دیوسند په پلمه څه نورې. . .

Khad papir hos Hamed gol
اسناد خاد در دست جنرال حمیدگل
په دې نږدې ورځو کې له جمعیت اسلامي او نظار شورا سره دجنرال حمید ګل داړیکو او داچې هغه ته ېې دتیرې واکمنۍ دامنیت دولتي داسنادو دڅیړنې اجازه ورکړې وه یو سند دفیسبوک او نورو رسنیو پر مخ راغی.داسې ښکاري چې زمو خلک له پردو سره دپټو اوښکاره ملي ضد اړیکو په هکله ډیر حساس دي او سخته تنده لري چې ډیر پټ اسناد را وسپړل شي اونه یواځې دا غوښتنه ېې تر سره شي چې وايي « تا سیا ه روی شود هرکه در اوغش باشد» بلکې له همدې لارې روان او راتلونکي نسلونه خپل دښمنان او له پردو سره دملي ګټو معامله ګر وپيژني او خپله را تلونکې ورنه وژغوري.زموږ دخلکو او اولسونو دغې تندې زه دې ته وهڅولم چې دهمدې سند په پلمه ځینې خپلې لیدنې ، اوریدنې او لوستنې هم له لوستونکو سره ګډې کړم. لومړی باید ووایم چې دغه سند چې دملي پیوستون له لوري تر لاسه او خپور شویدی ، وروسته دهیواد ډیر تکړه څیړونکي  سید عبدالقدوس سید په خپله ویبپاڼه (بهارستان اندیشه یا ستایشګر روشنګری ) اوهمدا شان دفیسبوک پرمخ لوستونکو ته وړاندې کړی و چې وروسته داستقلال په ویبپاڼه او داستقلال په نوم دفیسبوک پرمخ خپور شو.یواځې داستقلال له ویبپاڼې او فیسبوک پاڼې څخه په دوو درې ورځو کې په لسګونو وطنوالو دغه سند لایک او بیا خپور کړ.په همدې خاطر په خپاره شوي سند خبرې اړینې نه بریښي . له ځایه هم زمو ږجګړوځپلي  او پردیو معاملو زورولي خلک له ویلو پرته هم پوهیږي چې دزماني توروفتنو پردې هیواد څه را وستي او په څومره بیشرمۍ دتاریخ دې خونړي ناورین ته نور هم عمر وربښي. هغه څه چې دلته لولی ډیر ېې زما دخپلو سترګو لیدلي حالات او هغه اوریدنې دي چې دخلکو په ژبو ګرځیدلې .
امریکایی لیکوالې ریاتلی ستیوارت یو وخت لیکلي وو چې دافغانستان ریښتینی تاریخ یواځې دخلکو په سینو کې موندلی شی نه په  پاڼو او اسنادو کې. هو ! دوطن ګوند د واکمني په را لویدو سره په پاکستان کې دنواز شریف او جنرال حمید ګل تر مشري لاندې جوړه شوې تنظیمي واکمني کابل ته را ولیږل شوه. دغې په سپینو جامو کې نغښتې له ترږمیو راوتې پنجابې زړې ناوې چې په پنجابي ډولیو کې کابل ته را ورسول شوه له همغه پیله  بې شمیره زاړه میړونه درلودل. په همدې وجه یواځې دکابل نه بلکې دټول هیواد برخلیک نورهرچاته دلید وړ و. ددې تورې زړې پنجابي ناوي «تخت ټولونه » لانه وه تیره چې نواز شریف په دې تمه کابل ته را ورسید چې په عید ګاه مسجد کې به دخپل بري دشکرانې لمونځ اداکوي. عجیبه خو داوه چې نواز شریف لا کابل ته نه و را رسیدلی چې دسرچوک خبرونو هرڅه تر لاسه کړي وو.حالات داسې و چې له پنجابي واکمن سره دا توان نه وچې دالله در بار ته خپله شیطاني سجده دافغانستان داستقلال داعلانولو په نامتو جامع جومات یعنې په عید ګاه کې کیږدي. ښايي دصبغت الله مجددي یا برهان الدین رباني په امامت ېې دغه «عبادت !؟» په ارګ کې تر سره کړی وي.دتنظیمي واکمني په همغو لومړیو ورځو کې دډیرو کابلیانو په ژبو داخبره خپره وه چې صبغت الله مجددي ډیر ژر له « واکه» لرې کیږي اود برهان الدین رباني او مسعود کړۍ پاکستان ته داعتماد پخې نښې ګرځي.له ډیرو خلکو سره دا باور موجود وچې صبغت الله مجددې له څو پلوه پاکستان ته نور داعتماد وړ نه دی:
    لومړی – صبغت الله مجددي له ټول مداریتوب اوفتنه توب سره سره په جهادي تنظیمونو کې څه منځپالی ګڼل کیده.
