۲۶ـ۰۲ـ۲۰۱۶ محمدامین بسمل
له طالب څخه مې مراد د اسلام دسپېځلي دین هغه افغان پیروان دي کومو، چې د ګران افغانستان دخپلواکي، دیني وقار، ملي ګټو، ملي حاکمیت اوملي ارزښتونو لپاره دخپل ځان اوخپلوکورنیو د سر په بیه دفاع کړې.
که دخپل ګران هیواد ویاړلي تاریخ ته لږ په غورسره ځیر شونو دې نتېجې ته به ورسیږو، چې افغانانوهیڅ وخت دټیټوسترګوژوند نه دی منلی اونه یې مني خو دابه ومنو، چې له بده مرغه په حال اونږدې ماضي کې افغان ښي اړخي اوکیڼ اړخي خوځښتونه په تول درانه را ونه ختل.
په دې مانا، چې د یادو خوځښتونو رهبري اویو شمېر یې له صفوفو څخه د اسارت اوټیټوسترګو ژوند منلی و اولا همداسې یې مني خو له نېکه مرغه، چې د صفوفوګڼ شمېرغړي یې ترخپله وسه غیرتي او خپلواکي طلبه پاته شول.
دنمونې په ډول له کیڼ اړخو څخه یوازې د خلقیانو مطلق اکثریت له روسي اشغال سره مخالفت درلود خو د پرچم د اړخ مطلق اکثریت د روسي اشغال طرفدار ځکه و، چې پخپله همدغو پرچمیانو د مکار ببرک کارمل په رهبري، اشارو او وطن پلورنې روسانو ته د یرغل او اشغال دروازې پرانیستې.
دشرم ځای خو دادی، چې که پرون همدغو ټیټ سترګو پرچمیانو زموږ پاکه خاوره اوملي غرور په روسانو پلورلی و نن متکبرو اواشغالګروامریکایانوته په ملا کړوپ ولاړ اودغلامي ځنځیرونه یې په غاړو زانګي.
اوس که ښي اړخوپه تېره بیا تــش په نامه اسلام پلوه خوځښتونو ته پام وکړوبس له ژونده مو لا زړه تور شي.
که اســلام وشرماوه بس همدوی وشرماوه که وطن موتباه شو نه یوازې لویه ونډه ددوی پکې وه، بلکې د امریکا شرمېدلي اوبشرکش اشغال ته همدغوبې ننګانوزمینه مساعده، پیرانو اومجدیدانو خو

د ستراتیژیک تړون په منلو او د پرچمي اتمرپه لاس د لاسلیکو لوله لارې د وطن مور په بې ضمیرواشغالګرو وپلورله.
طالبه!
ته خپل ځان پېژنې؟
ته دا ستا ترڅنګ درسره ولاړ غلیمان پېژنې؟
ته د کوربه هیواد(پاکستان) په تور نیت سم پوهېږې؟
ته یاد لرې، چې له ۱۹۹۶ز کال څخه راپه دې خواڅوځلې بدمخوپنجابیانودخپلوناوړواغراضولپاره ګړنګونو ته وروغورځولې؟
ته داهم په یاد لرې، چې ستاپه واکمني کې امن او امان او د ګران هیواد ملي او دمظلوم اولس فردي ناموث په څومره ښه ډول خوندي و؟
ته پوهېږې، چې ولې ستا د واکمني په وخت کې نننیواشغالګروله یوې خوادنړۍ په کچه بدنامولې خوله بلې خوا یې دتااستازی(عبدالحکیم مجاهد) د ملګروملتونو په مقرکې معتبر کښېنولی و؟
ته په دې پوهېږې، چې په ګران افغانستان ستا د سراسري تسلط زمینه چا برابره کړه؟
ته ولې اوچا واکمني ته پورته او راکښته کړې؟
ته دچا له لاسه اودکومو موخو لپاره د پنجابیانو له زندانو د ګوانتنامو تربدنام زندانه پورې ورسېدې؟
ته د چا ظلمونو اوتکبر د مقاومت مقام ته ورسولې؟
ته ولې د ۴۸راغلو نابللو یرغلګرو په وړاندې الله تعالی ج همداسې پیا وړی او سرلوړی ساتلی یې؟
تاولې داجنګ راوړونکي دعلم اوپرمختګ دښمن بولي په داسې حال کې چې له نېکه مرغه په دا وروستیو کې تا ترخپل تسلط لاندې سیمو کې ښوونیز بهیر په پښو درولی؟
تادپګواش په غونډه کې وعده وکړه، چې ټول ګټې موسسات به ساتې خو ولې ستا دامثبت اوانساني هدف د کابل دګوډاګۍ او بې شرمې ادارې د قوماندانانولخوا سبوتاژ اوپه ډنډغوري کې یې پخپلوراکټونودبرښنا مټې ونړولې؟
طالب جانه!
