ولسي جرګه:
«د خلافت غږ» د امريکايانو له اډې خپرېږي

د ولسي جرګې غړي وايي چې په ننګرهار کې د داعشي ډلګۍ لپاره فعاله شوې راډيو په دې ولایت کې د امريکايانو له نظامي اډې خپرونې لري.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد وايي چې داعش يوه پروژه ده او د دې پروژې لپاره جوړه شوې راډيو په ننګرهار کې د امريکايانو په نظامي اډه کې موجوده ده.
«خلافت غږ» چې پر جلال اباد سربېره د ننګرهار په ګڼو ولسوالیو او ډېورنډ کرښې هغې خواته هم خپرونې لري، له دوو اوونیو راهیسې په ايف ايم څپو کې خپرونې لري.
د ولسي جرګې نننۍ غونډه کې الله ګل مجاهد د ظاهر قدیر د خبرو پخلی وکړ او ويې ويل چې طالب او داعش دواړه زموږ دوښمنان دي، خو طالب وژل کېږي مګر داعش ته څه نه ويل کېږي.
په همدې غونډه کې د بلخ د خلکو استازي عبدالرحمان رحماني هم د الله ګل مجاهد خبرې تاييد کړې او په پوره ټينګار يې وويل: «که د خلافت غږ په د امريکايانو له بيز نه خپرونې نه لرلې، ما را وځړوئ!»
نوموړي وويل چې د ولسمشر په فرمان به یو بې پرې پلاوی وټاکل شي او په وينا يې دا بايد روښانه کړي چې د پردې شاته څوک لاسونه لري.
دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ د ولسي جرګې لومړي مرستیال او په ننګرهار کې د داعش په مقابل کې د ملېشو مشر ظاهر قدیر هم د شواهدو په ښوودلو سره وویل چې داعشي وسله وال د دولت پېژندکارتونه لري.
که څه هم د ننګرهار سیمه ییز چارواکي د داعش راډيو یوه ګرځنده راډیو بولي، خو د رسنیزې برخې مبصرين پر دې اند دي چې د راډيو د خپرونو کیفیت او رسنیز پوښښ دا په ډاګه کوي چې دا راډيو پرمختللی تخنيکي وسايل لري او د جلال اباد ښار په زړه کې خپرونې لري.
فیدل کاسترو هم داعش دامریکا زېږنده ګڼي، تاسو خو دا لاندې لینکونه کښېباسئ:
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20714