دویم – جناب حضرت مجددي په ژبه او عمل کې یو ډیر نا کاره او نا کراره هردم خیاله انسان و. نه دپنجاب اوږدو موخو ته اونه هم دامریکا او غرب ستراتیژیوته جوړ بریښیده.
دریم – دصبغت الله مجددي اصل ونصب خو له پنجابه پټ نه و خو دپيرۍ او مریدۍ دستر خوان ېې ډیر په پښتنو سیمو کې غوړیدلی و او په همدې وجه پنجاب دا ویره درلودله چې دغه دفتنو پیژندل شوې مورینه یو وخت له پنجابه مخ اړولو ته اړ نشي.
څلورم- په پنجاب ، لاهوراو پیښور کې دقدرت لپاره دصبغت الله مجددې له لیونتوبه ډکې هلې ځلې هم ددې مو جب شوې وې چې پنجاب دده په فکري استقرار شکمن شي
دغه څه چې پورته وویل شول تر ډیره دهغه وخت ‌ذهنیت وچې دکابل ښاریانو په خولو اوسینو کې ګرځیده. حالاتو ډیر ژر وښودله چې  دصبغت الله مجددې واکمني په عمل کې  دیوې لویی ډرامې یوه لنډه مخکینۍ پرده وه.پنجاب خپل دباور وړ کسان لا له مخکې ټاکلي وو.همدا چې صبغت الله مجددي په یوه پټ زور اوفشارلکه دډیرونورو واکمنو په شان له تخته را کوز کړل شو.  په ښار کې آوازه شوه چې جنرال حمید ګل او ترکي فیصل کابل ته را روان دي او ډیر ژر به دارګ په دننه کې د استاد رباني دمشاوریت دندې تر لاسه کړي.ماته همغه وخته داپوښتنه را پیدا وه چې دا دکوڅو عادي خلک دا خبرونه له کومه کوي. او څنګه یو په بل پسې رښتیا راووځې .دګوتو په شمار شپې ورځې لا تیرې نه وې چې دحمید ګل اوترکي فیصل(دسعودي داستخباراتو رئیس) را تګ کابل ته خپل رسمیت وموند او دهمدغو مشاورینو په راتګ دصبغت الله ددوه میاشتو له عامه لوټ نه ډکه دوره پراخه خپل منځي جګړو ته ور واووښته. دپنجاب دزړي ناوې نوي او زاړه میړونه په ویش اونوبت سره ونښتل.ټولو ته پوښتنه داوه چې دا څنګه دحمید ګل ا وترکي فیصل په راتلو سره دکابل دسو ځیدو پلان پیل شو. یو وخت دپنجاب په آی اس آی کې د ډګروا ل یوسف به نوم یو څوک دافغانستان دبرخې مسول و. دغه ډګروال وروسته په خپل کتاب« دپیړۍ ناتار یا تلک خرس» کې ځما دې پوښتنې ته چې دعامه اولسونو پوښتنه هم وه ځواب ورکړ. ډګروال یوسف لیکي چې د۱۹۷۹ کال ددسامبر په میاشت کې ضیأ الحق اختر عبدالرحمن ته وویل چې «افغانستان باید ورورو وسوځل شي» ډګروال لیکي چې « دڅلورو کلونو په اوږدو کې چې زه په دې دنده وم( په آی اس آی کې دافغانستان مسئول)اتیا زره مجاهدین وروزل شول ، په زرګونو ټنه وسلې او جنګي مهمات هغوی ته وویشل شول او په ملیونونو ډالره اضافي لوژستیکي اکمالات دوی ته چمتو شول، دآی اس آی  ګمارلي کسان په منظمه توګه دمجاهدینو په څنګ کې افغانستان ته ور ننوتل…» دنومړي کتابګوټي ۱۲ مخ .همدغه خرابکار جاسوس لیکي چې د۱۹۸۳ کال ژمی ډیر سخت راغی ، موږ دمې تر میاشتې پراخه عملیات نشوای کولی … په کابل کې له خپلو جاسوسانو څخه په دې پوه وو چې مسعود په پنجشیر حمله کوي .