محرم سند:

د افغانستان اخوانیانو د ظاهر شاه له مهاله له امریکا سره اړیکې لرلې.

منهاج الدین ګهیځ، چې دګهیځ جریدې چلوونکې او مسوول مدیر و، دارواښاد ظاهر شاه دواکمنۍ پرمهال ترور شو. ګهیځ د (جوانان مسلمان) له ډلې سره ټینګې اړیکې درلودې.

 لاسوندونه داسې ښيي، چې په افغانستان کې داخوان المسملین رهبران او بانډونه  له روسانو سره دجګړې پرمهال دامریکا او CIA پښو ته لویدلي وو.

په کابل کې دامریکا سفارت لاسوندونه، چې اوس ترې محرمیت پورته شوی دی، سند داخوان المسلمین له مشرانو څخه دمنهاج الدين  نوم يادوي، چې په ۱۹۷۲ ز کې دپاچا ظاهر شاه دواکمنۍ پرمهال په کابل کې دامریکا له سفارت سره اړیکې نیولې دي او د( کمونیزم پر ضد دګډو هڅو) په نوم یې ترې مالي مرسته غوښتې ده.

په دې څلور مخیز سند کې دمنهاج الدین ګهیځ سره دلیدنو خبره شوې ده، چې د۱۳۵۰ لمریز دجوزا په ۲۳ شوې دي او دامریکا سفارت بیا بهرنیو چارو وزارت ته استولې دي.

په سند کې دڅو لیدنو سربېره دمنهاج الدین ژوند ته هم لنډه کتنه شوې ده او نوموړی یې د جوانان مسلمانان له  مخکښو څخه ښودلی دی، چې په غونډو او لاریونو کې خبرې کوي او څو ځلې زنداني شوې هم دی.

دسند په یوه برخه کې راغلي دي:

وروسته له دې، چې نوموړي دکمونیستانو پر ضد دخپلې ډلې دفعالیتونو په اړه مفصلې خبرې وکړې، وروسته یې خپله خبره یاده کړه: زموږ ډله دکمونیستانو او شوروي پر ضد دپاموړ  فعالیتونه ترسره کوي، ایا متحده ایالات کولای شي، له موږ سره دیوې چاپخونې دلګښت په برخه کې مرسته وکړي، یا پ دې اړه فکر وکړي...  نوموړی بیا داسې نتیجه ګیري وکړه:

متحده ایالات باید زموږ له ډلې سره مرسته وکړي، ځکه رښتیني مسلمانان او امریکایان دواړه  له داسې یوې ایډلوژۍ سره مخ دي، چې زموږ  دژوند  له بڼې سره ضد دي او موږ  دواړه ګډې موخې لرو. منهاج الدین زیاتوي:

ډله یې پوره لګښت نه لري، چې ورځپاڼه پرې وچلوي، موږ اوس اړ یو، چې په ډېر کم شمېر  ورځپاڼه ټایپ کړو او میموګراف څخه ګټه پورته کوو. ندای حق اونیزه کیدای شي  په ورته برخه کې لیکنې خپرې کړې خو په هیڅ صورت  زموږ لپاره د ډاډ وړ متحد نه ګڼل کیږي.

منهاج الدین ګهیځ دامریکایانو د مرستې دجلب لپاره دجوانان مسلمانان له ترهګریزو فعالیتونو څخه هم پرده پورته کړې ده او دا یې ویلي دي، چې زموږ ډلې دلغمان په مهترلان کې څلور ګیڼ اړخه وژلي دي، چې وروسته بیا زموږ  څو غړي دحکومت لخوا نیول شوي هم دي.

دنښترویبلاګ یادښت:


درنو لوستونکو!


کوم چا د ګورباچوف په نوم دا لاندې تبصره رالېږلې، چې لمړی خو فکر کوو ګورباچوف نامي پښتانه نه دي او دوهم دا منفور نوم د نړۍ مظلومانوته دنفرت وړ ځکه دی،چې دا ننی خونړی حالت د همدې بدمخي ګورباچوف له لاسـه، چې ښځه یې یهودۍ وه رامینځ ته شو.
دریم دا، چې دا پورتنی مطلب موږته رالېږل شوی لکه ددې ښاغلي ګورباچوف تبصره چې په لاندې ډول خپره شوه همداسې دهررالېږونکي مطالب خپرووالبته موږقاضیان هم نه یو، چې له رالېږونکوڅخه ثبوت اومدارک وغواړو.

هیله ده له نښتر څخه خوابدي نه شئ خو بل ځل چې د روسانو په نوم څه را ونه لېږئ.


مننه

ګرانه ملګریه ! ستا مالومات ډېر کمزوري دي . د منهاج الدین په اړه مالومات نه لرې ، هغه یو مسلمان ژور نالېست ؤ ، د افغان سید جمال الدین او د اسلامي نړۍ د نورو اسلام پالو لاره یې په خپلو لیکنو ، تبصرو او سر مقالو کې تعقیبوله . د جوانان مسلمان د تحریک د مسلمانو ځوانانو مقالې یې هم په خپله جریده کې نشرولې . خو دجوانان مسلمان مشر او رسمي غړی نه ؤ .. هغه یوازې د روسانو د فرهنګي یرغل او سیاسي او پو ځي فعالیت دښمن او مخالف ؤ . له همدې امله یې د خپلې پرچمۍ لور په وا سطه په خپل کور کې د هغه پلان له مخې شهید کړ چې د روسیې په سفارت کې ور ته طرح شوی ؤ . انا لله و انا الیه راجعون روح یې دې ښاد او یاد یې دې تل وي . مرګ د لېنېنېزم او کمونېزم په پوچه معما ډوله سفسطه ، زنده باد اسلام