حکومت په خپلو متیازو کې ښویېدلی

جیلاني پښتون
نن دوشنبه د ولسي جرګې په غونډه کې د پارلمان مرستیال ظاهر قدیر یو شمیر هغه خبرې رابرسیره کړې چې په ننګرهار کې د داعش د زیږولو او اکمالولو پل حکومتي مراجعو ته دروي.
نوموړي وویل په دې سربیره چې یو شمیر چارواکي دداعش په پاللو کې مستقیم رول لري،ناپیژانده الوتکې دداعش اکمال او انتقالات ترسره کوي، او دداعش په ضد جنګیدونکي طالبانو د حکومت او امریکایي ځواکونو لخوا ځپل کیږي همدا راز یو بل څه چې د داعش د تقویې ملامتیا د حکومت په غاړه اچوي هغه د حامدکرزي د رژیم لخوا د منګل باغ په نوم د پاکستانیو خودسره وسلوالو پالل او په شینوارو کې ورته د فعالیت زمینه برابرول دي چې اوس د منګل باغ کسان دداعش د ملا تیر جوړوي.
منګل باغ افریدی د پاکستان د افریدو ایجنسۍ اوسیدونکی دی، کلونه وړاندې د پيښور د لاریو په اډه کې منشي و، وروسته یي غلا او داړه مارۍ ته مخه کړه او یوه لویه ډله یي جوړه کړه، کله چې د افریدو په سیمه کې د دیوبندي او پنجپیري فرقو تر منځ فرقوي جنګ شروع شو نو د دیوبندي ډلې مشري ملا محبوب او د پنجپیریانو جنګي مشري منګل باغ بدماش په غاړه واخیسته، نوموړي چې د خپلو مخالفو ولسي خلکو ګڼ کسان یي ووژل او سلامت کلي یي په توغندیزو بریدونو تباه کړل د خپلې همدې زوربازۍ په توسط یي لوی نوم وګاټه او په قبایلي سیمو کې د یوه مخکښ جګړه مار په حیث وپیژندل شو.
کله چې پاکستاني پوځ په باړه او نورو قبایلي سیمو کې عملیات وکړل، منګل باغ له مجبورۍ افغانستان ته راغی،دلته یي د ملي امنیت له چارواکو سره رابطه وکړه او د کرزي د حکومت امنیتي چارواکو ورته د شینوارو په سرحدي سیمو کې د امن ځای ورکړ، همدا راز یي ورته ځانګړي حکومتي کارتونه ورکړل چې په توسط یي د منګل باغ کسانو په ټول افغانستان کې آزادانه سفرونه کولای شوای.
منګل باغ ته د پناه ورکولو څخه حکومت دا تمه درلوده چې دغه ډله به د بلوڅ ملت پالو غوندې د پاکستان په خلاف د یوې جنګیالۍ ډلې په حیث وکاروي او د فشار د یوې وسیلې په حیث به ترې استفاده وکړي،مګر د حکومت دې پلان سراسر له زیانه ډکه پایله درلوده،ځکه د منګل باغ کسان چې ټول یي قبایلي غله، داړه ماران او اختطاف ګر وو کله چې په ننګرهار کې ورته دامن فضا مساعده شوه نو له حکومتي کارتونو په استفاده یي په غلاوو او انسان تښتولو پیل وکړ چې له همدې امله تیر پنځه کاله د درست هیواد په نسبت په ننګرهار کې د اختطاف کچه لوړه وه.
د غلا، اختطاف او بي امنۍ سربیره د منګل باغ بله نتیجه دا شوه چې د نوموړي د واک په ساحه کې داعش هم رازرغون شو او اوس د ۲۰۱ نمبر سیلاب قول اردو اوپراتیفي مسؤلین چې د منګل باغ د ساتنې مسؤلیت یي درلود اعتراف کوي چې دمنګل باغ ۹۰ فیصده کسان رسما دداعش په لیکو کې داخل شوي دي یعني دغه شبکه چې حکومت ورته پناه ورکړې،حکومت پاللې او اکمال کړې اوس په داعش بدله شوې ده.
په ننګرهار کې د داعش راډیو چې اوس یي خپرونې پیل کړې په اصل کې د منګل باغ د ډلې دستګاه ده چې اوس یي داعش ته سپارلې.
په هرحال . . عام باور دادی چې لکه څنګه چې د منګل باغ د شبکې په پاللو کې حکومتي چارواکي دخیل وو، ددغې شبکې د نوي ورژن داعش رامنځته کول هم ددوی ابتکار دی، حکومتي چارواکي که د داعش له زیږولو منکر شي نو د منګل باغ له پاللو خو هیڅکله انکار نه شي کولای او داچې اوس د داعشیانو له جیبونو د ملي امنیت کارتونه راوځي او حکومتي سرتیري د هغو کسانو لخوا ذبح کیږي چې د کابل چارواکو کلونه کلونه پاللي دي نو ځکه ویلی شو چې حکومت او په خاص ډول ملي امنیت په خپلو متیازو کې ښویدلی او اوس هغه اغزي ریبي چې خپله یي کرلي وو.