دوشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده

د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې سبا دوشنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
په سعودي کې د میاشت د څار کمیټې غړو څو شېبې وړاندې خبر ورکړ چې میاشت یې لیدلې. د دې هیواد سترې محکمې د میاشت د لیدونکو ګواهي منلې او سبا دوشنبه یې د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
په سعودي سربېره متحده عربي امارات، عمان، قطر، عراق، المغرب او یو شمېرو نورو اسلامي هیوادونو هم ویلي چې سبا به د روژې میاشت لومړۍ ورځ وي.
افغانستان هر کال د سعودي له اعلان سره سم د روژې میاشت پیلوي.
دنښترویبلاګ اداره دنړۍ په مخ ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکې میاشت د راتګ مبارکي وايي او د الله تعالی ج له دربار څخه ورته د عبادتونو د توفیق او قبلېدوغوښتنه کوي.