د لاسونو او پښو د بندونو یا مفاصلو دردونه

ډاکټرجمیل حامد

زموږ په هیواد کی ډیری هغه کسان چی عمرونه یی له ۵۰ کلونو لوړ وی پدی ناروِغی  ا خته کیږی دا دردونه ګڼ شمیر لاملونه لری چی تر ټولو مهم لامل یی د هډوکو تخریبی ناروغی یا اوستیو ارترایټیس ده چی د نا رینه وو په پرتله ښځی ډيری پری اخته کیږی او عموماٌ هغه بند ونه چی زیات وزن تحمل کوی لکه د ورانه او ځنګون بند زیانمنوی ، دا نا روغی دوه ډولونه لری !

۱: ا بتدا یی  ډول چی لامل یی څرګند ندی

۲:  ثا نوی ډول چی د نورو لا ملونو له کبله لکه په مفصل با ندی ضربه ، د بندونو مکروبی یا ګزکی کیدل ، وینه لږی یا کمخونی ، د شکر ناروغی، د محیطی ا عصا بو ناروغی ، د کا رتیکو ستیراید درملو ډیره کارونه  ، روما تیزم  ، نقرص ، د بندونو بیځا یه کیدل ، په بندونو با ندی په دوامدار ډول د ډیر وزن راتګ ، چا قوالی  د وینی سرطان او داسی نور ډیر لاملونه لری .

پتوجینیسز یا د مرضی حا لت څیړنه : پدی نا روغی کی په ځا نګړی ډول د بندونو کرپندوکی یا غضروف په رنځ ا خته او تخریبیږی چی یو ډول انزایمونه د کرپندوکو له ژونکو څخه ازادیږی چی د کولا جن الیا ف یا سپڼسی ما توی او د بندونو په کرپندوکو کی درزونه پیدا کوی او پدی توګه بندونه پړسوب کوی او له هډوکو جدا کیږی چی په پایله کی د هډوکو مفصلی سطحی لو څیږی او د حرکت په وخت کی هډوکی یو په بل سولیږی درد او کړپاری پیدا کوی

ددی نا روغی نښی نښانی

لکه مخکی چی وویل شول کوچنی بندونه یا دګوتو واړ ه بندونه لږ پری اخته کیږی چی عموماْد ګوتو لومړی او دویم بند به پړسیدلی اوډیر دردمند وی ددرد نا څا پی حملی یی ښه وصفی نښه ده خو ددی نا روغی په پرمختللو حالاتو کی د ګوتو کوږوالی یا سو شکل لیدل کیدای شي څنګه چی لوی بندونه ډیر پری اخته کیږی نو په نوموړو بندونو کی به لاندی نښی نښانی ولیدل شی .

درد : درد به په ځا نګړی ډول د زنګون او ورانه په بند کی د سهار مها ل ډیر شدید وی له ګرځیدو سره به نوره هم ډیریږی له استراحت سره به کمیږی لومړی به وقفوی وصف ولری خو وروسته به مزمن شکل غوره کړی .

د بندونو سها رنی شخوالی : د سهار لخوا دی نا روغانو ته له بستره پا څیدل ډیر ستونزمن وی او نیږدی تر نیم سا عته د بندونو دا شخوالی دوام کوی او وروسته ورو ورو کمیږی.

د اخته بند د حرکا تو کمیدل : پدی ناروغی کی مفصل نا توانه کیږی او حرکات یی کمیږی چی عمده علت یی درد او شخوالی دی .

د بندونو پړسوب : په اخته بندونو کی به کلک هډ وکین پړسو ب ولیدل شی او کله کله پړسیدلی مفصل له اوبوډک وی .

کړپاری : د حرکت پواسطه په مفصل کی کړپاری اوریدل کیدای شی په ځا نګړی ډول د لما نځه د ادا په مهال .

د عضلاتو کمید نه : د مفصل شا وخوا عضلات کمیږی او د بند هډوکینه برخه لویه ښکاری .

سوشکل : په ځا نګړی ډول د  زنګون مفصل ډیری وخت د باندی او یا د ننه خواته کوږوالی پیداکوی او یا قا تیږی چی نا روغ بیا نشی کولای هسکه غاړه وګرځی نو ځکه دا ناروغان په ټیټه ملا اویا په عامه اصطلاح په نیم قا مت ګرځی .

