له ریا پاکه صدقه
یوه بډای په یوه ښار کې ژوند کاوه، خو له هېچا سره يې یوه روپۍ مرسته نه کوله، اولاد يې هم نه درلود، یوازې يې له مېرمنې سره ژوند کاوه. په مقابل کې په هغه ښار کې يوقصاب و چې اړمنو ته يې غوښه وړیا ورکوله. ورځ په ورځ له بډای سړي نه د خلکو کرکه زیاتېده، خلکو چې هر څومره نصيحت ورته کاوه چې دا سرمایه چا ته ساتې؟ ده به ویل ستاسو اړتیا په ما پورې تړاو نه لري، ولاړ شئ له قصابه يې واخلئ. تر دې چې ناروغ شو، هېڅوک يې پوښتنې ته وره نه غلل. بالاخره په یوازیتوب کې مړ شو، بیا يې هم هېڅوک جنازې ته رانه غلل، مېرمنې يې يوازې خاورو ته وسپاره.
خو د هغې ورځې په سبا په ښار کې عجیبه پېښه وشوه، نوره قصاب خلکو ته غوښه وړیا ورنه کړه، لامل يې ترې وپوښتل شو. هغه وویل چا چې د غوښې پيسې راکولې تېره ورځ له دنیا ولاړ!!!