نمک حرامه سیما سمریوه متعصبه هزاره ګۍ ده
سیما سمر وايي چې ولي د قومي تعصب عُقده ورته پیدا شوه؟
د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون مشره سیما سمر، چې په ځلونو په قومي تعصب تورنه شوې، په یوه مرکه کې د خپل تعصب او قومي کرکې علتونه افشا کړل.
مېرمن سمر د ایران د سپاه پاسداران خبري اژانس (فارس) ته د زړه د خواله په ترڅ کې وویل:«ما په هلمند ولایت کې درس ویلی خو اصلاً د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې زېږېدلې یم. ۷ کلنه وم چې په هلمند کې ښوونځي ته لاړم، هماغه وخت یوازې په خپله ژبه پوهېدم او یوازې مې خپل قوم لیدلی و، خو ښوونځي ته له ننوتو سره سم پوی شوم چې له هزاره قوم او شیعه ګانو سره څومره تعصب کېږي.»
دا لومړی ځل دی چې سیما سمر د خپلې عقدې علت په زغرده څرګندوي.
مېرمن سمر، سره له دې چې په هلمند کې درس ویلی، خو د دې لپاره چې د دغه ولایت د خلکو له ژبې او کلتور سره یې له هماغه پیله کرکه لرله، تر اوسه پوري د هغوی په ژبه نه شي ږغېدای.
د مېرمن سیما سمر د قومي تعصب په اړه پخوا هم په ځلونو شکایتونه شوي او ویل شوي چې د بشري حقونو په کمیسیون کې یې اکثره کمیشنران او کارکوونکي خپل شیعه ګان مقرر کړي دي.
دا چې د طالبانو پر رژیم د امریکا د متحدو ایالتونو په مشرۍ د نړیوال ايتلاف د حملې په نتیجه کې په افغانستان کې لومړی د ښځو د چارو وزیره او وروسته د افغانستان د بشري حقونو دایم العمره مشره ټاکل شوې، پر اوباما انتقاد کوي او وايي چې اوباما د سولې د نړیوالې جایزې مستحق نه و بلکې دا وه.
سیما سمر د سپاه پاسداران اژانس ته ویلي، د افغانستان لپاره یوازینۍ حل لار دا ده چې تبعیض له منخه یووړل شي.
دا وايي چې په افغانستان کې قومي او مذهبي تبعیض زیات دی او له همدې امله یې له اووم ټولګي څخه د تبعیض پر ضد مبارزه پیل کړې ده.
له مېرمن سمر څخه په دې مرکه کې دا پوښتنه نه ده شوې چې ولې یې د بشري حقونو په کمیسیون کې اکثره چوکۍ خپلو قومیانو او شیعه ګانو ته ورکړي دي.
سیما سمر د دې مرکې په دوام کې د خپلو لومړنیو څرګندونو خلاف وايي:« د لویې جرګې مرستیالۍ ته د کاندیدو په وخت مې ۴۱۰ رایې ترلاسه کړې او زما لپاره په زړه پورې دا وه چې ما ته، چې تر ټولو زیاتې رایې مې ګټلې وې، اکثره رایې پښتنو راکړې وې.»
مېرمن سمر په دې مرکه کې بیا بیا وايي چې د خپل کار په موده کې یې ټوله هڅه دا وه چې مرستې هزاره مېشتو سیمو ته ورسوي.