عربي حکومتونه دې له طالبانو سره اړیکي جوړې کړي
دکتور احمد زیدان
په پاکستان کې د الجزیري پخوانی خبریال «احمد موفق زیدان» وايي، که عربي هیوادونه په افغانستان او سیمه کې د ایراني نفوذ مخه نیول غواړي نو باید له طالبانو سره اړیکه ونیسي.
نوموړي ډیر وخت د افغانستان پر چارو څیړنیزي لیکني کړي او د شوروي یرغل له وخته په عربي رسنیو او الجزیرې تلویزوني چاینل کې د افغانستان په اړه خبریالي کوي او د افغانستان په چارو باخبره ژورنالیست ګڼل کیږي.
احمد زیدان په خپلې تازه مفصله لیکنه کې ادعا کړې چې د ایران په ملاتړ شیعه ملیشو او سیاسي حلقو له ارګ څخه نیولې بیا تر ټیټي درجې پوځي او سیاسي ځواک پوري خپل نفوذ غځولی، ملیشې یې د ایران په ملاتړ په عراق او سوریه کې جګړه کوي، او همداسي د ایران په ملاتړ د کابل په شمول لویو ښارونو کې مرکزي ځایونو ته نږدې او لويو لارو ته څېرمه د ځمکو او کورونو په رانیولو بوخت دي، د ایران اوامرو ته منتظر دي او د اړتیا پر وخت به په تخریب لاس پورې کوي. هغه زیاتوي چې د سوریې له تجربې څخه ایران دا زده کړي چې په دغسې مهمو جغرافیوي نقطو کې خپل کسان ځای پر ځای کول څومره اهمیت لري.
نوموړي ویلي، داسي ښکاري چې د لبنان تجربه په افغانستان کې تکراریږي او د حزب الله شیعه ډلي په څېر په افغانستان کې یوه ډله د جوړېدو په حال کې ده، چې هم به په سیاسي ډګر کې د ایران لپاره کار کوي او هم به په نظامي ځواک سمبال وي او خپله خبره به په زور په حکومت مني.
زیدان زیاته کړې چې د تاریخ په اوږدو کې تر نن ورځې پورې افغانستان او عراق په سیمه کې د فارسي امپراتورۍ او صفوي نفوذ په وړاندې تر ټولو ستر خنډونه پاتې شوي، له همدې کبله د خمیني د ستراتیژۍ له مخې د دغو دواړو ګاونډیانو د وهلو او ځپلو لپاره ډیرې هڅې وشوې خو په مخامخ مقابله کې یې ځان ناتوان ولید او د بل چا د همکارۍ اړتیا یې محسوس کړه. د زیدان په خبره، امریکا د ایران لپاره تر ټولو ښه همکار وګرځید، په عراق کې يې د امریکا په نیابتي جګړه کې د صدام حسین نظام راپرځاوه، ایراني ګوډاګیان یې واک ته ورسول او سنیان یې کمزوري کړل، او تر هغې وړاندې يې د خپلو لاسپوڅو په واسطه د افغانستان په ویجاړولو او اشغال کې بشپړه همکاري وکړه چې د اسلامي او عربي هیوادونو په نشتون کې افغانستان په یوازې سر د ایران کړنو ته پاتې شو.
احمد زیدان پر سعودي عربستان، خلیجي او ټولو عربي هیوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې موجوده شیعه ډلي په لبنان کې د حزب الله ډلي په څېر د تروریزم په تور لیست کې شاملي کړي او د طالبانو اسلامي امارت سره دي خپل اړیکي ټینګي کړي.
زیدان له طالبانو سره د عربي هیوادونو په اړیکو ټینګار کړی او پوښتنه کوي چې ولي له طالبانو سره اړیکي نورو ته روا او پر عربي هیوادونو بندي او ناروا دي؟ نوموړی زیاتوي چې که امریکا، چین، د افغانستان حکومت، پاکستان او حتی ایران له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو حق لري، ولې په عربي هیوادونو باندې له طالبانو سره پر اړیکو بندیز لګیدلی؟.
نوموړی لیکي: «د سپتمبر یوولسمې وروسته پاکستان او عربي هیوادونو په افغانستان کې له دې ویري چې په تروریزم به تورن شي، خپل شتون صفر ته را ښکته کړی، چې له امله یې ټول میدان ایران ته خوشي دی».
احمد زیدان خپله لیکنه د عربي شاعر «طرفه بن العبد» په دې بیتونو پای ته رسوي چې:
«ای د خواږه غږ درلودونکی مارغه!
فضا درته خالي شوه نو هګۍ واچوه او وچڼېږه
او چې څومره دې خوښه وي په دانو باندې ټونګې ووهه
ښکارزن درڅخه لاړ نو اوس خوښي او خوشالي وکړه»
17.03.2016
- محمد امين بسمل
امریکا و ادعای مالکیت افغانستان – قبضه بر قباله افغانستان از راه جنگ...
19.03.2016
- محمد امين بسمل
ملي امنیت پښتو منعه کړې
د ملي امنیت لوی ریاست خپلو ټولو اړوند ارګانونو ته امر کړی چې د روانې کب میاشتې له ۲۶مې وروسته د پښتو لیکلو حق نه لري....