د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز هم خپلې موسسې ته ۵،۳ ملیونه ډالرو په اندازه پروژه ورکړې ده.

د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د غزنې ولايت په ٩ ولسواليو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد د عامې روغتيا د وزير له خوا جوړې شوې موسسې ته ورکړل شوى دى.

څو ورځې وړاندې د هېواد د اقتصاد وزارت په وېبپاڼه کې ليدل کېدل چې ډاکټر فيروزالدين د غلام محى الدين زوى (د هېواد د عامې روغتيا وزير) د دې موسسې "د افغانستان عامې روغتيا ادارې د مديريت او ريسرچ کورس"  (MMRCA) مشر دى، خو کله چې پژواک خبري اژانس دا موضوع له اقتصاد وزارت او عامې روغتيا وزارت سره شريکه کړه، د اقتصاد وزارت په وېبپاڼه کې بدلونونه وليدل شول او اوسمهال دې جدول ته لاسرسى امکان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې پژواک اژانس د بدلونونو تر راتګ وړاندې د اقتصاد وزارت په وېبپاڼه کې د غير دولتي موسسو د جدول تصوير اخيستى دى.

د دغه جدول په اتلسمه پاڼه او ٣٤٣ مه شمېره کې په روښانه ډول ليدل کېږي، چې ياده موسسه په ١٨/٥/١٣٨٦ نېټه ثبت شوې او مشري يې د فيروزالدين فيروز پر غاړه ده.

خو د بدلونونو له راوستو وروسته ياد جدول د اقتصاد وزارت په انټرنېټي پاڼه کې نه موندل کېږي او په دې پاڼه کې د موسسو په چمتو شوي انګليسي جدول کې هم د دې موسسې نوم نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې د غير دولتي موسسو(انجيوګانو) د قانون د يوولسمې مادې په دويم بند کې راغلي چې د دولت د ځينو نورو لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ، وزيران هم د موسسې د تاسيس او په کې د غړيتوب حق نه لري.

د اساسي قانون په ١٥١ مه ماده کې راغلي چې د وزيرانو په ګډون ځينې چارواکي د دندې پرمهال نه شي کولى چې له دولت سره هېڅ ډول انتفاعي معامله تر سره کړي.

ضد او نقيض څرګندونې

پژواک اژانس د اقتصاد وزارت له خوا د غير دولتي موسسو د ثبت په جدول کې له بدلون راوستلو وړاندې د ډاکټر فيروز له خوا  د دې موسسې د ادارې موضوع د ټيليفوني اړيکې له لارې د اقتصاد وزارت له وياند نظر نظري سره شريکه کړه، په داسې حال کې  چې په جدول کې ډاکټر فيروز ددې موسسې د مشر په توګه ښکاري، خو نظري وويل چې له ده سره په پرانېستل شوي جدول کې د موسسې مشره ډاکټر ليلما ده.

خو کله چې هغه ته د اقتصاد وزارت له پاڼې د دې جدول د عکس اخيستلو او په هغه کې د رييس په توګه د فيروز د نوم ليدلو خبره وشوه، وويل: ((موږ نه پوهېږو، زموږ سره دا موسسه د ډاکټر ليلما په نوم ثبت شوې، هغه څه چې تاسې يې وايئ، پخلى يې نه کوم، څه چې زموږ په وېبپاڼه کې دي، د هغو پخلى کوم.))

په ورته وخت کې د عامې روغتيا وزارت ستر سلاکار ډاکټر هدايت الله ستانکزي، د پژواک له اړيکې څو ورځې وروسته ومنله چې د اقتصاد وزارت په جدول کې لا هم د عامې روغتيا د وزير ډاکټر فيروز نوم د دې موسسې د مشر په توګه ثبت دى، په داسې حال کې چې نوموړي تر وزير کېدو وړاندې د موسسې له مشرۍ استعفا ورکړې او د دې موسسې کار يې ډاکټر ليلما ته سپارلى دى.

هغه وويل چې دا موسسه ځکه تر اوسه پورې په جدول کې د ډاکټر فيروز په نامه ثبت ده، چې وزارت تر اوسه خپل جدول کې بدلون نه دى راوستلى.

ډاکټر فيروز الدين د ١٣٩٣ لمريز کال په غبرګولي مياشت کې د عامې روغتيا د وزير په توګه دنده پيل کړې ده.