د تهجد لمونځ
د تهجد مانا دخوب ماتول اوپاڅيدل دي.
له فرض لمانځه وروســــــــــــــته ترټولو غوره لمونځ دشپې [ دتهجد] لمونځ دی .
په حديث شريف کې راغلی،چې دشپې په وروستۍ برخه کې دوه رکعته لمونځ له دا ټولی دنيا بهتر دی که چېرې ماته د امت دمشقت او تکليف ويره نه وای نو په امت به مې فرض کړی وای.
( دشپی په ورستۍ برخه کې الله ج له اسمانه ځمکې ته نزول فرمايي او وايی شته څوک، چې ماته فرياد او آواز وکړي او زه يې واورم ،له مانه څه وغواړي او زه يې ورکړم ،له مانه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي او زه ورته بخښنه وکړم؟
(بخاری )حضرت ابوامامه رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :
تاسو ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودرېږئ ځكه چې له ستاسو نه مخکې تېرو شويو نېكو وګړو عادت همدا و، دا ستاسو رب ته تاسو نږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ځینې ساتي مو( ترمذى )
دتهجد د لمانځه وخت د ماخستن له لمانځه ورسته تر رښتيني سبا پورې کيږي خو غوره وخت يې د شپې آخېره برخه ده .
د تهجد دلمونځ ترټولو كم مقدار ۲ متوسط يې۴ او زيات يې ۸ يا ۱۲ ركعتونه دي.
تحية الوضو او تحية المسجد :
د اودس کولو ورسته چې فوراً دوه رکعته نفل لمونځ وشي دا ډير ثواب لري دغه نفلو لمونځ ته تحية الوضو وايي په حديث شريف کې ددې ډير فضيلت راغلی دی.
همدارنګه جومات (مسجد) ته د داخلېدو سره سم دوه رکعته نفلو کولو کې هم ډير ثواب دی دغه لمونځ ته تحية المسجد وايي .
خدایا! هغه کسان چی مونږ سره په دی معالوماتو شریکولو کی برخه اخلی ته یی د دوزخ اسرو لمبو څخه وساتی.
یا الله ! ته یی جنتی کړی.
امین ثم امین