دا پورتنۍ پوښتنې پخپله ځواب او وړاندې وګوره، چې کومې بلاوې درباندې راروانې دی.
دبلاو مخه په زاریو، عذر اوپه شاتګ نه نیوله کیږي، بلکې بلاوې لا زړه ورې کیږي نو چاره څه ده؟
چاره یې دا ده، چې له زورورو سره زورکاروه او له ژبه ورو سره ژبه وکاروه لکه دپګواش په غونډه کې مو چې سیاسي میدان وګاټه درته مبارک دې هم وي اوس نودپوځي میدان ګټلواوددې لویې غمیزې ختمولو لپاره د الوتکو او زغره لرونکو وسایطو ضد وسلې ترلاسه کړه، چې ژر تر ژره د اشغال ټغر ور ټول کړې.
راغلې بلا په زاریو نه ځي دا باید وځغلوله شي او داامکانات نن ته په لاس کې لرې ځکه، چې اولس تاته د امیدسترګې نیولي دي، اولس په تاباندې عدلي فیصلې کوي اولس تادننګ اوناموس مدافع بولې نوداننګیالی اولس د ننګ اوناموس ساتلو لپاره هره ګړۍ د تا ترڅنګ دریږي خوکه ته اوس له عقله کار واخلې.
له تاریخه باید یوڅه زده کړې، کله چې روسي اشغال پښې ټینګولې نونننیو اشغالګرومجاهدینو ته د الوتکو ضد سټنګر راکټونه ورکړل هغه و چې روسان د سختو تلفاتو په لیدلو سره تېښتې ته اړشول.
نن یوځل بیاهمهغه کیسه ده ته سر ورکوې مګرله سرڅخه سم کار نه اخلې ته بایدپه مخ ولاړاوترشا حمایه ولرې نه دا، چې ترشادښمن درپسې روان وي خونن دادی په سترګو لیدل کیږي، چې تورمخي پنجابیان تا د بري تر کرښې نه پرېږدي.
لکه په مخکینیولیکنوکې مې چې په زغرده درته لیکلي و یوځل بیاپه هغومشوروټینګارکوم، چې خپل مشران اوحسابي کسان مو له پاکستان څخه نورو ملکونو ته وباسئ ترڅوپه سیاسي اوپوځي ډګر کې برلاسي شئ.
زه نه وایم چې سیخ په مسکو ور روان شئ، دومره خوبه کولای شئ، چې داخپلو ګانډیانو لکه ترکمنستان، چین اوحتی تاجکستان ته یې ورسوئ.
نن تاجکستان د روس ګټې ساتي اوروس ستامرستې ته اړشوی دی، ته دداعش دمخنیوي لپاره روسانو ته د یو فولادي دیوال مثال لرې نو ته ولې د روس له دې اړتیا څخه فوري ګټه نه پورته کوې؟
یوځل بیادرته لیکم، چې طالب جانه!
خپل بخت په لغته مه وهه همدانن دې ورځ ده هم اولس درسره مل دی اوهم سیمیزذهنیت ستا پلوی کوي نوته څه ته ګورې هله لاس په کار شه، چې بیا به ارمان وکړې او د بوین پنجابي ترسیوري لاندې به وروست شې.
داڅلوراړخیزې غونډې، چې زه یې څلوربولې غونډې بولم ستادبدنامي اوتباهي لپاره روانې دي ددغوذلیلوغونډو لوی فعال همدادانګرېز زامن(پنجابیان) دی چې ستا په سرسودا کوي دخپل سر په قدر پوه شه خپل نازنین اولس مه خوابدی کوه، چې بیا به دې په کوڅه کې هم پرې نه ږدي.
یوه نیمه لسیزه کیږي، چې ستاپه پلمه اشغالګرو دپښتون قام عام وژنه روانه ساتلې خو ددنیا په مخ دومره څوک نشته، چې ددغه مظلوم خو تاریخي قام دا د ګران افغانستان د رښتینو وارثینو غم وخوري.
دپښتون په چنازو، په هدیرو، په ودونو او نورو خوشالیو ۱۵ کاله امریکایانو بمونه واورول دا دی نن یې ستا په پلمه په ډنډ غوري اوډنډشهاب الدین کې په پښتنو سور اور بل کړی، د څښاک اوبه یې په ملکي وګړو بندې کړې، څاروي یې له تندې مري خو ددې بدمرغې نړۍ په مخ دومره څوک نشته چې په مقابل کې یې اعتراض وکړي بس نو طالب جانه!
