درويش درانی

درويش درانی

غزل:

چا دی لوټلی ستاسې کور او تللی پل دی چېرته
دومره مو هم معلومه نه کړله چې غل دی چېرته

ته لګيا اوسه، د دښمن د تــُـورې څوکه څاره
که څه هم دا معلومه نه ده چې اجل دی چېرته

لوګی يې پاته دی زما پر دېوالونو باندې
خو دا ساعت هغه څراغ ګوره چې بل  دی چېرته

د ژوندانه په تاوده لمر کې تر آخره موږ ته
معلومه نه شوله چې سيوری د اوربل  دی چېرته

دروېش که خوله له ياره واخلي، ورته ښه به وايو
موږ دی ستايلی چا چې کړی نيک عمل  دی چېرته