په وینه کې د شکر کنترولولو لپاره نوی ګرافن پلاستر

دغه شفاف او روښان ګرافن "پلستر"، چې تاسې یې په پورتني انځور کې یې وینی کومه د موډ او خال وهلو اله نه، بلکه یو نوی نوخت دی، چې د شکر ناروغانو لپاره ډیر مهم رول لري، هغه دا چې دغه پلاستر په اتومات ډول د ناروغ په وینه کې د شکر څارنه کوي، د شکر په لوړیدو سره د غوښتنې سمه اندازه ديابيتک درمل وینې ته افرازوي.

د دغې پلاستر لومړی نمونه د سیول ملي پوهنتون تکړه کارپوه ښاغلي تيک-هيون کیم او ورسره مل ډلې جوړه کړې ده. دغه پلاستر په خپل ځان کې داسې اخذې(sensors) لري، چې په اتومات ډول د انسان بدن د تودوخې درجه او همدا ډول د خولو کیمیاوي خواص څیړي، د هغې نه وروسته ټول راټول شوي مالومات په سمارتفون کې یوه پروګرام(اپلیکیشن) ته استوي. کله چې دغه اپلیکیشن د ناروغ د خولو کیمیاوي خواص وڅیړي او څرګنده شي، چې ناروغ د شکر درملو ته اړتیا لري، نو په پلاستر امر کوي، چې وینې ته د شکر درمل(metformin) افراز کړي. په پای کې د یادونې وړ ده، چې دغه پلاستر تراوسه یواځې د هغه ناروغانو لپاره کارول کیدای شي، چې دویم ډول شکر ناروغي ولري.