امريکا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دېرش ميلیونه انسانان وژلي
د دویمې نړیوالې جګړې له پای «۱۹۴۵»م وروسته امريکا تر اوسه پورې دېرش ميلیونه انسانان وژلي دي، چې نوي سلنه يې ملکي وګړي دي.
د کاناډايي ګلوبل ريسرچ په نوم ویبپاڼې د خپلې څېړنې په پایله کې ليکلي چې له امریکا سر د ترهګرۍ د مبارزې په نوم ملاتړ نور باید ونه شي، ځکه چې پخپله امريکا یوازې په ۷۰ کلونو کې دېرش ميليونه انسانان وژلي دي.
د دې ویبپاڼې د راپور پر اساس امريکا لا هم د انسانانو په وژلو بوخته ده او په افغانستان او عراق کې يې زرګونه عسکر د خلکو د وژلو لپاره پرېيښي دي.
ویبپاڼه کاږي چې که څه هم د جان مکين په څېر سناتوران لا هم غواړي سوريې ته هم شل زره امريکايي عسکر ولېږي، خو په خبره يې د امريکا له خوا دا ډول پوځي مرستې ډېرې خونړۍ ثابتې شوې دي.
د څېړنې له مخې له دويمې نړیوالې جګړې تر ۲۰۰۱ ميلادي کال پورې په نړۍ کې ۲۴۰ جګړې پېښې شوې دي، چې ۲۰۱ يې د امريکا له لوری پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې دی چې ځينې لويديځ سیاستوال مسلمانو هېوادونو ته د ترهګرو په سترګه ګوري او ان امريکا ته د مسلمانانو د تګ د بندیز غوښتنه کوي.