موږ مسعود ته دمرستې په خاطر په بیړنۍ توکه خپل ټول ګمارلي کسان را ټول کړل څو په دې خبرې وکړو چې څرنګه او له کومې لارې مسعود ته مرسته ورسوو. زموږ په مخ کې لوی خنډ حکمتیار او نور جهادي مشران و چې له جمعیت سره ېې خونړی پیښې مخته وړې وې  … دغه ستونزه زموږ او څو تنظیمي مشرانو په مرسته حل شوه…» دي دهمدې بحث په دوام لیکي چې اختر عبدالرحمن امر ورکړ چې کابل باید وسوځي.
دډګروال یوسف په څرګندونو کې وروسته ښکاري چې داختر عبد الرحمن له وژل کیدو وروسته چې له ضیا الحق سره یوځای په طیاره کې وسوځید دآی اس آی ریاست جنرال حمید ګل ته ورکړل شو.حمید ګل داختر عبدالرحمن پوهه او هوښیاري نه درلوده تردې وخته دجهادي تنظیمونو ګوریلايي جګړې ډیرې مخته تللې وي او دجهاد دبري نشې په لیدو وي په همدې خاطر دجهاد ډیر مشران او قوماندانان نور دسبا دسیاسي ویش اوقدرت شوق نیولي وو او پیښور ددوي دځاني هلو ځلو مرکز شو.پاکستان په پیښور کې دغه څه نه خوښول او ویره ېې داوه چې پیښور دتنظیمي مشرانو او قوماندانانو دخپلمنځي شخړو په دوام په یوه بل بیروت وانه وړي . پلان داشو چې هرڅه ژر دغه تنظیمي هلې ځلې له پیښوره لرې او افغانستان ته واړول شي. ددغه پلان تطبیق حمید ګل ته ور په غاړه شو.. هغه دکابل دحکومت قدرت اوتوان ته ونه کتل وېې غوښتل چې تر هرڅه دمخه دغه ډلې په یوه پراخه مخامخ جنګي جبهه کې جلال آباد ته ور ټیلوهي . دی لیکي چې مجاهدینو دمخامخ جبهه ېي جنګ نه توان او نه تجربه درلودله او داوخت امریکایی مرستې هم په کمیدو وې.حمید ګل یواځې دتحریکاتو او لمسونو پرمخ اوه اته زره جهادیان دې ته چمتو کړل چې پرجلال آباد یرغل وروړي. په دې جبهه ای جګړې ته ورټیلوهل شوو جهادي ډلو کې هیح ډول هماهنګي هم نه وه او همدغه وخت هم هر چا دسبا په ویش کې خپلې ونډې ته کتل اودې ته نه وجوړ چې دسبا دویش له مزو مخکې سرونه بایلي. دجلال آباد ماته تر جهادیانو زیاته پاکستان او آی اس آی ته شرموونکې وه په همدې خاطر ترماتې وروسته حمید ګل له خپلې دندې ګوښه کړل شو.دډګروال یوسف دې څرګندونو زه دې نتیجې ته ورسولم چې جنرال حمید ګل په جلال آباد کې له ماتي وروسته او له کارڅخه په ګوښه کیدو سره دافغانستان په وړاندې یوه سخته عقده واخیسته او دغه وحشي انسان ېې دې ته وهڅاوه چې دبرهان الدین رباني په څنګ کې  دارګ په دننه کې دمشاوریت څوکۍ تر لاسه کړي.داچې دجمعیت اوشورای نظار اړیکې له ایران سره هم غزیدلې وې او دغه څه دسعودي لپاره دمنلو وړ نه وو نو  ترکي فیصل هم درباني په بل مشاور واووښت.اوس نو دکابل دورانولواو سوځولو پلان پیل او دضیأ او اختر عبدالرحمن آرمان تر سره شو.
