۱۴ـ۰۲ـ۲۰۱۶ له امریکايي اشغال څخه کورنۍ جګړه بهتره ده
محمدامین بسمل
د نږدې څلورو لسیزو په موده کې زموږد ګران هیواد دا دردوونکې غمیزه د پردیو د یرغل اواشغال له کبله رامینځ ته شوې، چې نور یې زغمل نا ممکین دي.
د روسانو ناروا تېري او لس کلن اشغال یې زموږ دګران هیواد ثبات اود وروڼو قومونو ترمینځ یووالی او باور په خطرکې واچاو.
که له حقه تېر نه شو اوداخپل ګرېوان ته سرټیټ کړو نو تر روسانو لمړی به دا خپل پردي پاله خوځښتونه محکوم کړو دا که کیڼ اړخي یاښي اړخي په تېره بیا اسلام پلوه دي، ځکه چې ګران افغانستان خویوازې زموږ ټولوافغانانوملکیت، ننګ اوناموس دی نه د روسانو.
نو ولې له یوې خوا دا کیڼ اړخي دومره ړانده شول، چې دکریملین په ترخو ودکاوو ځانونه لېوني کړي او دسبا ورځې له تشخیصه ووزي اوله دابلې خوازموږ دا تش په نامه مجاهدین دومره په ځان مین شول، چې هفت ګانه یې یګانه اویا دوګانه نه کړای شول.
که کیڼ اړخي په دې محکوموو، چې مارکسیزم، لینینیزم او ودکاوو ګنګس او له خوده ایستلي وو نو دامحترمو مجاهدمشرانو خو نه چرس وهل نه شراب خو بیا هم له خوده وتلي اود بې پرتوګه پنجابیانواوعربانو د لنګونو اولمنوترسیوري لاندې یې خپل ځانونه شاهان ګڼل.
اوس نو تاسې او خدای ج آیا لمړی ملامتي په روس ورواچوو او که دا خپل محکوم کړو؟
البته چې زه روس ته برائت نه ورکوم روسان تاریخ محکوم کړي او د ټولوزیانونوجبران به یو وخت نه یو وخت راکوي خو راځم دې ته، چې ولې زموږ دهیواد دغو پمنوسیاسي خوځښتونو ددې وس له لاسه ورکړی وو، چې یو او بل په ښکاره او یاپه پټه سره پخلا کړي.
که دسره خلقي او لشم پرچمي په وړاندې دسرسخت ګلبدیني اویا سیافي پخلاینه ناممکینه وه نودا بې ننګان بیاڅنګه د بوینو ډالرو ترسیوري لاندې یوځای په یو پارلمان اویوه کابینه کې سره کښېنستل؟
آیاله امریکايي اشغاله مخکې د روسي اشغال په دوره کې ددغوپورتنیوښاغلوسترګې دومره ړندې اوماغزه له کاره لوېدلي ووچې سوچ یې کړای وای، چې د احمد اومیرویس خان په ملک څه را روان دي؟
روس، امریکا، عرب او تورلینګي پنجابیان کومې نقشې لري؟
درنو لوستونکو!
وايي، دوست به دې وژړوي او دښمن به دې وخندوي هیله ده زما په دغو ترخو خبرو مو زړونه راڅخه بد نشي.
زه ټولوهغو افغانانو ته درناوی لرم، چې زموږ د ملي ګټو اوارزښتونو پلویان وي ولو که په هرسیاسي خوځښت پورې تړلي وي.
ورور که له ورور سره هرڅومره خپګان ولري بلاخره یو او بل منلی اوپخلا کولای شي خو که بیګانه د دوو وروڼو په مینځ کې ځای وموند بیا نو د ښې ورځې تمه مه ورڅخه کوئ.
زموږ کم نصیبو مینځ ته د اسمان له هغه سره داسې سپین سترګي اوبې حیا بیګانه ګان راغلل، چې نه یې رنګونه زموږ په څېر دي نه یې فرهنګ اودودونه زموږ په ډول او نه خو زموږ د ارزښتونو پروا لري.
داد دیموکراسي تربیرغ لاندې نوي استعمارګران اوعام وژونکي امریکایان داهغه جګړه غوښتونکي اووینه تویونکي، چې د نړۍ پرمخ یې په میلیونونو کسان قتل عام کړي، اتومي بمونه یې پرې وروولي قومونه یې دقومونو په وړاندې جنګولي او دمګړۍ یې له منځني ختیځه زموږ تر کوره د اور لمبې راوړې او دم په دم تېل پرې پاشي.