ددی ناروِغی تشخیص : د ډاکټرانو لخوا ددی نارغی پیژند نه ډیره ستونزمنه نده کولای شی چی د ایکسری او کلینیکی نښو نښانو په شتون کی دا ناروغی وپیژنی ، چی په ایکسری کی د بندونو ترمنځ د نورمال حالت په پرتله زیاته خلا یا لیری والی لیدل کیږی او په ځینو ناروغانوکی به د هډوکو په غاړه کی کوچنی هډوکین پړسوبونه ، سیستونه او یا اوبه ولیدل شی خو لابراتواری ټسټونه کوم ځانګړی تشخیصی ارزښت نلری .

ددی ناروغی تفریقی تشخیص : دا ناروغی ډيری وخت له ریوما توید ارتهرا یټیس سره مغا لطه کیږی او با ید ډاکټران یی د ښه تشخیص په موخه په پام کی ونیسی . په ریوما توید آرتهرایټیس کی معمولاْ د ګوتو واړه بندونه درد کوی ،د اخته بندونو شمیر به زیا ت وی او دوینی په معا ینه کی به ای ایس آر لوړ او آر ایچ فکتور به مثبت وی خو په اوستیو آرتهرایټیس کی به دوینی معا ینه نورما له وی .

درملنه : ددی ناروغی درملنه ډاکټر او ناروغ دواړه ځوروی او مرضی تغیرات لکه د کرپندو کو تخریب او کوږوالی په درملو نه تداوی کیږی  خو د درد د آرامولو او د سوشکلونو څخه د مخنیوی لپاره درمل ګټور دي او عموماْ غیر سټیرایدی د درد ضد درمل لکه ډای کلو فینک ، پایروکسیکم ، اسپرین ، بروفین ، نیمی سولایډ او داسی نور د ډاکټر په مشوره په یوه وړ مقدار کارول کیدای شی ، همدارنګه د مفصل د ننه د کارټیکو ستیراید لکه کینا کارټ زرقول تر یوه وخته ددرد د لمنځه تلو سبب کیدای شی خو زما د خپلی تجربی له مخی په مفصل کی د کارټیکو سټیرایډ زرقول  یواځی له ۵۰ تر ۶۵ ٪ ناروغانو کی ښه نتیجه ورکولای شی او پاتی نور بیا هم له درده ځوریږی خو که په مفصل کی اوبه شتون ولری باید اوبه یی وویستل شی .

ددی لپاره چی د مفصلی سطحو د ډیر تخریب څخه مو مخنیوی کړی وی باید دی ناروغانو ته ګلوکوزامین+کانډروټین چی د کپسولو په بڼه په مختلفو نومونوپه بازارکی پیدا کیږی په درملنه کی ورزیات شی .

ددی ناروغی ښه درملنه د جراحی له لیاری د مفصل اویا مفصلی سطحو بدلول دي چی د مرضی مفصل په ځای مصنوعی مفصلونه کارول کیږی خو د لګښت دډیروالی له کبله ډیری ناروغان دی ډول درملنی ته لاسرسی نشی درلودای .

ځینی فزیکی محدود او وړ تمرینات ، ګرم تطبیقات او یا ټکورول او د زیتونو په تیلو غوړول یی هم د درد د کموالی او هم د عضلاتو د حرکاتو په ډیروالی او د سوشکلونو څخه په مخنیوی کی مرسته کولای شی .

هغه کسان چی پدی ناروغی اخته وی با ید لاندی ټکی په پا م کی ونیسی !

۱: د وزن کمول

۲: استراحت کول او په بندونو د ډیر وزن څخه مخنیوی

۳ : وړ او منا سب پلی تګ

۴: د هغو دندو پریښودل چی په مفصل باندی د ډیر وزن د راتګ او یا د فشار سبب کیږی

۵: د خپلسرو او غیری مسلکی کسانو پواسطه له درملنی څخه باید لاس وا خیستل شی او د درد د پیدا کیدو په صورت کی ژر تر ژره باید له ډاکټر سره مشوره وشی .