د غرمې خوب ذهن او صحت ته ډېر ګټور دی
ايا تاسې د غرمې د خوب عادت لرئ، که لرئ يې نو بختور يئ او که د غرمې خوب نه کوئ، نو کېدای شي په خپل ژوند کې له ګڼو طبي ګواښونو سره مخ شئ.
نوې طبي څېړنې وايي، چې هره ورځ د غرمې پر مهال له پنځلس دقيقو تر نيم ساعت خوب د ذهني بيدارۍ، د حافظې قوت، د دماغو فعاليت زياتولو تر څنګ د انسان طبيعت خوش او خندان ساتي.
څېړنه کې ويل شوي، چې د غرمې لږ خوب د انسان پر دماغو پام وړ مثبت اغېز لري.
د څېړنې له مخې د غرمې خوب يا قيلوله د ذهن لپاره له دې امله ګټور وي، چې دغه خوب د ذهن د ارامتيا او تسکين درمل بلل کيږي.
د ډاکټرانو په وينا که څوک د غرمې خوب يا قيلوله خپل عادت وګرځوي، نو دې سره به يې ذهن ډېر قوي او غښتلی وي، کولای شي، چې معلومات په سمه او اسانه توګه حفظ کړي او حافظه به يې تر ډېره قوي وي.
دلته يوه خبره مهمه ده، هغه دا، چې د غرمې خوب يا قيلوله بايد له نيم ساعت زياته نه وي؛ ځکه که د غرمې خوب له نيم ساعت زيات شي، نو بيا يې د ګټې پر ځای زيان زيات دی.
طبي څېړونکي دا هم وايي، چې د غرمې خوب د ذهن تر څنګ بدن لپاره هم ډېر ګټور دی، په ځانګړې توګه د لوړ فشار او د زړه د حملې مخنيوي کې تر ډېره مرسته کولای شي.
دا څېړنه د اروپا د زړه د ناروغيو د څېړنې په اړه کلني کنفرانس کې وړاندې شوې ده.