داد چاڼیزوعملیاتوپه پلمه د پښتون قام ټولوژنې (ژنوساید) ته دوام ورکوونکي لېوني اشغالګردخپل شرمېدلي ښکېلاک دیوې نیمې لسیزې په تېرېدو سره په دې وپوهېدل، چې دوهم ویتنام یې به نصیب شو نو ځکه دلېوني سپي په ډول هرچاته خوله وراچوي.
جان کمپل لېونی یې وايي، چې طالبان د وسلې له اېښودلو پرته بله لار نه لري د استخباراتو ادارې مشر( جیمز کلپر)دامریکا سنا ته ویلي چې افغانستان په ۲۰۱۶زکال کې د سیاسي سقوط له خطر سره مخ دی.
که دسقوط خطریې چې غالبأ ممکین هم دی ومنو نوبیا دا جان کمپل په کوم منطق طالبان وسله ایښودلو ته رابولي کله چې د کابل غلامان له خپلو اجیرو ملېشو سره دوه پښې خپلې او دوه پردۍ کړي مانا وتښتي نو داطالبان بیا چاته وسله په ځمکه کېږدي ونو، غرو او که راغونو ته؟
بله مهمه خبره دا، چې د ارګ په چرسیانواوبنګیانو خوسقوط هسې هم راروان دی نو بیا دکومو اهدافو لپاره امریکایي اشغالګر د ارګ د شرمېدولو اجرې ملېشې چاڼیزوعملیاتو ته لیږي؟
که تاسو د چاڼیزوعملیاتو انجام وګورئ بې د پښتنو له ټولوژنې او د اجیرو ملېشو له تېښتې او ناکامیو بله نتېجه یې نه ده لرلې.
که دزرمت اونورسیمو له په اصطلاح چاڼیزوعملیاتوڅخه راتېر اودډنډغوري فاجعه وڅېړونو دې نتېجې ته به ورسېږو، چې چاڼیز ماڼیزعملیات نه، بلکې د اشغالګروامریکایانو ترټولونارواترین اوبد نام ترین عمل و، چې له پښتنو سره یې وکړ ۳۰ زره بې ګونا کورنۍ یې په دې سره ژمي کې لالهانده اوبې ځایه کړې، دهزاره قوماندان مرادعلي مراد په امرونویې ددغوبې ګناهوپښتنو کورنه غلبېل غلبېل کړل داهرڅه ددې لپاره چې قومي دښمنيوته شدت ورکړي هزاره له پښتون سره واچوي اوپښتون له تاجک او نورو وروڼو قومونو سره او دوی ظالمان خپله سلطه نوره هم پسې وغځوي.
دا پرون پرون د پکتیکا په ګومل کې د طالبانو او داعش ترمینځ جګړه روانه وه جالبه ده، چې په طالبانو باندې د ډرون بمباري په مسلسل ډول ترسره کېده خوپه داعشیانو یوبم هم امریکایانو ونه غورځاوه.
زما په نظر که په زور وي که په رضا دا بې وجدانه اشغالګر باید وشړل شي ولو که له کورنۍ جګړې سره مخامخ هم شو مهمه ځکه نه ده، چې یوازې موږ افغانان به سره پاته اوجګړه ممکین یو څه دوام وکړي، ځاني اومالي تلفات به ولروخو دومره به تباه نه شو لکه دا اشغالګرموچې یوپربل وژني، بېخ او بنیاد موباسي.
موږ افغان وروڼه قومونه یوه ورځ نه یوه ورځ پخلا کېدای شو البته په هغه صورت کې چې اشغالګرموله ملکه وتلي وي خو که ملي حاکمیت ونه لرو، دپردیوتراسارت لاندې واوسو اوپردۍ جګړې ته دوام ورکړونوځان به خوار ګران افغانستان به تباه او خپل دین او دنیا به پخپله په لمبو وسوځوو.
لیکنه مې رالنډوم اوپه سرښندونکو، رښتینواووطنپالو طالبانوغږ کوم، چې که له ځمکې وي که له اسمانه ژرترژره د الوتکوضد وسلې تر لاسه او اشغال ته دپای ټکی کېږدئ.