داته یې، چې یوڅه کولای شې دین په دنیا به دې مخ تور وي که به ناغېړي کوې هله هله ژر شه خپل دین، پښتنو او ګران افغانسـتان ته نجات ورکړه په ولله که کافر شې که ته له پمن پاکستانه، چین، شمالي کوریا، ترکمنستان، تاجکستان او یا کوم بل بې غرضه ملک ته خپل سیاسي مشران ورسوې.
ګوره چې دا دڅلور بولو غونډې ته حاضر نشې اوکه نه نو ګټلی میدان به وبایلې طالبه پام چې ځان ونه شرموې!
ته به هغه وخت لاس بری شې، چې دمکارو پنجابیانودتسلط له ساحې خپل حسابي کسان وباسې نوبه له یوې خوا سیاسي وزن واخلې او له بلې خوا مو که د الوتکو او زغره لرونکو وسایطوضد وسلې تر لاس او وکارولې نوبه سمدلاسه دڅلوربول غونډې خنثااویوازې اشغالګرامریکایان به مخامخ خبروته حاضرشي بیانو طالب جانه!
بس نازونه پرې کوه دومره یې وځغلوه، چې تر وهلو یې په منډوستړي کړې ترڅوشرمېدلی بوش اوجان کمپل دغو خودکشي وکړي.
یو ځل بیا درته په تکرار لیکم، چې ګوره د ارګ له نشه یانو سره مخامخ خبرو ته حاضرنشې یوازې او یوازې به مخامخ خبرې له امریکا سره کوې هغه هم پخپلو شرایطواوبس.
د ارګ اوپنجاب حرامیان چې په حقیقت کې دیو بادار ترزغ لاندې ځغلي ستاد رسوايي اوناکامي پلانونه په لاس کې لري.
له هند سره غرض مه لره که ته له پنجابیانو خلاص شې همدا هندوان به په ښکاره اوپټه ستامرسته وکړي ځکه چې دوی هم د روسانو په ډول ستا مرستې ته اړ دي نو چې ته دومره زیات چانسونه لرې بیا نو ولې په رڼا ورځ د ګړنګ په خوا ور روان یې؟
درنو لوستونکو!
له تاسوڅخه په درناوي هیله کوم، چې په مابدګمان نشئ باورلرم، چې زماارمان به تاسودرک کړی وي زه د خپل سرپه بیه دګران افغانستان دخپلواکي اوسوکالي لپاره نارې وهم،لیکنې کوم اوله نېکه مرغه له هیڅ کوم سیاسي خوځښت سره تړاو نه لرم بس زما زړه یوازې له خپل کران او ځورېدلي اولس سره پیوندشوی دی.
د دې درانه اولس د نجات لپاره نن یوازې طالبانوته مخ وراوړي خو له بده مرغه، چې دطالبانوپه مینځ کې زموږ دهیوادتاریخي غلیمانو د ډول ډول فتنو اودرځونواچولوهڅې پیل کړې نو په موږ ده، چې له طالبه یو رښتینی طالب جوړ او له نفاق څخه یې وژغورو، داسې طالب، چې یوازې د خپل دین، ملي حاکمیت، اولس ، خپلوملي ګټو، ملي اودیني ارزښتونو په درد وخوړ شي نه له القاعده سره تړاو ولري او نه له کوم بل افراطي او پردي پال خوځښــت سره.
داسې طالب، چې د ملي یووالي لپاره د ډېوې مثال ولري او ټول وروڼه قومونه لکه پتنګان پرې راټول او له اټـکه تر واخانه دګران او واحدافغانستان په سینه ملي اوتاریخي بیرغ ورپوي.
ننني نړیوال حالات کوم، چې زه تحلیلوم طالب دپاس ذکرشوو ارمانونو د پوره کېدو وس لري خو که عملي ګامونه واخلي.
نننی طالب هغه پرونی نه دی، چې دکابل په ونوکې یې تلویزیونونه اوکسټونه اعدامول البته هغه هم زموږ دګران افغانستان د تاریخي غلیمانو(پنجابیانو) په لمسون ترسره کېدل.
فکر کوم رښتینو طالبانو به د خپلوبې شمېرو کړاونو اوقربانیو مرتکبین اوس ښه پوره پېژندلي وي.
له طالبانو څخه هیله کوم، چې خپلې تاریخي سرښندنې او ویاړنې په سیند لاهو نه کړي او هیڅکله لکه پاس ذکر شوو پردي پالوکیڼ اړخو اوتش په نامه اسلام پلووغوندې چا ته سر ټیټ نه کړي، خپل ګران افغانســتان همداسې سرلوړی او ویاړلی وساتي.
