په تېرو ۱۴ کلونو کې څه باندې ۳۴ زره نابللوعسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده

د ۲۰۰۱ ميلادي کال د اکتوبر له میاشتې د ۲۰۱۵ ميلادي کال تر پايه پورې څه باندې ۳۴ زره نابللوعسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د «زيانونو يا اى کژولټيز» په نوم د یوې ویبپاڼې د راپور له مخې د ناټو له یرغل څخه تر اوسه پورې، د ۲۳۷۸ امريکايانو په ګډون ۳۵۱۲ بهرني عسکر وژل شوي دي.

د دې ویبپاڼې د راپور پر اساس په تېرو څوارلسو کلونو کې تر ۳۰ زرو زیات بهرني عسکر د طالبانو په بريدونو کې ټپیان شوي دي.

سرچينه وړاندې کاږي چې د بهرنیانو لپاره تېر ۲۰۱۵ميلادي کال د تلفاتو له امله نسبت نورو کلونو ته خوندي و.

د دوی په وينا په تېر کال کې ټول ۲۷ بهرني عسکر وژل شوي دي، چې ۲۲ پکې امريکايان، دوه برتانويان او پاتې نور د ناټو د نورو غړو هېوادونو تابعیت لري.

د سرچېنې په وینا په افغانستان کې د بهرنیانو لپاره ډسمبر او اکتوبر د ټول کال خونړۍ میاشتې وې، چې په اکتوبر کې ۱۰، او د ډسمبر په سرتېري بريد کې شپږ امريکايي عسکر ووژل شول.

د زيانونو يا اى کژولټيز ویبپاڼې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې ۷۵ او په ۲۰۱۰ کال کې ۷۱۱ بهرنيان وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي چې تېر ۲۰۱۵ کال د بهرنیانو لپاره يو خوندي کال ګڼل کېږي، خو برعکس د دوی د روزل شويو افغان عسکرو لپاره بیا یو تر ټولو خونړی کال دی.

دې ویبپاڼې د افغان عسکرو د مرګ ـ ژوبلې شمېره نه ده خپره کړې، خو د شنونکو په اند د بهرنیانو اړوند هم د دې ویبپاڼې پلټنه بشپړه برابره نه خېژي.

که څه هم دې ویبپاڼې په تېر ټول کال کې د ۲۷ بهرنیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی، خو د هلمند په سنګين او کندوز جګړو کې د بهرنیانو د وژل کېدو، په پلازمېنه کابل کې هوايي ډګر ته څېرمه سرتېري بريدونه او په دې وروستیو کې په بګرام ولسوالۍ کې سرتېری بريد د بهرنیانو د مرګ ـ ژوبلې د شمېرې د لوړېدو پخلی کوي.

ياده دې وي له ناټو سره د شوي تړون له مخې تېر کال په ټول هېواد کې د جګړې مسوولیت د بهرنیو له لوري روزل شويو افغان عسکرو په اوږه و، خو بیا هم په هلمند، پکتیکا او کندوز کې بهرنیانو له داخلي عسکرو سره اوږه پر اوږه جګړه پر مخ وړله.

تر اوسه د ناټو مطبوعاتي دفتر په تېر کال کې د خپلو يادو تلفاتو پخلی نه دی کړی، خو ښايي کره شمېره تر دې ډېره لوړه وي.