شمالي کوريا د اتومي وسلو د کارولو ګواښ وکړ

شمالي کوريا کې له تېرو درې لسيزو وروسته د واکمن ګوند رسمي غونډه روانه ده او د دغه هېواد واکمن او د ګوند لارښو کېم جونګ په دې ټينګار کوي، چې سويلي کوريا سره د روغې جوړې او خبرو لپاره اوسنی وخت تر ټولو اړين دی.
له ١٩٨٠ميلادي راهيسې د لومړي ځل لپاره د کېم جونګ د ملاتړ او مليتا لپاره تر ټولو زيات د ګوند غړي او کارګران راټول شوي او غواړي، چې د هېواد راتلونکي لپاره ځانګړې پرېکړه وکړي.
د شمالي کوريا رسنيو د چارواکو له قوله وايي، دوی به تر خپل توانه هڅه وکړي، چې د اتومي وسلو د خپرېدو مخنيوی وکړي او هڅه کوي، چې دغه وسلې ونه کاروي.
«د اتومي ځواک لرونکي هېواد په توګه موږ هڅه کوو، چې اتومي وسلې ونه کاروو، مګر که زموږ هېواد ته کوم ګواښ متوجه شي، يا اتومي وسلې لرونکي هېوادونه پر موږ بريد کوي، شمالي کوريا به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.»
د کېم جونګ په وينا د دوی هېواد هڅه کوي، چې خپلو پخوانيو دښمنانو سره خپلې اړيکې سمې کړي او تېرې ترخې شېبې هېرې کړي.
د شمالي کوريا د چارو شنونکي وايي، چې کېم جونګ «مبهمې» څرګندونې د دې لپاره کوي، چې په نړۍ کې خپل باور پيدا کړي او داسې هڅې کوي، چې «نوې اتومي ازموينې وکړي.»
له ډېر وخت وروسته شمالي کوريا بهرنيو ژورنالېستانو ته محدوده اجازه ورکړې، مګر ولسي خلکو سره د ليدو او خبرو اجازه نه لري.
کېم جونګ ۲۰۱۱م کې د خپل پلار کېم جونګ ال کې له مرګ وروسته د شمالي کوريا مشر وټاکل شو. د کېم جونګ پلار د خپلې واکمنۍ پر مهال د کانګريس غونډه نه وه رابللې.
د کانګريس په دې غونډه کې به په کابينه کې بدلون راځي، د کانګريس نوي غړي به ټاکل کيږي، د واکمن ګوند وفادار غړي به د حکومت پر مهمو څوکيو ټاکل کيږي.