د پابلو انځور د امریکایانو له پاره تاریخي پېغور

حامد افغان
دې انځور ته ښه ځیر شئ، ویل کیږي د امریکا په تاریخ کې دا انځور د امریکایانو د پوزي ستر عار او دروند پېغور بلل کیږي. دا د کولمبو هیواد د یوه تاجر انځور دی، او پابلو اسکوبر (Pablo Emilio Escobar Gaviria) نومیږي. دی د کولمبو په ریونجرو سیمه کې په (1 ديسمبر، 1949) کې زیږیدلی او د کولمبو په میډلین کې په (2 ديسمبر 1993)، کې مړ شوی دی. علیه لعنة الله و غضبه.
پابلو په نړۍ کې د نشیي توګو مشهور او سخت خطرناک تاجر بلل کیږي، هغه د خپل تجارت په موده کې خورا زیات قتلونه کړي او د خپل کاروبار په لاره کې یې چې هرڅوک خنډ لیدلی هغه یې وژلی دی، د بيلګي په توګه د کولمبو ولسمشري ته دری کاندیدان یې وژلي دي، د کولمبو مرستيال ولسمشر یې وژلی دی، په کولمبو کې یې 200 قاضیان وژلي دي، تر 1000 یې زیات د پولیسو مشران وژلي او ګڼ شمیر خبریالان او ژورنالیستان یې هم وژلي دي.
پابلو پخپل وخت کې د نړۍ اووم نمبر شتمن شمیرل شوی و، د ده د مافیا ډلې اونیزه ګټه 420 ملیونه ډالر وه، د نړۍ مختلفو برخو ته 80% کې نشیي توکې د ده ډلې رسول. یواځې د امریکا متحده ایالاتو ته به یې هره ورځ 15 ټنه نشيي توکې پټ تیرول. د ده د شتمنیو په اړه ځیني داسې کیسې هم شته چې بیخي خرافاتي ښکاري.
خبره مې د پابلو په انځور رانښلولې وه، ځکه د انځور موقعیت خورا مهم دی، او دا چې دا انځور د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې د امریکایانو د پوزي ستر عار او دروند پېغور بلل کیږي ځکه د امریکا د هغه وخت حکومت پابلو د نړۍ ستر مجرم اعلان کړ او عدالت ته د حاضرولو امر یې وکړ، خو په کال 1980م کې د امریکا له دې اعلان سره سم پابلو د نر غوندې واشنګټن ته ولاړ او د سپینې ماڼۍ مخته یې دا انځور وايست، له هغه وروسته خپل هیواد کولمبو ته ولاړ او په ورځپاڼو کې یې دا انځور خپور کړ. نو ځکه دا انځور د امریکا په تاریخ کې د امریکایانو له پاره پېغور ګرځيدلي دی.