روسيه پر طالبانو د نړيوالو بنديزونو د لرې کولو پلوي ده

  د افغانستان لپاره د  روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، چې روسيه پر طالبانو د نړيوالو  بنديزونو د کمولو پلوي کوي، پدې شرط چې د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر  کې نه وي. کابلوف تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې طالبان نور د روسيې دښمنان  نه، بلکې د داعش پر وړاندې د جګړې پارټنران دي.  ضمير کابلوف د روسيې  خبري آژانس (تاس) ته دا هم ويلي، چې راتلونکې مياشت به روسيه د افغانستان د  امنيتي ځواکونو لپاره لس زره کلاشنيکوف توپک مرسته وکړي. دا توپک به د  افغانستان کورنيو چارو وزارت ته ورکړل شي.  په افغانستان کې د  داعش له راپورته کېدلو سره، د روسيې علاقمندي ډېره زیاته شوې ده او هڅه کوي  د يوې فعالې رسمي او استخباراتي دېپلوماسۍ له لارې خپل اغېز په افغانستان  کې پراخ کړي. داسې ګونګسې دي، چې روسيه اوسمهال هم د افغانستان په شمال کې  يو شمېر جنګسالارانو ته او هم طالبانو ته وسلې ورکوي، چې د داعش پر وړاندې  ودرېږي.