له ګردېزه وروسته په کندز ښار کې هم وسله والې غلاوې ډېرې شوي دي
د کندز ښار یوشمېر دوکانداران شکایت کوي چې د ورځي په اوږدو کې همدارنګه ماښام مهال وسله وال غله د دوی دوکانونو ته ورځي؛ پیسې او نور قیمتي توکي له ځان سره وړي.
فېروز احمد چې د کندز په ښار کې دوکان لري؛ وايي چې وسله والو غلو په رڼا ورځ هرڅه ورڅخه وړي دی:
"زه په خپل دوکان کې وم، درې نفر وسله وال راغلل مخونه یې تړلي وو؛ له ماسره ۲۵ زره افغانۍ وې؛ رانه یې واخیستلې او زموږ موبایل ټلیفونونه یې هم واخیستل."
په همدې حال کې د کندز ښار یوبل دوکاندار، احمد نوید بیا وايي چې وسله وال غله د دوی دوکان ته ورغلي وو او له دوی څخه یې نقدي روپۍ وړې دي:
"د ماښام پنځه بجې وې چې څلور نفره وسله وال غله زموږ درملتون ته داخل شول؛ مخونه یې تړلي وو، موږ یې په ټوپک باندې وګواښلو د درملتون له دخل او زموږ له جیبونه څخه یې ټولې پيسې غلا کړې او بې غمه ووتل."
د کندز ښار اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې د وسله والو غلاو پيښې په دې ښار کې مخ په زیاتېدو دي؛ دوی وايي چې امنیتي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه ګوټلي ګامونه نه دې پورته کړي.
د کندز د امنیې قوماندانۍ د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیر نجیب الله سرتیر بیا وايي چې دوی یوشمېر کوڅه ډبې او وسله وال غله نیولي دي او هڅې یې روانې دي څو د دغو پېښو اصلي عاملین هم ونیسي:
"په دې یوې اونۍ کې دغه پيښې رامنځته شوي دي؛ خو امنیتي ارګانونه په دې برخه کې کار کوي؛ څو ډېر ژر دغه کسان ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري او دامهال زموږ ټول پرسونل په دې اړه په کار بوخت دی."
د کندز ښار اوسېدونکي د ښار روان وضعیت ته اندېښمن دي؛ له دې مخکې هم د دې ولایت د مدنې ټولنو فعالانو هم په مرکزي حکومت باندې انتقادونه کړي وو چې اوس مهال د کندز ښار په شاوخوا سیمو کې وسله وال طالبانو فزیکي حضور لري او دولت د هغوی پر وړاندې تصفیوي عملیات نه پیلوي؛ څو په راتلونکي کې دغه ښار د هغوی له احتمالي ګواښونه څخه ژغورل شوی وي.
راپور: اجمل آرین - کندز
له آزادي رادیو څخه په مننه