پکه دا دې لا بله سپکه
دجان کيري د غلامانو په لري او کلمو سره جنګ دی٠
دالاندې له شرمه ډک خبر له تاند څخه خپور شوی

Ghazni Demo

خبریال: امین (غزني) په غزني کې نن /چهارشنبه/ د نوي ګومارل شوي ښاروال په ملاتړ کې پراخ لاریون وشو.

لاریونوالو د نوي ښاروال د کار په وړاندې د پخواني ښاروال او زورواکانو خنډ رامنځته کول وغندل او له هغه یې غوښتنه وکړه چې د غزني قانوني ښاروال ته ښاروالي پرېږدي.

سره له دې چې د ولسمشر په فرمان غزني ته نوی ښاروال ټاکل شوی، پخواني ښاروال فریدون احمدي په زوره د ښاروالۍ دفتر قبضه کړی او ادعا لري چې څوک یې لېري کولی نه شي.

لاریونوالو، چې شمېر یې زرګونو کسانو ته رسېده، په خپلو شعارونو کې ویل چې دوی د نوي ښاروال انجينر نصير ليلزي ملاتړ کوي.

 مظاهره چیانو ویل چې د انجنیر لیلزي له ټاکل کېدو وروسته پخواني ښاروال د ښاروالي په رياست بريد وکړ او هغه یې غضب کړ. ویل کېږي چې نوی ښاروال د ولايت په مقام کي دنده پر مخ وړي ـ

د دې قضیې پر سر په غزني ښار کې له تېرو څو ورځو راهیسي حالات ترینګلي دي او اکثره دوکانونه بند دي.