د مور مينه او د بچيانو جفا!
ژباړه او زیاتونه: حمدالله حلمیار
د ښار د څنډې په یوه رسټورانټ کې له ملګرو سره ناست وم، له ډوډۍ خوړلو وروسته مې یوې عمرخوړلې ښځې ته ورپام شو چې زموږ د خوراک له میز څخه یې د خوراک پاتې شوني ورټول او بیا پر ځمکه ورته کښیناسته تر څو ویې خوري… زه ورپاڅېدم او ورڅخه ومې پوښتل:
ادې ولې دلته ناسته یې؟
څوک درسره نشته چي ډوډۍ درته راوغواړي؟
په ترخه موسکا یې ځواب راکړ:
زوی مې سهار دلته راوستم؛ ویل په ښار کې په څه کار پسې ځم ته دلته انتظار شه…
دادی اوس نژدې نیمه شپه شوه خو د زویک مې لا درک نشته ډېره مې ورته اندیښنه ده خدای مکړه څه ورباندي شوي نه وي!!
ما د ریسټورانټ کارکونکي ته د ګرم او تازه خوراک د راوړلو وویل او حساب مې هم ورکړ… ښځه چې یخني لړزوله په دواړو لاسو ډوډۍ وخوړه… ورته ومې ویل که دې د زوی نمبر لرې چې حال یې درته واخلم… جیب ته یې لاس کړ او یو کاغذ یې را ونیو…! کاغذ چې مې ولوست نو د بدن ویښتان مې شخ پخ شول…!!!
زوی یې پر کاغذ لیکلي وو:
که هرچا دا بوډۍ وموندله نو د مهرباني له مخې دې څېرمه مرستون ته ورسوي…!
ژر مې کاغذ قات او زړې ښځې ته مې ورکړ.
ما ورته وویل:
ادې راځه زه به دې کورته ورسوم…!
ویل نه زه همدلته انتظار کوم… زوی مې ضرور راځي…
یخني اخیستې وه خپل جاکیټ مې ورپرېښود… ریښتیا مې هم ورته نشوای ویلای…غمجن ورنه روان شوم.
د شپې تر ناوخته خوب رانغی، راپاڅېدم ما ویل درځه وګورم که چیرته یې زوی ورپسې راغلی وي او بیولې یې وي نو لږ به مې وجدان ارام شي…
موټر کې د رسټوارنټ په لور روان شوم، چې د رسټورانټ مخې ته ورسېدم ګڼه ګوڼه مې ولیده، د امبولانس اشارو مې زړه نور هم وچاود… چې نژدې ورغلم ومې لیدل چې هغه بیچاره مور وفات شوې ده زما پوخ یقین شو چې یخني به وژلې وي…
ډاکټر ویل مړی لا وارثه دی خو داسي ښکاري چې د ژورې اندیښنې له امله یې پشا ر پورته شوی او د مرګ لامل یې ګرځیدلی…
دمور ترپښو لاندې جنت دی
https://www.youtube.com/watch?v=vINsnFLvGSo
https://www.youtube.com/watch?v=e9-lgGRQh5I