د ناټو ځواکونو پخوانی قوماندان:

د طالبانو د رژیم نسکورول د لوېدیځ ستره تېروتنه وه

Bildergebnis für ‫طالبان افغانستان‬‎

   Bildergebnis für ‫طالبان افغانستان‬‎

د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو غچ باید یوازې له القاعدې اخیستل شوی وای.

 د افغانستان په لوېدیځ کې د ناټو ځواکونو یوه پخواني قوماندان ویلي لوېدیځ په افغانستان کې د طالبانو د رژیم په نسکورولو سره ستره تېروتنه وکړه.

متقاعد جنرال «  ډېو فرېسر» کندهار ته د کاناډايي ځواکونو د استولو د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا ویلي د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت نسکورول د نړیوال اېتلاف تېروتنه وه.

د ده په باور د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالو ملاتړو یې باید د طالبانو پر ځای یوازې پر القاعدې تمرکز کړی وی.

فرېسر چې یو مهال یې د افغانستان په لوېدیځ کې د کاناډايي او ناټو ځواکونو قومانده پر غاړه درلوده زیاته کړې:« موږ فکر کاوه چې د رژیم بدلون د حل لاره ده.»

هغه زیاته کړې چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د پېښې غچ باید له طالبانو نه بلکې یوازې له القاعدې اخیستل شوی وی.

فرېسر ویلي:« ما به د طالبانو رژیم په واک کې پرې اېښی وی او هغوی ته به مې ویلي وو چې موږ دلته په القاعده پسې راغلي یو او تر څه وخته چې تاسې مخالفت وکړی، ځانګړي ځواکونه به دلته پاتې وي. په دې صورت کې به طالبانو هغه کار کړی و چې ضرور و او په دې ډول به موږ القاعدې ته رسېدلي او له دغه هېواده وتلي وو.»

ده ویلي د امریکا او متحدو هېوادونو دې تېروتنې، چې د طالبانو رژېم یې ړنګ کړ پر افغانستان سربېره منځنی ختیځ له ۳۰تر۴۰کلونو لپاره له سرخوږي سره مخ کړ.

د ده په باور د طالبانو د رژیم په ړنګېدو سره لوېدیځ په لوی لاس ستونزه نور هم لویه کړه.

ده ویلي:« د طالبانو د رژيم په ړنګېدو سره مو ستونزه مرکبه کړه، زه د طالبانو پلوی نه یم، خو دا باید څرګنده شي چې موږ د څه لپاره هلته تللي یو- د القاعدې او که د طالبانو لپاره؟ البته چې د القاعدې لپاره.»

دغه کاناډايي قوماندان ویلي چې لوېدیځ د افغانستان تېروتنه وروسته په نورو ځایونو کې هم تکرار کړه:« په عراق کې مو تېروتنه تکرار کړه؛ خو لیبیا ته مو ځواکونه ونه لېږل په دې ډول مو ستونزه نور هم لویه کړه، ځکه دغه هېواد لا هم حکومت نه لري. عراق ته مو ځواکونه ولېږل او اوس نړیواله ټولنه په دې پوه شوې چې د رژیمونو بدلون ګټه نه لري، له همدې کبله په سوریه کې د رژیم بدلون ته لېوالتیا نه شته.»