ننګرهار: 

په تورغره کې امريکايي چورلکو مخ پټي وسله وال کوز کړي

daeesshhhhss

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تېر مازیګر د دې ولسوالۍ اړوند په هجرت کلي کې د بهرنیو ځواکونو چورلکو ګڼ شمېرمخ پټي وسله وال کوز کړل.

د دوی په خبره له پېښې څو ساعته وروسته طالبانو هم د سیمې له اوسېدونکو سره اړیکه ونیوله چې ستاسې سیمې ته داعشیان درغلي دي تاسې له موږ سره څه مرسته کولی شئ.

د سیمې قومي مخور وايي چې

 

تر اوسه يې طالبانو ته کوم ځواب نه دی ورکړی، خو دوی وايي چې په خلکو کې وېره ګډه شوې ده او ان ځينو يې کډه کولو ته زړه کړی دی.

د ننګرهار د ولايتي شورا رییس احمد علي حضرت هم د سیمې د خلکو څرګندونې تایيدوي او وايي چې تېر مازیګر د هجرت کلي اړوند په تور غره کې بهرنيو چورلکو مخ پټي وسله وال کوز کړي دي.

د سیمې قومي مخور وايي چې ښکته کړل شوي کسانو تور لباس اغوستی و او تر اوسه يې په دې غره کې ځانونه پټ کړي دي.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي مني چې په هجرت کلي کې د بهرنیانو چورلکې کېنستې، خو د داعشيانو له ښکته کولو ناخبري ښيي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وايي چې په هجرت کلي کې چورلکو ناسته کړې، خو په وينا يې ښايي تخنیکي ستونزه به يې وه.

تر دې وړاندې هم د داعش وسله والو په اړه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر ويلي و، چې د داعش لوړ پوړي مسوولین په دولتي ادارو او بهرنیو سفارتونو کې ازاد ښکته پورته کېږي.

ياده دې وي د ننګرهار په سره رود کې وروسته له هغه د داعشیانو د حرکاتو خبر ورکول کېږي، چې د ظاهر قدیر او داعشي جنګياليو تر منځ د جوړ جاړي راپورونه نشر شول.

که څه هم دولتي سرچينې داعشي جنګيالي خپل مخالفين بولي، خو ګڼ مبصرين دا ډلګۍ د حکومت په خوښه د يوې ډرامې لپاره د دوی لوبغاړي بولي.

د روان کال د لړم په څلورمه د ننګرهار ځايي چارواکو د څلورو لوړپوړو داعشي وسله والو د نیولو خبر ورکړ، خو له نیولو وروسته يې په اړه څه ونه ویل شول.

په ياده نېټه د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل چې د داعش له لوري تش په نوم د کوټ ولسوال قاري یاسر، امنیه قومندان خالد واسکټي، نظامي مسوول او ښاروال ملا ورک او د یوه شل کسیز ګروپ قومندان قاري اسرار د «واقعیت په درک کولو سره» دوی ته تسلیم شوي دي.

چارواکو نه دي ويلي چې ورسره يو ځای شوي داعشيان چېرته او په کومو دندو بوخت دي.

په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د داعش ډلګۍ له لوري د يوې راډيو فعالیت هم خلک شکمن کړي دي، د دوی په نظر له تخنيکي اړخه او د راډيو د خپرونو پوښښ ته په کتو دوی انګېري چې دا راډیو ښايي په کومه دولتي ودانۍ کې خوندي وي.

په مشرانو جرګه کې هم ادعا وشوه چې د داعش غړي په هیلي کوپترو کې رسول شوي

په مشرانو جرګه کې د پکتیا استازي جمعه دین ګیاني وال له جرګې وغوښتل چې سرخرود ولسوالۍ ته د بهرنیو هیلي کوپترونو په وسیله د داعش د غړیو د رسولو ادعا وڅېړي.

ده وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین خبره سمه وه چې داعش په افغانستان کې خپله شبکه پراخوي او د افغانستان حکومت یې باید مخه ونیسي.