د هلمند يورانيم د امريکايي لويو الوتکو په واسطه قاچاق کیږي

ځينو رسنيو داسې رېپوټونه پخوا هم  خپاره کړي وو، چې د هلمند ولايت يورانيم د امريکايانو او انګريزانو لخوا وړل کيدل.

د يوه تازه رېپوټ له مخې، د هلمند ولايت يوې وکيلې نسيمې نيازې رسنيو ته ويلي، چې د يورانيمو کان د خانشين په ولسوالۍ کې دی، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی او په ګاونډيتوب کې یې د ګرمسير ولسوالي ده، چې د امريکايانو اډه او هوايي ډګر په کې دي او شپه ورځ دغه ولسوالۍ ته لويې الوتکې الوتنې کوي.

نوموړې زياته کړې، چې د دغه ولايت استازي په يوه تیاره کې دي.

نيازۍ زياته کړې، چې د دولت او بهرنيانو سره مو د يوارنيوم د استخراج مساله مطرح کړې خو دوی وايي، چې استخراج آسانه کار ندی او هر څوک يې نشي کولی، په داسې حال کې چې د يورانيومو د کان ځای ته يوازې امريکايان تګ او راتګ کولی شي.

د ولايتي شورا يو غړي عطا الله افغان هم ورته څرګندونې کړي او وايي، چې د يورانيمو د کان په سيمه کې د انګريزانو او امريکايو اډې دي.

عطاالله افغان زياتوي، چې بهرنيانو په ياده سيمه کې په خپل سر اډه جوړه کړې او هيچا ته دا پته نه لګيږي، چې دوی هلته په کومو چارو لګیا دي. د ده په وينا، د هلمند د کانو رياست ته هم په سيمه کې د پلټنو اجازه نشته.

د يادونې ده، چې پخوا داسې رېپوټونه هم خپاره شوي، چې په هلمند کې د همدغه يورانيم د کان پر سر باندې د امريکايانو او انګريزانو تر منځ څو ځله شخړې هم شوې، چې بيا به څه ډول موافقې ته رسيدلي وي، مالومه نده.