لیک نښې سمې و کاروئ

له همایون نایل څخه مننه
د لیک نښو د سیستم پېژند (تعریف): هغه بې غږه، منلی شوی، سمبولیک سیستم دی چې په لیک او لوست کې اسانتیا رامنځ ته کوي.
د لیک نښو په باب د بهرنیو لیکوالانو تر څنګ، افغان لیکوالانو هم خورا زیار ایستلی دی، تر دې چې په پښتو ژبه کې یې د یو سیستم په بڼه د لیک نښو سمبولونه ټاکلي دي. په پېژند کې مو د بې غږه، قرادادي او سمبولیکو ځانګړنو خبره وکړه، اړینه ده چې د ثبوت په بڼه یې په هر یوه ځانګړی پېژند وړاندې کړو.
د لیک نښو بې غږه ځانګړنه: د دې لپاره چې په ځانګړي ډول فونیمیک خاصیت نه لري، په لیکنه کې کارول کېږي، د یو توري په شان ځای نیسي او د لیک دود معیار پرې پلی کېږي؛ خو کوم غږ نه ور کوي. د همدې لپاره باید بې غږه نښه یا سمبول ورته وویل شي.
د لیک نښې قرار دادي ځانګړنه: په نړېواله کچه په یو ډول نښې دي چې باید د لیک نښو په نامه د یو ځانګړي سمبول په بڼه وکارول شي. په انګلسي ژبه کې ورته (Punctuation)، په دري کې (علامات)، په روسیي ژبه کې (زنکي پروه پیسانیا) او په پښتو کې ورته لیک نښې وايي، په لیکنه او لوستنه کې خورا ارزښت لري چې باید له پامه ونه غورځول شي.
د لیک نښې سمبولیکه ځانګړنه: د کلمو او جملو د مناسب والي او ځانګړوالي په موخه لنډه ټاکل شوې نښه سمبول ګڼل کېږي. د همدې لپاره سمبولیکه ځانګړنه در لودای شي.
د لیک نښې د مناسبې کارونې او نه کارونې ارزښت
د لیک نښو په ارزښت: په لیکنه کې د لیک نښو مناسبه کارونه د لیکنې نظم، وضاحت، هنریت، جزابیت، ښکلا او مناسبوالی پیدا کوي او د افاهم لپاره یې پیغام په سمه بڼه افاده کولای شي. لوستونکی د لیکنې اصلي موخه پیدا کوي او تر پایه یې ساتلی شي. لیکنه ورته په زړه پورې او نه ستړې کېدونکې وي. د لیکوال په لوړ مهارت قضاوت کوي او د نورو لیکونو لپاره یې په لېوالتیا سره انتظار باسي چې دا د هر لیکوال لپاره تر ټولو با ارزښته هیله ده.
د نا مناسبې او یا نه کارونې زیان: د یادو شو ارزښتونو پر خلاف به یوه لیکنه له نظم، وضاحت، هنریت، جزابیت ښکلا او د مناسبوالي له پیدا کېدو بې برخې وي؛ ورسره به د لیکوال موخه او پیغام رسونه ناکامه شي.
که لیکنه بې خونده او بې نظمه وي، لوستونکی ستړی کوي، نه یوازې دا چې لیکنه به ونه لولي؛ بلکې د لیکوال د نورو لیکنو له لوستو به زړه تورن شي. ممکن لیکنه تر پایه ولوستل شي؛ خو لوستونکی به ونه پوهېږي چې څه یې ولوستل او د څه لپاره یې ولوستل؟
په پښتو ژبه کې د لیک نښو سبولونه او کارونه:
ډېری لیکنې شته چې لیک نښې پکې لیدل کېږي؛ خو له بده بخته د کارونې په ټاکنه کې ترې تېروتنه شوي وي چې دا د لیکنې ارزښت خورا کموي او همداراز لیکوال د خپلو لیکنو په لوستونکو کې کمی احساسوي.
۱. چپه پېښ (،) Comma: په نورو ژبو کې کامه د واو په ډول لیکل کېږي؛ خو په پښتو ژبه کې د دې لپاره چې له واو سره یې توپیر وشي، د چپه پېښ په بڼه یې لیکو.
دې نښې (سمبول) ته بېلونکی هم وايي، د دې لپاره چې ساده جملې له یوې اوږدې جملې نه بېلې کړي کړې، د بېلېدونکې جملې په پای کې کارول کېږي.
