په ارګ کې کنسرت

جیلاني پښتون-
له کومې ورځې چې د اشرف غني ټیم د ارګ چاردیوالۍ ته دننه شوی نو که نور تحولات نه دي ترسترګو شوي دا یو تحول خو بیخي څرګند دی چې ارګ یو ځل بیا د مستۍ او بزم پرستۍ له اړخه د ظاهرشاه بابا زمانې ته ستون شوی دی.
د ظاهر شابابا زمانه که تاسو ته نه وي یاده نو د پخواني شوروي په مستندو فلمونو کې یي لیدلی شئ چې نوموړي په ارګ کې د ګډا او نڅا یاد خوشګزرانۍ د محافلو لپاره څو اتڼه نجونې درلودې، هغه چې د ګډا په مهال به یې لنډکۍ لمنې هم داسې په هوا شوې چې بیا به یي نو د نندارې په مهال د بابا سترګې هم بريښولې چې همدې بريښناوو خو ښاغلي بابا ته د سترګو ناجوړي ورواچوله او کله یي چې د علاج لپاره ایټالیا ته لاړ نو پاچاهي یي هم په همدې مستۍ کې بایلوده.
حامد کرزی که هرڅه و مګر یو خوی یي د ځیږه افغان و چې سپک عمل او ډمتوب یي نه خوښ، په څوارلس کلنه دوره کې یي په ارګ کې کوم غلط یا د فحشاء حرکت ونه لیدل شو، اما اشرف غني چې ځواني یي د بیروت ډانس کلبونو خوړلې ارګ ته له تګ سره یې نه پوهیږو له کومه ځایه بیا د ساز او سرود وسائل هم را پیدا کړل او په ارګ کې یي یوځل بیا د رباب او هارمونیې انګازې راژوندۍ کړې.
همدا نن خبر دی چې اشرف غني د ټاپي پروژې په اړه په ارګ کې مسته میله جوړه کړې وه، چې یو اتڼ پی مخو پیغلو هم په کې سندرې زمزمه کړې. ددغې سندرې په وروستۍ مرحله کې اشرف غني د سازنګرو په احترام له ځایه ولاړ شو او د خپلو وچو او هډوکنو لاسو داسې زروروې چکچکې یي ورته هدیه کړې چې زه وایم تر اوسه به یي د ورغوو هډوکي درد کوي.
د ارګ د ننني کنسرت مکمل تصویري راپور مې ونه لید مګر خبر یي راته د ارګ یو بل کنسرت راپه یاد کړ چې څو میاشتې وړاندې په ارګ کې جوړ شوی و. هغه مهال چې د ترکمنستان جمهور رئیس کابل ته سفر وکړ اشرف غني یي خورا تود هرکلی وکړ، ښکلي هلکان او نجونې یي د ارګ په واټونو ورته کتار کتار درولي وو او بیا یي په ارګ کې له یوې غوړې میلمستیا وروسته ورته د ارګ سازندوو د ګروپ کنسرت هم وړاندې کړ.
په هغه ورځ چې د ارګ په میلمستیا کې په حکومتي لوړپوړو سربیره حامدکرزی، حضرت صاحب، جهادي مشران او قومندانان ټول حاضر وو، او یو ناڅابه د تالار په بل سر کې د مراهقو نجونو او هلکانو کنسرت او سندرې شروع شوې د جهاد او اسلامي نظام ځیني پخواني مدعیان یي له خورا سخت حالت سره مخامخ کړل.
د کنسرت په وخت اشرف غني ، ډاکټر عبدالله او نورو پتلونیانو خو بیخي د خریدار په نظر سازنګرو ته کتل، حامدکرزي هم خولۍ کات کړې و او مړه مړه یي د ډمو په خوا کتل، حضرت صاحب چې د کرزي تر څنګ ناست و له څیرې یي معلومېده چې په غوسه دی نو ځکه یي بلې خواته کتل او مخ یي د بازینګرو له نندارې ګرځولی و.
انجنیر محمدخان چې پخوانی مجاهد دی په دې نامطلوب حالت کې یي ځان د میز د سر د لوښو په سمولو مصروف کړی و او ظاهرا یي په سندرو او ساز ځان ناګومانه اچولی و، خو تر ټولو کامیاب چل مولانا شهراني او مولوي قیام الدین کشاف کړی وو، دوی چې بیخي لوی لوی شیخان او د ګور په غاړه سپین ږیري دي او د ساز سرود په مجلس کې حضور یي بیخي د شرم وړ خبره بلل کیدای شي. نو دغه وخت یي ځانونه د مڼو او فاکهې په خوراک مصروف ساتلي او د نجونو خواته یي نه کتل، مولانا کشاف له خپلې چالاکۍ نه په استفاده په هغه ورځ د مڼۍ په سپینولو دومره وخت تیر کړ چې تر څو کنسرت نه و خلاص شوی دی له همدې مڼې سره بوخت و.
مګر د ساز په دې محفل کې ځینو مجاهد نمایانو په داسې شوق ننداره کوله چې ښایي لیبرالان هم ورته حیران شوي وي، په دوی کې مسلمیار او ظاهر قدیر د یادولو وړ دي چې له جهادي پکولو سره یي په پوره معنی دار نظر او سل فیصده دقت د آواز خوانو پیغلو ننداره کوله.
ما چې په هغه ورځ د جهادي مشرانو په حضور کې د اشرف غني دغه جسارت ولید نو یقین مې و چې ضرور به د اشرف غني څخه شکایت کوي چې ولې یي د ساز او نجونو د سندرو ناروا مجلس جوړ کړی او بیا یي دوی وربللي دي.
مګر جهادي مشرانو او حضرت صاحب له ټولې غوسې سره سره د اشرف غني په دې عمل لږ احتجاج هم ونکړ نو ځکه خو اشرف غني ته مخه خلاصه شو او اوس دادی په ارګ کې کنسرت د ورځې موضوع وګرځېده.