دبرهان الدین رباني او مسعود پنجاب ورکړې واکمنۍ کې زه حصین ، له ارواښاد نصیر شمله دار ، دهوايي قواوو د پخواني قوماندان ارواښاد ډګروال میرغوث الدین او څوتنو نورو سره ونیول شوو او دصدارت توقیف خانو ته ېې یوړو. دا هغه وخت وچې حمید ګل کابل ته را رسیدلی و. دحیرانتیا خبره داوه چې دصدارت په توقیف خونو کې له موږ سره دحزب اسلامې  او ځینو نورو تنظیمي ډلو څوتنه بندیان وو. همدا چې له یوه اوبل سره مو لیدنې کتنې وشوې دحزب اسلامي بندي غړو په ښکاره خوشحالي کوله چې اوس جنرال حمید ګل کابل ته را رسیدلی او نور نو څوک موږ زیات بندي نشي ساتلی .خو دمولوي محمد نبي دوه تنه دحمید ګل په راتګ خوښ نه وو او کومه تمه ېې هم نه ښوده. یوه ورځ مې دهمدوی له یوه وپوښتل چې حمید ګل خو ستاسو ټولو دجهاد مشر وڅنګه دحزب اسلامي غړي خوشحاله او تاسو خوانیولي ښکارۍ. هغه په ځواب کې په سړه سینه راته وویل«دحزب اسلامي غړي حماقت نیولي، حمید ګل خپلې موخې لري هغه زموږ له غمه مړ نه دی. هغه غواړي دجمعیت او شورای نظار پښې ټینګې کړي او دهغوی په مرسته هغه پښتونستاني کسان پیدا کړي چې په پټه او ښکاره ېې دنجیب الله له خاد او واد سره دپاکستان خلاف کړنې درلودلې. همدې خبرو ته په پاملرنه ماته هغه سند چې په همدې برخه کې خپور شوی ډیر کره او دپام وړ بریښي ، هیله من یم چې دغه ډول اسنادنور هم تر لاسه او پراخه خپاره شي څو هغوی چې په وار وارېې دا وطن پلورلی مخونه ېې تاریخ ته تور او زموږ دخلکو او اولسونولپاره لوی سبق شي. خو تر کومه ځایه چې دکابل او ورسره دټول افغانستان دسوځولو خبره راغله ، باید یادونه وکړم چې دکابل او افغانستان سوځونه به دپنجاب غوښتنه وه خو په خپل منځي خونړیو نښتو کې دتنظیمي ډلو ښکیلول او له دې لارې دغه دجګړې تکتیکي وسایل کمزوري کول په پوره باور دامریکا او لویدیځې نړۍ غوښتنه وه. هغه وخت چې لا دافغانستان دخلکو ددموکراتیګ ګوند واکمني څه په زور اوتوان کې ښکاریده یوه امریکايي ژور نالیست دامریکا دماورای بحار دانستیتیوت(هیله من یم چې دا نوم مې حافظې ناسم نه وي اخیستی) له یوه مشر څخه پوښتنه کړې وه چې آیا امریکا نشي کولی چې دا بیلابیلې په خپل منځي شخړو کې ډوبې تنظیمي ډلې یو لاس او یو قوت کړي؟ هغه امریکايي ستراتیژیست ځواب ورکړی و چې ولې نه. امریکا دا کار کولی شي خو په څو دلیلونو دا کار دامریکا په ګټه نه دی:
لومړی – که دغه ډلې په یوه ګډ یو لاس مشر تابه راټولې شي دروسانو او کابل حکومت له لوري په پیسو او ژمنو ددوی دمشرانو درا نیولو خطر را منځ ته کیږي
دویم -افغانستان یوه پراخه قومي قبیلوي ټولنه ده.یو تنظیم که هرڅومره غښتلی اوزموږ پراخه مرستې هم ورسره وي ددغه هیواد ټول خلک پر ځان نشي را ټولولی.او دغه کار موږته له اټکل نه لرې خطرې هم لري.دخلکو یوالی نه بلکې ویش ېې زموږګټې او موخې خوندي ساتلی شي
دریم- دا یوه اوږده ستړې کیدونکې جګړه ده . ډیر جګړه مار یا جګړې ته مجبور کسان له یوه تنظیم څخه ژر ناراضه کیدای شي،که دتنظیمونو شمیره زیاته وي دغو ناراضو کسانوته ددې وخت پلاس نه ورځي چې روسانو او یا دکابل حکومت ته مخه کړي. بلکې دهمدې ډیرو تنظیمونو په منځ کې به اوړي را اوړي.
