کافي اندازه خواړه ونشئ خوړلی.

د کافي په استعمال کې کمی

که چیرې له کافي څښلو سره مینه لرئ او د روژې د پیل په څو ورځو کې د سر درد څخه ځان ژغورل غواړئ نو د کافي استعمال لږ کړئ او کوښښ وکړئ چې دغه اندازه یو ګیلاس ته ورسوئ او د ورځې په جریان کې ورته اړتیا پیدا نکړئ.

تمباکو څښلو څخه ځان ژغورنه

هغه کسان چې د تمباکو عادي وي له کوم تیاری پرته روژه رسیدو سره هغوي له سختو ستونزو لکه غوصه او په مختلفو څیزونو تمرکز سره مخ کیږي. له دغو ستونزو څخه مخنیوی لپاره دغه کسان باید له روژې څخه څو ورځې وړاندې تمباکو څښل لږ کړي تر څو د روژې لومړۍ ورځې لپاره تیار شي. او که چیرې روژه کې ترې د ځان ساتلو هڅه وکړي نو کیدی شي له دغه بد عادت څخه د ټول ژوند لپاره خلاص شي.

ژر پیشلمی کول

د روژې پر مهال مونږ سهر وختي د پیشلمي لپاره پاڅیږو او د دې پریښودل په هیڅ ډول صحیح نه دی. اوس خو روژه تقریباً پیل شوې خو راتلوونکی کال که چیرې له روژې څخه څو ورځې وړاندې سهر وختي پاڅیږو او د سهار چای وڅښو نو بدن به د پیشلمي لپاره تیار شي او په دغه وخت کې ډوډۍ خوړل به کومه ستونزه نه وي.

خوب کنټرولول

که ناوخته ویده کیدو او ناوخته پاڅیدو عادت لرئ نو کنټرولول يي پیل کړئ ځکه چې د روژې پر مهال پیشلمي لپاره وختي پاڅیدل وي، له همدې امله خپل خوب کنټرول کړئ او د غرمې قیلوله خپل عادت وګرځوئ.

ذخیره

له روژې څخه وړاندې د خوړو پلان جوړول په ځانګړی ډول د روژې لومړۍ اونۍ لپاره چې بدن له روژې سره په عادت کیدو مصروف وي مو له مختلفو ستونزو ژغورلی شي. د روژې لومړۍ اونۍ لپاره خپل د پیشلمي او افطاري د خوړو لست له وړاندې څخه جوړ کړئ، د هغو څیزونو لست جوړ کړئ چې تاسې وړته اړتیا پیدا کولی شئ او هغه وخت يي وپیرئ چې ستاسې بدن وړتیا او انرژي لري.

له رمضان څخه وړاندې روژې

ځان روژې ته چمتو کولو لپاره له دې بل غوره تمرین څه کیدلی شي چې تاسې له وړاندې څخه د روژې تمرین پیل کړئ؟ که چیرې له روژې څخه څو ورځې وړاندې تاسې څو ورځې روژه ونیسئ نو روژې سره په عادت کیدو کې به ډیره زیاته مرسته وکړي. له دې سره به د تیر کال کفاره هم ادا کړئ او له روژې سره به هم عادت شئ.

ډاکټر ته مراجعه

که چیرې تاسې د شکر، وینې فشار یا نورو ناروغیو له امله د روژه نیولو په اړه اندیښنه لرئ نو له ځنډ پرته خپل معالج ډاکټر ته مراجعه وکړئ. ډاکټر ستاسې له معایناتو وروسته په پوره ډاډ سره ویلی شي چې روژه ستاسې لپاره محفوظ دی او که نه.