
لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی
درنو دوستانو ، دا دی بیا د تیرو پنځو شپږو کلونو غوندی د روژې په مبارکه میاشت کی هره ورځ یوه یوه تحفه درته وړاندی کوم .
باید عرض وکړم چی ما په درو جلدو کی د یو کتاب لیکل راپیل کړی دی چی عنوان یې ( اول د ځان اصلاح ) دی . لومړی ټوک یې بشپړ سوی او چاپ ته تیار دی ، دوهم جلد یې ۷۰ ٪ تکمیل دی او درېیم ټوک یې انشاالله وروسته پیل کوم .
نو په روانه مبارکه میاشت کی د لومړني جلد څخه ځینی انتخابي مطالب درته را اخلم ( یعنی ۹۵ سلنه مواد به د همدې کتاب د لومړني جلد څخه وی ) . هیله ده چی د توجه او خوښي وړ مو وګرځی . زما سره د ایمیل په ذریعه تماس نیولای سیً ( ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد واصفی ) nsamad57@hotmail.com . والسلام .
د لومړنۍ روژې زرین اصل :
له روژې وړاندی ځکه بايد توبه وباسو چی د ژوند ټول چاپېريال مو له فتنو ډک دی . هر ځای قتلونه ، بې لارۍ او ګمراهۍ خپرې دي . د منع کولو يې څوک نسته او له دې شره د خلاصون يوازينی حل الله تعالی ته په اخلاص رجوع کول دي او بس .
یوه ګټوره نسخه :
درنو دوستانو ، د روژې میاشت په ګرمۍ کی روانه ده . نو د دې له پاره چی تنده لږ وی د پیشلمي پر مهال دوې درې کاچوغی ( قاشقی ) مستې راواخلیً او یو څه هېل پکښی ګډ کړئ ، ویې ښوروئ او لږ اوبه هم ور واچوئ ، بیا یې وڅښیً . انشاالله تر روژه مات پوری به ډیر تږی نسیً . او دا هم د ۲۰۱۶ کال د لومړنۍ روژې لومړنۍ تحفه :
د روژې غله
که موږ او تاسی ښه متوجه سو نو د رمضان په میاشت کی دا لاندي څو غله ډیر فعالیت کوی او تاوان پیښوي :
لومړی ـ ټلویزیون او راډیو : دا خطرناک غل دی چی په خپلو ناوړو یا ناولو پروګرامونو سره روژې خرابوي او یا یې اجر لږوي . لومړنی د سترګو له لاری او دوهم د غوږونو له لاری د روژې نیکۍ ، حسنات او ثوابونه غلا کوی .
دوهم ـ بازار : دا غل د بې حسابه پیسو او وخت په غلا کولو کی ډیر شهرت لری . هر څه غلا کوی چی له امله یې سړی تش لاس راستنیږی .
درېیم ـ ناحقه ویښتیا : دا غل د روژیاتي انسان قیمتي وخت غلا کوی . دا د مسلمان څخه د شپې د عبادت ، تهجد ، استغفار او توبې په غلا کولو کی ډیر مهارت لری او په عوض کی هغه په بیهوده مجلس ، ورقو ( پتو یا قطعه بازیو ) فلم لیدلو ، ګېم کولو او نورو خبایثو او مفاسدو ښه بوخت ساتی .
څلورم ـ پخلنځی ( اشپزخانه ) : دا غل موږ او تاسی د ډول ډول لذیذو خوړو په جوړولو اخته کوی او دا بیلابیل خواړه که په ظاهره هر څومره خوندور هم وی صرف په خوله کی وی ، مګر د ستونی څخه له تیرېدو وروسته یوازی نس ډکوی ، بدبویه ټېغونه ډیروی ، جسم درَنوي او تنفس سختوي . دا غل د اسراف په بدله کی فضیلت غلا کوی .
پنځم ـ ټلیفون : ځینی کسان ټلیفون راپورته کړی او یوه ته د بل غیبت کوی ، راز یې رسوا کوی ، چغلۍ یې کوی ، بې عزتي یې کوی ، درواغ وایی ، تهمت تړی ، او ډول ډول پوچ الفاظ استعمالوی . په دې ډول خپلی نیکۍ بل ته بخښی او د هغوی ګناه ځانته اخلی او خپل پیټیً درنوي . دا د نیکیو او ښېګڼو لوی غل دی .
شپږم ـ چټي مجلسونه : په دغسی مجلسونو کی د الله د ذکر پر ځای بې ګټی او بې ثوابه خبری کیږی چی تر ګټی یې تاوان ډیر وی . نو داسی بیهوده مجلسونه د الهي ذکر غله دي .
اووم ـ په سینګار له کوره وتل : بېله شرعی حدودو او قیوداتو څخه له کوره د ښځی وتل ، بازار او نورو ځایونو ته د عطرو یا خوشبویی په وهلو سره تلل ، بېله حجابه ګرځېدل ، نیم لوڅ لباسونه اغوستل هغه غل دی چی د انسان باطن خوسا کوی ، شهوت پاروی د سترګو زنا پیښوي او ډیری نیکۍ لوټوي .