همدا راز، کامه د یوې ټاکلې موخې په درلودلو سره د مختلفو وړو جمولو، د پیلېدونکې جملې او همدا راز د معترضه جملو له اصلي یا د جملې له نورو فقرو سره د بېلوالي او د کډېدونکو کلمو، د اعدادو د طبقه شمېرنېن د بېلوالي لپاره کارول کېږي.
لکه: پښتانه سره یو کېږي، ژوند په وحدت کې تېروي، یو بل ته ورور وايي او دښمن ته د یو ستر سپر په ډول څرګندېږي.
لکه: ژوند ښکلی دی، ژوند د ژوندانه خوند ته وايي او خوند هله پېدا کېږي چې له وجدان سره په تناسب کې ژوند غوره شي.
۲. نقطه (.): د بشپړې، (د مطلب د سرته رسوونکې جملې) په پای کې او د لنډیزونو ترمنځ کارول کېږي.
لکه: احمد، محمود، جمال او مجیب راته د زوکړې مبارکي راکړه.
لکه: م.م، د ا.ا.ج او داسې نور.
۳. سوالیه (؟): د پوښتنې په پای کې، د شک پر وخت او د نا معلوم شي پرځای کارول کېږي.
لکه: دا قلم ستا دی؟
لکه: د احمد عمر د محمود په پرتله لس که دوولس کاله دی؟
۴. ټکی کامه (؛): دا نښه د زیاتې وقفې لپاره او د هغو کلمو په پای کې راځي چې راتلونکې کلمه یې ټينګاري، تاکیدي او یا ډېره اړینه وي او یا د هغو دوو جملو ترمنځ او یا د هغو مرکبو جملو په منځ کې راځي چې یو له بله سره تړلې وي.
لکه: زما او ستا ترمنځ غماز وجود نه لري؛ خو مور او پلار اجازه نه را کوي.
لکه: اولس له ولسمشره خوابدی دی؛ ځکه چې په وعدو یې وفا ونه کړه.
لکه: که هر څومره مال او دولت ولرې؛ مرګ به ووینې.
۵. دوه سر په سر ټکي (:): د واضح او یا تحلیل کوونکې موضوع، موخو او یا نورو په پای کې کارول کېږي.
لکه: د کابل پوهنتون ځانګړتیاوې: کابل پوهنتون بېلابېلې پوهنځۍ لري، تاریخ شالید یې دومره او ....
لکه: هغه وویل: ((انسانیت څه په دولت نه دی))
۶. ندایه: د مخاطب ته په غږ کولو او امر کولو کې پکارېږي (د امر او یا په چا د غږ کونکو جملو په پای کې راوړل کېږي)
لکه: محترما! هلکه!
لکه: ته! چېرته وې؟
۷. کش (-): دا د نوم او ضمیر د پرلپسې تکرار او کله نا کله د یوې جملې د بېلولو لپاره کارول کېږي.
لکه: ما وویل: ته چېرته وې؟
هغې وویل: په اوبو پسې تللې وم.
- ډېر وارخطا وم، مال خدای مه کړه څه بده پېښه نه وي شوي.
نه داسې کوم څه نه و.
لکه: احمد یې په خبرو کې را ولوېد: جماله! ښه کار دې ونه کړ.
جمال زغم له لاسه ور کړی و: هو! ښه کار مې ونه کړ؛ خو زه په خپل کار ښه پوهېږم.
- ګوره! دا ډېر ګواښوونکی دی.
ما ته عقل مه را ښیه.
۸. کوچنی قوس (): دا د پام وړ شیانو، د نوې کلمې او مبهم مانا لرونکو کلمو د وضاحت لپاره په داسې ډول کارول کېږي چې وضاحت به د همدې دواړو قوسو نو په منځ کې وي.
لکه: د م.م (ملګرو ملتونو)
احمد (چې زما ورور دی) زنګ ورته وکړ
۹. ډبل واړه قوسونه (()): د دې قوسونو په منځ کې د چا د خولې خبرې (نقل قول)، د کاتب متن او یا د چا نظر راوړل کېږي.
لکه: ولسمشر وویل: ((هیڅ افغان له بل افغان نه برتر او هیڅ افغان له بل افغان نه کم تر نه دی))
۱۰. درې ټکي (...): د یو نوم او یا جلمې د نه څرګندېدو او یا هم د دوام د ښودلو لپاره کارول کېږي.