خپله لیکنه لنډوم اوطالب ته ډاډ ورکوم، چې دبري لپاره لږمزل په مخ کې لرې خوطالبه پام چې ځان ونه شرموې!
دغلیمانو دناکامي او ګران افغانستان دخپلواکي په هیله
دپخوا په ډول یوځل بیا دګوګل له ادارې څخه مننه کوم، چې دانځورونه برخه یې غني او تاریخ ساتونکې ده پاته دې نه وي چې په پورتنیو انځورونو کې دافغانستان د رښتینو وارثینو دجملې ترڅنګ دملي اتل سیداکبرخان انځور ځای په ځای شوی دا په دې خاطر، چې پنجابیان پوه شي چې دطالبانو په منځ کې دملي اتل سیداکبرخان بچیان هم شته یوه نه یوه ورځ به د پنجابیانو ککرۍ وروالوزوي
درنو لوستونکو!
نن دمارچ په دوهمه نېټه په تاند کې دا لاندې خبر خپورشوی هیله ده طالبان یې په ځیر سره ولولي او زما له مشورو سره سم د پنجابیانو د تسلط له ساحې خپل مشران وباسي :
پاکستان ولي اوس په خپله خاوره کې د طالبانو د مشرانو پر موجودیت اعتراف کوي
تاند- له ډېرو کلونو راهیسي پاکستان له دې انکار کاوه چې طالبانو ته یې په خپله خاوره کې پناه نه ده ورکړې او که اسلام اباد څه په وس پوره وای نو د افغانستان د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره به یې نه و سپمولي.
د دې جګړې په وجه په افغانستان کې په لسګونو زره افغانان (حکومتي سرتېري، عام خلک او طالبان) ووژل شول.
خو اوس د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ناببره وویل چې اسلام اباد پر (افغان) طالبانو د پام وړ اغېز لري ځکه چې مشران یې په پاکستان کې اوسي.
ده وویل:«موږ په دوی کې د دې لپاره نفوذ لرو چې مشران یې په پاکستان کې دي او له دوی سره طبي مرستې کوو. د دوی د کورنیو غړي هم دلته اوسي. موږ له دې څخه په استفادې پر طالبانو فشار راوړی شو او ورته ویلی شو چې خبرو ته حاضر شئ. خو موږ د دوی پر ځای د افغانستان له حکومت سر ه خبرې نه شو کولی ځکه چې هغه څه ورته نه شو ورکولی چې د افغانستان حکومت یې ورکولی شي.»
سرتاج عزیز دا خبرې د واشنګټن د بهرنیو اړیکو شورا په څېړنیز انستیتیوت کې د مارچ په لومړۍ نېټه / سې شنبه/ وکړې.
ده دا هم وویل چې اسلام اباد پر افغان طالبانو فشار راووړ چې د ۲۰۱۵ م کال د جولای په اوومه د افغانستان د حکومت له استازو سره په لومړنیو مخامخ خبرو کې ګډون وکړي.
د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار همداراز وویل:«موږ باید د فشار له دغو وسیلو څخه په استفادې د دوی خوځښتونه محدود کړو، روغتونونو او نورو تسهیلاتو ته د دوی پر رسېدو محدودیت ولګوو او خبرداری ورکړو چې که خبرو ته نه حاضرېږي، موږ به تاسو لږترلږه له پاکستانه وباسو.»
سرتاج عزیز همداراز وویل:«موږ د طالبانو مشرانو ته ویلي چې تاسو ته مو ډېر وخت یعني ۳۵ کاله پناه درکړه، نور دا کار نه شو کولی ځکه چې درسته نړۍ موږ ستاسو په خاطر ملامتوي.»
خو د ډېرو افغانانو لپاره دا پوښتنه پیدا شوې چې ولي پاکستان اوس په خپله خاوره کې د طالبانو د مشرانو پر حضور او له هغوی سره لږترلږه پر طبي مرستو اعتراف کوي.
ځیني کتونکي وايي، افغان طالبان په خپله هم دې نتیجې ته رسېدلي دي چې باید د افغانستان له حکومت سره د خبرو له لارې لانجه حل کړي.
د افغانستان حکومت هم هڅه کوي چې په ترکمنستان یا یوه بل درېمګړي هیواد کې له طالبانو سره خبرې وکړي څو د افغانستان له جګړې پاکستان ګټه وانخلي. پاکستان هڅه کوي چې په دې نوم چې طالبان د سولې خبرو ته حاضروي، له افغانستانه امتیازونه واخلي. خو که طالبان په خپله د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې ونه کړي او بیا هم پاکستان د منځګړي رول ولوبوي، اصلي ګټه به پاکستان کړې وي.