شمالی کوريا د امريکا د له منځه وړلو ګواښ کړی

شمالي کوريا د امريکا دې کړنې په غوسه کړې، چې هڅه کوي په امنيت شورا کې يو پرېکړه ليک تصويب کړي، چې پر شمالي کوريا باندې سخت بندويزونه ولګول شي.
د شمالي کوريا د کارګر ګوند ورځپاڼې «رودونګ سينمون» په نننۍ ګڼه کې ليکلي، چې امريکا د شمالي کوريا پر ضد جګړه ييز تحرکات پيل کړي، خو موږ به امريکا د ځمکې له کرې نه ورک کړو، تر څو نړۍ ترې آرامه شي.
امريکا د شمالي کوريا د وروستي اټومي او باليستيک توغندي د آزموينو په غبرګون کې، سختې هلې ځلې پيل کړي، چې پر شمالي کوريا باندې سخت بنديزونه ولګول شي.
شمالي کوريا داسې مهال دا ګواښ کوي، چې امريکا غواړي له سويلې کوريا سره په ګډه ډير لوی پوځي تمرينات تر سره کړي او هم غواړي په دغه هېواد کې د «ټاډ» په نامه توغنديز سيستم ځای پر ځای کړي، چې د چين لخوا هم ور سره مخالفت ښودل شوی دی.
شمالي کوريا ويلي، چې که دواړه هېوادونو (امريکا او سويلي کوريا) پر ګډو پوځي تمريناتو باندې ټينګار کوي، نو دواړه هېوادونه به د اور پر سمندر واړوي.
ياده ورځپاڼه وړاندې ليکي: «تاسې په کوم جرات موږ ته ګواښ کوئ، نو بيا پريږدئ چې له ۱۰ ميلیونو توغنديو سره مو يو ځای په خاوره کې ښخ کړو.»
شمالي کوريا په وارو وارو دې ټکي ته اشاره کړې، چې د امريکا او سويلي کوريا لخوا پوځي تمرينات يوازې د شمالي کوريا پر ضد کيږي او دا د جګړې يو ډول اعلان دی.