لکه: ماته د پاکستان ټول... خاینین ښکاري.
لکه: توریالی، بریالی، امجد اونور....
۱۱. دري ستوري ***: دا نښه د مقالې د برخو د ویشلو لپاره په کارېږي یا د معالوماتو د را ټولو پر وخت د بېلابیلو مقالو د را اخیستلو او توپیر کولو لپاره په کارېږي.
د لیک نښو د کار ځای په اړه دالاندې مالومات هم لوستلی شئ:
دلیک نښې نښانې
د لیک دود ، دښه والې په لړ کې ځینې اشارې ، علامې او نښې نښانې هم شته ،
چې په هره لیکنه کې دهغو خیال ساتل لازمې او ضروری دی ، بې نښو نښانو لیکنه
د لوستونکو د پاره ډیرې ګرانی پیښوی او په ځینو ځایو کی ترې سمه معنې هم نه
اخیستل کیږی . له دې کبله غواړو چې دغه نښانې په لنډ ډول بیان کړو ، ترڅو چې
دلیک دود لړۍ نیمګړې پاتې نشی .
1- ټکی ( . ) : دا نښه د پوره جملو په پای کی ایښودل کیږی او
د جملی تمام والی ښیی . لکه : له پروت زمری نه ګرځیده ګیدړښه دی .
(متل) نیک عمل د لاری مل دی . دی نښی ته ( تمکۍ) وایو.
2- چپه پیښ ( ، ) : دانښه د یوې لنډې وقفې د پاره پکاریږی ،
په یوه کلمه یا جمله کې چی سړی غواړی لږ غوندی ځنډ وکړی ،
نو دغه نښه راوړل کیږی .
مګر زیاته د کلمواو نیمګړو خبرو ترمنځ دعطف د پاره راځی.
لکه : زلمی ، توریالی،تورپیکۍ او ګل مکۍ په امتحان کې بریالی شول .
خوشحال خان خټک د پښتو یو لوی شاعر ،ستر ادیب او پوخ مفکر دی ،
دی نښې ته ( تړونۍ) وایو.
3- ټکی او چپه پیښ( ؛ ) : دانښه د زیاتې وقفې دپاره په کاریږی ،
مګر د کلمو تر منځ نه راځی ، بلکې د هغو مرکبو جملو په منځ کې
راوړل کیږی ، چی په معنی کې یو له بله تړلې وی .
لکه : له هغه علم څخه چې اخلاق وسره نه وی ؛ ناپوهی غوره ده . ( رسو)
دې نښې ته په پښتو کې ( ځنډ نښه ) وایو.
4- دوه ټکې ( : ) : دانښه د یوې کلمې یا یوې جملې دسپړنې
او څارنې علامه ده . یعنې د هغې کلمې او جملې په پای کې لیکل کیږی ،
چې وروسته ور پسې شرح او تفصیل راځی . دی نښې ته ( څرګندنۍ ) وایو ،
لکه : د ژوندانه د کامیابۍ ستنې دا دی : پوهه ،روغتیا،روزنه او اخلاق.
په پښتو کې ډیر لوی شساعران تیر شویدی . لکه : ښکارندوی ،
ریدی خان ، خوشحال خان او داسی نور.
5- ( ؟ ) دی نښې ته (تپوسنۍ) ویلای شو . دانښه د سوال او پوښتنی
په وخت کې راوړل کیږی ، یعنې د هر ډول پوښتنیځه (سوالیه ) جملو په پای کې راځې .
لکه : بې عمله علم څه په کار دی ؟
ددی معنی داسې ده چی ددی په باره کی باید یو بل نفر ځواب ورکړی .
لکه هغه وایې : هیڅ په کار ندې.
6- ( ! ) دې نښې ته خوځکۍ .یلای شو . لکه :
څنګه چی نورو ژبو کې ورته ( ندایه) وایې .
دانښه د غږ او ندا په وخت کې په کاریږی ، لکه : ای ځلمیه ! دلته راشه !
مګر په اصل کې د خبر دارۍ او تنبیه نښه ده او په دې وجه
د مخاطب امر په اخر کې هم راځې . لکه : وروڼو ملاتړ وتړئ
! د هیواد ناموس وساتئ !
