مزدورحکومت له اطرافه د امنیتي اجیروپوستو د راټولولو امرکړی له مرکزي ولایتونو پرته د ځينو ولایتونو والیانو ته امر شوی چې له اطرافه د طالبانو له جګړې امنیتي ځواکونه را ټول او مرکزونو کې خوندي ځايونه جوړ کړي. د پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو چارواکي وايي چې د امنیتي پرسونلو د کمښت له امله مرکزي حکومت ورته امر کړی چې له ولسوالیو او کلیو پوستې راټولې او مرکزونو کې منتظرې قطعې ترې جوړې کړي. په يادو سیمو کې چې طالبانو د ولایتونو تر مرکزونو رسېدلي په اطراف کې حکومت خپل واک له لاسه ورکړی، خو څه ورپاتې واک هم مرکزونو ته لېږدول کېږي. د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې له ځينو سیمو نه شاته راتګ د بل بريد لپاره تیاری دی. دولت وزيري وايي چې دم ګړۍ افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې قرار لري، خو کله چې يې له ولسوالیو پوستې راټولې او مرکز کې دمه جوړه کړي د ده په خبره بیا تهاجمي بريدونه ترسره کوي. د پوځي چارو شنونکي د حکومت دا ګام د طالبانو د ټینګښت وسیله بولي او په وينا يې ښايي په مرکزونو کې بیا طالبان امنیتي ځواکونو ته دومره موقع ورنه کړي چې د تهاجمي بريد وس ولري. ياده دې وي د کورنیو پوځي شنونکو په څنګ کې ګڼ بهرني پوځي کارپوهان هم روان میلادي کال د دولتي امنیتي ځواکونو لپاره له اور سره لوبې بولي.