طالبان بې له الله تعالی بل چا ته نه تسلیمیږي 

Bildergebnis für ‫ډاکتر فیض محمد ځلاند‬‎

Bildergebnis für ‫طالبان‬‎


محمدامین بسمل

په افغانستان کې د یرغلګروعسکروعمومي قومندان جان کمپل وايي چې طالبان د وسلې له اېښودلو پرته بله لار نه لري.
دابې لکۍ هم لکه هغه قسیم فهیم، چې له کدو سر اویوخروار لري سره تورو خاورو ورکش کړ ددې کمپل کمبله به هم یوه ورځ ورټوله شي انشالله تعالی.
که یادمووي پنچرمین قسیم فهیم به هم کټ مټ همداخبره تکراروله، چې طالبان باید دافغانستان اساسي قانون ومني، وسله پر ځمکه کېږدي اوله سولې سره یو ځای شي.
دغه امریکايي سربداله قواندان نن په کابل کې له امريکا سره دامنيتي او له ناټوسره دعسکرو د وضعیت هوکړه لیکونو دپلي کوونکي کمیسیون په لومړۍ ناسته کې وويل چې طالبان بایددافغانستان اساسي قانون ومني، وسله پرځمکه کېږدي اوپه وينا يې له سولې سره یوځای شي.
 دغه سرټمبه قوماندان دافغان اجیروعسکرو راپیداکول،روزل اوملاتړخپلې هڅې وبللې اوپه زغرده يې وویل چې که موږ اوزموږ تړونونه نه وای افغان اردو او پولیس به موجوديت نه درلود.
درنو لوستونکو!
اول خو دې کله خام کمپل ته وایم، چې دا تاسې چې له کابله تر اسلام آباده ځغلئ اوڅلوراړخیزې غونډې جوړوئ آیا دا د سولې لپاره دي که د نورو شومو اهدافولپاره؟
که دسولې لپاره وي نوبیاخو دمقابل طرف د تسلیمېدوخبرمنطق نه لري مانا څوک چې تسلیمیږي له هغوسره خو څوک د سولې خبرې نه کوي که تاسې هم دسولې خبرې نه کوئ نوبیادڅه لپاره دڅلوراړخیزوغونډواولارنقشې په نوم د اولسونو ذهنونه مغشوشوئ؟
روښانه خبره ده، چې تاسې د سیمې چور، چپاول اواشغال ته راغلي یاست اوهیڅکله هم سوله نه غواړئ که مو په رښتیا سره سوله غوښتی نو دا ډول غیرمنطقي شرایط به مو طالبانو ته نه وړاندې کول له ټولو بد او دخندا وړ شرط خو مو دا دی، چې داساسي قانون په منلو باندې ټینګارکوئ کوم چې اول تاسو په افغان اولس وتاپه او بیا مو پخپله په خورابې شرمانه ډول ترپښو لاندې کړ، خپله بوینه دیموکراسي موپه شرمونو وشرموله زموږ د اولسونوپه رایوموملنډې ووهلې او ګوډاګی غبرګ عبدالله مو له لیوني مفکیر سره تر یو زغ لاندې وتاړه اوپه لوی لاس مو دا خپل تپل شوی اساسي قانون ترپښو لاندې کړ اوس لا داهم وایاست، چې طالبان دې اساسي قانون ومني.
دوهم دا، چې دافغان عسکرو په نوم تاسې دلږکیو وطنفروشې اجیرې ملېشې راپیدا کړې، ساتلې او روزلې دي دا کار مو هم دخپلې سلطې ددوام لپاره کړی خپل اشغال پرې اوږدوئ، اولسونه پرې وژنئ هسې مونوم دافغان پولیسواو اردو پرې ایښی.
 دې بې منطقه جنرال طالبان خپل هغه دښمنان وبلل چې دده په خبره افغانان وژنې، دښځو پرحقونو او زده کړوهیڅ باور نه لري.
ددغه څلوربول یې د ښځو له تحصیل اوحقوقو سره څه؟
دتاثف وړخو لا داده، چې افغان وژنه کومه چې دوی یې دا ۱۵ کاله په مخ وړي هغه یې هم په طالبانو وراړولې ده.
بله خبره دا، چې دسپینې ماڼۍ خماریانوڅوځلې پخپلوڅرګندونو کې طالبانوته ددښمن خطاب نه دی کړی خو جان کمپل طالبان خپل دښمنان وبلل.
اوس دې نو جان کمپل دغو نرو دښمنانو ته ټینګ شي.
لنډه دا، چې زموږدګران هیواد دخپلواکي ګټل اوپه سیمه کې ارامي راوستل بې له سرښندونکوطالبانو دبل چا په وس نه ده.
اوس نوبایدطالبان خپل سرسم خلاص اولکه په مخکینیولیکنوکې مې، چې ورته لیکلي وو له هرڅه لمړی دلوی دښمن دکنترول له ساحې څخه خپل حسابي مشران او کورنۍ یې وباسي که نه نولاس تړلي به یې د کابل شغالانو ته تسلیم کړي.
طالبان په دې بایدهم سر خلاص کړي، چې پنجابي نواز شریف داهڅې هم پیل کړې ترڅودقطرچارواکي وهڅوي، چې په قطرکې دطالبانو سیاسي نمایندګي مطلق وتړي مانا طالبان له ستوني ونیسي.
که زه طالب وای همدا نن شمالي کوریا ته تلم او هلته مې سیاسي دفتر پرانیست که نورهیڅ نه وای په تبلغاتي جګړه خو به مې جان کمپل دغو لیوني کړي وای.
طالب مشران په ولله که په دې کافر شي، چې له پاکستان څخه بهر کوم بل هیواد ته سیاسي پناه وېسي.
طالبه خپل بخت په لغته مه وهه ستا له بخت سره د مظلومو هیوادوالو بخت هم غوټه دی هله ژر شه له موقع څخه ګټه پورته کړه اولس خوهسې هم درسره مل دی دسیمې زوروردرخپل کړه درخپلیږي هم ځکه چې دهغوی ګټې امریکاپه خوراسخت خطرکې اچولې دي بس همدایې وخت دی مشروع معامله ورسره وکړئ ترڅو اشغالګر تېښتې ته اړشي.
د سیمې له زوروروڅخه پوځي مرستې واخلئ د الوتکو ضد قوي اومډرنې وسلې ورڅخه لاس ته کړئ اود جان کمپل چوغکه لاپه هواکې پرې نه ږدئ هغه وخت به پوه شي، چې طالبان بې له الله تعال ج بل چاته نه تسلیمیږي.