ملي امنیت پښتو منعه کړې

pashto

د ملي امنیت لوی ریاست خپلو ټولو اړوند ارګانونو ته امر کړی چې د روانې کب میاشتې له ۲۶مې وروسته د پښتو لیکلو حق نه لري.

په دې مکتوب کې د ملي امنیت په منځ کې د مکتوبونو، وړاندیزونو او حتی فکس او ایمیلونو لپاره د دری ژبې د کارونې امر شوی دی.

دا مکتوب چې پخپله هم په دری ژبه لیکل شوی، د ملي امنیت د «۱۴۳۳۴» نمبر له مخې د دې ریاست روغتيايي څانګې ته لېږل شوی او پکې يې غوښتي چې باید محرم وساتل شي.

د مکتوب په پای کې ټینګار شوی چې باید درېیم څوک پرې خبر نه شي او دا مکتوب د باندې ونه ویستل شي، خو په خواله رسنیو کې د دې مکتوب خپرېدو توند غبرګونونه را پارولي دي.

د کابل پوهنتون استاد لیکوال او سیاسي مبصر ډاکټر فیض محمد ځلاند دغه ریاست په فاشیزم ککړ بولي او لیکي: «چې په ملي امنیت کې مو دومره لوی فاشیست وي، له پوهنتون او ښوونځي مو څه ګیله ده!»

د مسلم احمدي په نوم یو تن بیا په پښتنو غږ کوي چې باید بیدار واوسي هغه لیکلي: « دا د پښتنو لپاره مرګ دی چې هره ورځ له صحنې ایستل کېږي، دوی لا ویده دي کله به دوی د مرګ له خوبه را بیدارېږي…»

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم رسنیو داسې مستند راپورونه خپاره کړل چې اجراییه ریاست کې پښتو مکتوب نه منل کېږي. No-Pashto