دغه نښه د تعجب ، شاباش او افسوس په ځای کې هم راوړل کیږی ،
یعنې په هر ځای کې چې خبرداری او تنبیه موخه (غرض) وی ،
هلته ورځنې کار اخیستل کیږی ، مګر د زیات تعجب او زیاتې خبردارۍ
په وخت کې دوه ځله بلکې دری ځله لیکل کیږی . لکه :
آفرین ! په دې توره اومیړانه !!
افسوس ! چې ډیر ښه وخت مې له لاسه و ووت .
اوه څومره ښکلې مرغۍ ده !!
کله چې پوښتنه او تنبیه دواړه مطلب وی ، نو د تپوس او تنبیه نښې
دواړه راځې .لکه: دخدای دپاره داڅه حال دی ؟!
7- ( - ) دی نښې ته ( بیلنۍ) وایلای شو .
لکه څنګه چې په نورو ژبو کی ورته (کش) وایی.
دا نښه د یو جملې د بیلونې د پاره لیکل کیږی .
په تیره په سوال او ځواب کې د هرې جملې په سر کې راځی
او سوال او ځواب سره بیلوی . لکه : زلمی وویل : توریالیه څه کوې ؟
- خت لیکم
- چاته؟
- خپل ورور ته.
دا نښه د دوو کلمو د بیلونې د پاره هم په داسې وخت کې راځی ،
چې هرې کلمې خپلواکې او ځانله والې مقصد وی . لکه: صرف ،
نحو ، بدیع ، بیان معانی او عروض دا ټول ژبنی علمونه دی.
8- ( = ) دوه غبرګ کشونه دی نښې ته ( سم سمۍ ) وایو.
دا نښه د دوو نومو خبرو د برابرۍ او مساوات ښودلو د پاره راځی .
لکه : 2+2=4
9- دوه کونټی ختونه ( ) دې نښې ته لندۍ وایو .
دا نښه د خاصو نومو، د توجه وړ شیانو او په منځ کې رالویدلو جملو
د ښودلو د پاره لیکل کیږی . لکه :
زه غواړم سبا ته له زمری سره ( چې زما یو ښه ملګری دی )
د کابل موزیم کې وګورم .
زما ورور ( ببرک) په خپل ټولګی کې لمړی لمبر زده کونکی دی.
10- دوه غبرګې لیندکۍ (( )) :
ددې نښې په منځ کې د بل چا خبره ، نظریه ، دیوکتاب عبارت
او یا د زیاتې توجه وړ نا آشنا کلمه راوړل کیږی . لکه سید جمال الدین وایی:
(( هر پرهیزګار عالم چی د شریعت په باره کې فکر وکړی ،
نو دا به ورته معلومه شی ، چی د ژوندانه پوهنې او
علمونه له دین سره هیڅ مخالفت نه لری)).
په دې ورځو کې د (( مود)) او (( متود )) کلمې ډیرې ګرادنیږی .
11- څوټکی ( .... ) نښه : کله چې یو لیکونکی
دو یو نوم او یا د یوې خبرې څرګندول نه غواړی ،
نو په ځای یې یو څو ټکی ږدی او ورځنې تیریږی.
لکه : ماته د پښتو .... ښه معلوم دی .
12- درې ستورې ( * ): دا نښې د یوې رسالې ، یا د یو مقالې ،
د یو برخې د تمامیدو او دبلې د پیل کیدو (شروع کیدو)
په منځ کې لیکل کیږی ، یعنې یو بحث له بل څخه بیلوی .
که چیرې یو نوم یا یو جمله په خاص ډول د پاملرنې وړ وی ،
نو لاندې ترې یوه اوږده کرښه راښکل کیږی . لکه :
زلمی لو توریالی زما کلک ملګری دی . ښاغلو ! دلته دریدل منع دی .
یادونه : د چاپ او کتاب د ښایست د پاره ځینې نورې نښانې هم شته ،
خو هغه زیاتې په چاپ خانو پورې اړه لری
او په لاسی لیک دود کې ورځنې کار نه اخیستل کیږی .
کله چې مضمون پای ته ورسیږی ( ختم شی )
او د پاڼې لاندې برخه څه قدر سپینه پاتې شی ، نو د رنګینۍ
د پاره لاندې باندې درې کرښې یا درې ستورې یا کومه بله
نښه لیکل کیږی او دا د هر چا په ځانله ذوق پورې اړه لری.
قلم مو خوځنده اوپاک اوسه
محمدامین بسمل