اتم ـ د والدینو نافرماني : دا غل یوه ذره رحم هم نه لری او ډیر ظالم ، خطرناک او ځناور غل دی . یعنی د دعا په قبلېدو کی لوی خنډ همدا غل دی .
نهم ـ انټرنیټ : که دا په صحیح ډول استعمال نسي نو یو قاتل غل دی چی د انسان ژوند د هغه د وینو په زبېښلو سره ختموي .
لسم ـ روژه لنډوَل : دا غل سړی په ډیر خوب ، ډیر چکر ، ډیرو لیدنو کتنو….. سره بوخت ساتی او بیا نو هغه شخص وایی چی نن می روژه ډیره لنډه سوه ! دا غل اړونده روژیاتیً په دې ګروهه کوی چی روژه ګواکی یو جبر او زحمت دی او ژر ژر باید لنډه او تیره سی . نو دا غل عبادت غلا کوی .
هو ، پورتني ټول هغه ظالم او بې رحمه غله دي چی په روژه کی د یو مسلمان د لمونځونو ، روژو ، صدقو ، نفلونو ، طاعتونو او عبادتونو په غلا کولو سره د اړونده انسان ټولی نیکۍ وړی او پر میدان یې تش لاس پریږدی . یعنی په ظاهره به یې روژه وی ، لمونځونه به کوي ، تراویح به کوي ، تلاوت او ذکرونه به کوي ، صدقه او کومک به کوي….. خو دا ټولی یا څه برخه نیکۍ به بل ترې وړی .
نو د ژغورنی ښه چاره یې دا ده چی د پورتنیو ټولو غلو څخه خپله روژه وساتو او هغوی پرې نږدو چی زموږ د روژې پاک هدفونه او مقصدونه راڅخه غلا کړی .
که له همدې پیل څخه هوډمن ، غوڅ او قاطع اوسو نو ټوله میاشت به انشاالله تسکین او تضمین یو . امتحان شرط دی !
عزتمنو لوستونکو!
دنښترویبلاګ اداره له محترم ډاکترصاحب څخه یو ځل بیامننه کوي، چې سږکال بیا موږاوتاسې ټول پخپلو خوږو خوږو تحفو نازوي الله ج دې یې عوضونه، اوږد عمر له خوښي او سلامتي سره ورپه برخه کړي.
ستاسو پاملرنه دا لاندني ګټور مطلب ته راړوم:

روژه بدن ته کومې روغتیايي ګټې رسوي؟
د نړۍ ټول مسلمانان به د رمضان په میاشت کې پوره میاشت روژه وي چې په هر هیواد کې د ورځې اوږدوالی له بل سره توپیر لري او تقریبا په ټولو اسیايي هیوادونو کې ورځې له ۱۵ ساعتونو څخه اوږدې دي.
خو ایا په دې پوهیږئ چې روژه بدن ته کومې روغتیايي ګټې رسوي؟
د دغې پوښتنې ځواب د انګلستان اکسفورډ پوهنتون روغتیايي کارپوه ډاکټر رازین معروف ورکړی. د نوموړی په وینا که چیرې مسلمانان په سمې طریقې سره خپل بدن او ذهن روژې لپاره برابر کړي نو روژه د انسان له ګومان څخه څو چنده زیاتې روغتیايي ګټې لري.
د ډاکټر رازین په وینا هغو کسانو لپاره چې غواړي اضافي وزن کم کړی تر ټولو زرین چانس دی او له دې سربیره روژه د انسان بدن ډیر زیات مضبوط او پیاوړی کوي.
د نوموړی په وینا که چیرې انسان غواړي له دغې میاشتې څخه پوره روغتیايي ګټه پورته کړي نو په پیشلمي او افطاري کې باید ځینې ګټور خواړه انتخاب کړي.
د نوموړی په وینا له دې امله چې مسلمانان د لمر ختو څخه تر لویدو پورې هیڅ ډول خوراک او څښاک نه کوي نو بدن د انرژي لاسته راوړلو لپاره د بدن اضافي وازدې اوبه کوي او په دې ډول د انسان اضافي وزن کمیږي.
په همدې ډول د بدن مختلفې عضلې پیاوړي کیږي، د مضر کولیسټرول اندازه کمیږي او ګټورو خوړو استعمال سره انسان کولی شي د شکر او وینې فشار د ناروغیو مخه ونیسي.
د رمضان د پیل په څو ورځو کې بدن ځان د خوړو نوی مهالویش سره برابروي چې له امله يي په وینه کې اینډروفینز نومې کیمیاوي موادو اندازه زیاتیږي چې روژه لروونکو ته د خوښۍ او غوره ذهني حالت احساس ورکوي.
ډاکټر رازین معروف مشوره ورکړې چې په روژه کې له سرو شوو خوړو څخه باید ځان وژغورل شي او د دې پر ځای په پیشلمي او افطاري کې شیدې او د خرما څخه جوړ شوي مشروبات وکارول شي کوم چې بدن ته د اړتیا وړ انرژي ورکولو وړتیا لري.
همداراز باید هڅه وشي چې له افطاري څخه وروسته تر پیشلمي پورې څومره چې امکان لري اوبه وڅښل شي. دغه کار بدن د اوبو له لږوالي او له اندازې څخه زیات خواړه خوړولو څخه په ژغورلو کې مرسته کوي.