پکتيا: دغلو د ويرې او ناامنۍ په غبرګون د ګردېز ښار تړل شوی

images__stories__paktya 11111_n-1

د پکتيا ولايت د مرکز ګرديز ښارسوداګرو د خپلسرو وسله والو د ګواښونو او ناامنۍ له امله ددغه ښار ټولې هټۍ تړلي دي.

د ګرديز ښار وروسته له هغه د نا امنۍ په غبرګون وتړل شو چې خپلسرو وسله والو ددغه ښار د يوه دوکاندار درې زامن ټپیان کړل او او دوه ميليونه افغانۍ يې ترې يوړې.

د ګرديز ښار د کانداران وايي چې ښار ته خپلسري وسله وال راځي او په رڼا ورځ هټۍ والو ته ګواښونه کوي، نغدې روپۍ يا سامانونه ترې وړې چې دغه خپلسري له تېرو څو کلونو راهيسې روانه ده.

د بلال احمد په نامه د ګرديز ښار يو تن دوکاندار وايي چې خپلسري وسله وال په ښار کې په رڼا ورځ په ازاده توګه ګرځي او له خلکو پيسې اخلي او که څوک يې ورنه کړي په ډزو ويشتل کيږي.

ښاغلي بلال زياته کړه چې دوی له دې وړاندې څو ځلې له امنيتي ځواکونو غوښتنه کړې چې د ښار امنيت ته دې پام وکړي خو په وينايې تر اوسه امنيتي ځواکونو ددې خپلسرۍ مخه نه ده نيولې.

د پکتيا د سوداګرۍ خونې رييس ډاکټر نصير علم يار په ښار کې د خپلسرو وسله والو له لوري د سوداګرو ګواښنه تاييد کړه او زياته يې کړه چې په ګرديز ښار کې د سوداګرۍ او کار کولو کمه زمينه برابره ده، خو دا ډو ل پېښې به د شته سوداګرو زړونه هم تور کړي.

د پکتيا امنيه قومندانۍ سرپرست مل پاسوال زمان خان وايي چې د ګرديز د ښار د پېښې په اړه څيړنې کوي او لومړی به هغه امنيتي سرتيري ونيسي چې ددغه ښار د ناامنه کولو پر مهال يې د پېښې عاملينو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

د ګرديز ښار اوسېدونکي هم وايي چې په دغه ښار کې د پخوا په پرتله د خپلسرو وسله والو له لوري د وژنو او اختطاف پېښې زياتې شوي دي چې دولت يې په مهارولو کې پاتې راغلی.

د عزيز الله په نامه د ګرديز د ښار يو تن اوسېدونکي د نن ټکي اسيا همکار ته ويلي چې په داسې حال کې چې په ښار کې امنيتي پوليس هم شته خو دغه ډول پېښې رامنځته کيږي چې له دې نه معلوميږي چې دغه خلکو سره د امنيتي ځواکونو لاس دی.