په پروان کې د شاوخوا ۲۰۰ تنو د نیونې انګېزه قومي بلل کېږي
ویل شوي چې دا کسان په دې جرم نیول شوي چې پښتو یې ویله.
د پروان ولایتي چارواکو ادعا کړې چې نیول شوي کسان طالبان دي او غوښتل یې چې په تش لاس د هیواد شمال ته لاړ شي او د شمال امنیتي وضعیت ګډوډ کړي.
خو هیڅ حکومتي سرچینې بې له دې چې ووايي چې د نیول شویو کسانو په جېبونو کې یې لږ پیسې موندلي، بله کومه پلمه د هغو د نیولو لپاره نه ده موندلې.
ځینو امنیتي چارواکو د نیول شویو کسانو ژبه د هغوی د پاکستاني توب نښه بللې ده.
ویل شوي چې د شمال ځیني متعصبې کړۍ هر څوک چې په پښتو خبرې کوي پاکستانی معرفي کوي.
د شمال د پخوانۍ ټلوالې یوه غړي خلیل الله کامراني په خپله فېسبوکپاڼه کې ویلي چې د دغو کسانو نیونې ثابته کړه چې پښتانه ترهګر دي ځکه چې ټول نیول شوي کسان په پښتو خبرې کوي.
د ټلوالي دغه غړي همداراز ارګ د طالبانو په وړاندې په نرمښت تورن کړی دی.
په خپرو شویو عکسونو کې نیول شوي کسان عادي خلک ښکاري او حتي د هغوی په منځ کې ماشومان هم لیدل کېږي.