Bildergebnis für ‫ډاکتر فیض محمد ځلاند‬‎

تاند- په اسلام اباد کې د طالبانو د رژیم سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په موده کې درې ځلې هڅه وکړه چې پر طالبانو د ډیورند کرښه په رسمیت ومني.

ملا عبدالسلام ضعیف وايي، لومړی پلا پاکستان هغه مهال پر افغانستان د دیورند کرښې د منلو هڅه وکړه چې ملا عبدالرزاق د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو، دوهم ځل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر معین الدین حیدر کابل او کندهار ته د همدې مقصد لپاره سفرونه وکړل خو منفي ځواب یې ترلاسه کړ.

ښاغلی ضعیف وايي، پاکستان د ډیورند کرښې د منلو غوښتنه درېم ځل د جنرال مشرف د دولتمشرۍ په دوره کې وکړه.

ډیورند کرښه په ۱۸۹۳ م کال د افغانستان د هماغه وخت د حکومت او بریتانیا ترمنځ وکښل شوه.

خو کله چې انګرېزان له هندوستانه ووتل او هند ووېشل شو، د افغانستان خاوره، چې د ډیورند په نتیجه کې موقتاً انګرېزانو ته سپارل شوې وه، پاکستان ته پاتې شوه.

د ډیورند د ۱۸۹۳ میلادي کال د قرارداد سل کاله مخکې پوره شوي خو پاکستان حاضر نه دی چې خیبر پښتونخوا او د بلوچستان یو شمېر افغاني خاورې افغانستان ته ورکړي.

 

د یو شمېر نظرخاوندانو په باور په افغانستان کې د روانې ناکرارۍ یو اصلي علت د دیورند کرښه ده. پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د افغانانو په لاس د جنګ د تود ساتلو په وسیله پر افغان چارواکو دیورند کرښه ومني

دنښترویبلاګ یادښت:

دنښترویبلاګ اداره په مسؤلیت سره وايي، چې د روانې جګړې اصلي علت د ډیورنډ کرښه نه، بلکې د نړۍ خورامپریالیزم په تېره بیا دنوي استعمار دکرغېړنو نقشو دپلي کولوادامه ده.

ترڅو، چې دسیمې هیوادونه په ګډه او په یو مشروع سازش ددې لویې بلامخه ونه نیسي د ډیورنډ په کرښه داجګړه نه سړیږي.

دنښتر اداره له ټولو افغانانوپه تېره بیاله ټولو کړېدلو پښتنوڅخه جدي هیله کوي، چې دا ناولې جګړه د ډیورنډ په کرغېړنه کرښه پورې ونه تړي.

دا ځای دې نښه وي که خدای مه کړه د ډیورنډ کرغېړنه کرښه  له پنجابیانو سره په رسمیت هم وپېژندله شي بیا به هم زموږ ګران افغانستان د جګړې ډګر وي.

کیدای شي دیوې مودې لپاره جګړه ارامه شي خو ختم به ونه لري.

جګړه هغه وخت ختمېدای شي، چې لمړی یرغلګر له ګران افغانستان څخه ورک او بیا افغانان پخپل منځ کې جوړ، یو اوبل سره وبخښي اوبیا دسیمې زورورو ته په یوه خوله د ملي ګټو په بنیاد خپل شرطونه کیږدي.

محمدامین بسمل