دګران هیواد ویجاړېدل او دفاسدوعناصرو ګټي

Bildergebnis für ‫لوی افغانستان‬‎

ګرانو هیوادوالو!

 په لومړي کي مو دانسانیت دسترپیشواپه تل پاتي تحفه نازوم “اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته “ لکه څنګه چې تاسو ټولوته روښانه ده چي دطالبانو دتحریک له نړیدو څخه وروسته په هیواد کي ستر بدلونونه رامنځ ته سوه خو بعضي یی دهیوادوالو لپاره مثبت او بعضي یی منفي دي، که چیري مثبت اومنفي سره مقایسه کړو نو دمثبتوبدیل یی دمظلومو او بي وسه افغانانو لپاره صفر دی . دیادولووړده چي غربي ښامارانو وګران هیواد ته دراتګ مخکي دګران هیواد دمنفورو او غلو څیرو سره دمظلوموافغانانوپرسر په لاندي ډول معامله وکړه:

 ۱- دپښتواو پښتنوکمزوري کول یا خو په مطلق له منځه وړل.

۲-غربي کلتور او عادتونه مروج کول.

 ۳- دعسویت دین لپاره خلک دډیموکراسی ترنامه لاندي رابلل.

 ۴-ټول اداري او اداري بنسټونه دغرب دغوښتونوسره سم فعالول.

 ۵- دبشري حقوقو دنوم په استفادي سره دګران هیواد پاک لمني پیغلي اویاټول اناث طبقه بدلمنی ته هڅول او رهبري کول.

 ۶-دهیواد پولیس اواوردو په داسي شکل جوړول چي هر وخت وغرب ته احتیاج او اطاعت کونکي وي.

 ۷-دهیواد هره پریکړه او هره ټاکنه به دولس نه بلکي دغرب په خوښه اوغوښتنه ترسره کیږي.

 ۸- اهل اووطن پرسته افغانان له قدرته لیري ساتل او نااهله غله بداخلاقه، مجرمین او قاتلین پرسرداقتدارکول اوداسي نور.

داټول هغه پروژه وه چي دغربي طاقت او دهغوی دداخلي او خارجي ملګرو په مرسته تراوسه جریان لري .ددي ناولي پروژي په پلي کولوسره دغربي ښامارانو او دهغوی دملګرو هدف داوو، چي دګران هیواد ټول معدن او قیمتي ډبري یانورڅه لوټ اوتالا کړي اوبل طرف ته روس چي ددوی دجرمني هیواد پرختیځ اولویدځ برخوویشلوراهسي سرسخته دښمن دی ترخپل اغیزي لاندي راولي، اوددي ترڅنګ دغرب ویره دچین هیواد په چټکی سره اقتصادي پرمختګ دی چي دچین داقتصاد ډب کولو لپاره ګران هیواد داسیا په کچه یو ستر ستراتیژیکي موقیعت ګڼل کیږي.

 ددي پروژي بیلګي موږ په ګران هیواد کي په ډیرې اسانی سره درک کولای سو، دمثال په ډول دپښتون او پښتو په مختلفو تکتیکونو وژنه او له منځ وړنه هغه که ددنیا هر ګوټ کي وي، دنااهلواو نالوستو کسانو پرلویو چوکیو ګمارل او په خاص ډول اهل او وطن پرسته پښتانه بي واکه کول او مصروف ساتل، ټول واک یو بدماشي ډلي ته لکه دشمال ټلواله سپارل او هغوی اقتصادي او پوځي تقویه کول ، په ټول هیواد کي اوپه خاص ډول دپښتنو په منطقه کي هیڅ نوعه بنسټیز کارنکول لکه دکجکي دبرق جوړول، فابریکي اوصنعت فعاله کول چي دبیوزلي او بیکاري مخنیوی وشي، په اساسي ډول دسړکونو نه جوړول، اوردو او پولیس په مهمه اسلحه نه مجهز کول، اداري فساد ته زمینه سازي کول، ټول پښتون میشته منطقي بي ثباته کول، فحشا او بداخلاقی ته زمینه برابرول، دګران هیواد بانفوذه او اهل کسان له منځه وړل او واک غلو مجرمینو او په فساد ککړو کسانوته سپارل.

درنوهیوادوالو!

 ددي ټولو بدمرغیو څخه دخلاصون لپاره یو اځنۍ لاره فقط او فقط یووالی او خپل دملي او اهل مشرانو ملاتړ او همایت دی، والله عزوجل ته لاس پورته کوم چي نور مو ګران هیوادوال دشته ستونځو او مرضونو څخه خلاص کړي او دملي یو والي فضاء مو ترمنځ جوړه ټینګه کړي. امین ثم امین