څلورم – داجګړه اوږده او دلګښتونو له مخې ډیره درنه ده . امریکا په یواځې سردغه ټول لګښتونه نشي اخیستلی.دتنظیمونو زیاتوالی ددې لامل کیږي چې زموږ په څنګ کې نور هم هڅه وکړي چې خپلې ډلې ولري . په دې توګه دجګړې دلګښت بار ویشل کیږي
پنځم – اوتر ټولو غوره دلیل: تنظیمي ډلې او ورسره تړلي جګړه مارزموږ داهدافو لپاره تکتیکې وسایل دي. ددوی مرسته او ملاتړزموږ دخپلو موخو لپاره یوه اړتیا ده خو که دا ډلې ډیرې سیاسي شي او دقوت احساس هم وکړي بیا نو ددې خطر شته چې پر موږ مخ را واړوي. په همدې خاطر باید په دښمنو ډلو کې وساتل شي تر څودکمزوره کولو او ویلولولاره ېې هم روښانه وي. داهم باید زیاته کړم چې ددوی لاسونو ته موږ دومره پراخه اوله تخنیکي پلوه خطر ناکه وسلې ور رسولې دي چې ددې ټولې وسلې را ټولول او لګښت ېې ورکول دامریکا او لویدیځ په توان کې نشته . ښه ده چې دا هرڅه ددوی په خپل منځي نښتو کې ویلې شي.
ښکاره خبره خو داوه چې دژنیو په کنفرانس کې تر لاسه شوو پریکړوښودنه کوله چې مسکو امریکا ته په ګونډو شوی واو په کابل کې ناسته واکمني هم دلویدو پولو ته ورنږدې شوې وه نور نو ددوی په خبره کمونیزم کوم خطر نه و . حالاتو غوښتنه کوله چې په سیمه کې دجګړو ددوام نوي شعارونه را مخ ته شي.او دکمونیزم پر ځای په احتیاط داسلام خطر په نښه شي. دغه حالت دتنظیمي مشرانو له لید څخه ځکه لرې نه و چې دوی دغربي سیاستونو په تور جال کې اوږده زمانه را ښکیل وو.دغو تنظیمونو دخپل پایښت لپاره هر یوه بیل بیل هر نیزه وړي ته لاس ورغزاوه. دپاکستان ددوستۍ را خپلول په لویه سیالۍ اوښتې وه .دهمدې سیالۍ په ډګر کې نه یواځې قاضي حسین احمد درباني استاد او پوخ ملاتړ ښکاریده بلکې دآی اس آی جنرالان هم باید را خپل شوي وای. دهمدغو هڅو په لړ کې جنرال حمید ګل ته تر مشاوریت پورته ددې حق ورکړل شو چې دتیرې واکمنۍ ټول اسناد ور خپل کړې او دافغانستان دتاریخ دغه پانګه هم له منځه یوسې