له داعش سره د ظاهر قدير احتمالي جوړ جاړى 

Bildergebnis für ‫اتمر او داعش‬‎ له محورڅخه په مننهBildergebnis für ‫اتمر او داعش‬‎

Bildergebnis für ‫دهیروینو کارخانې‬‎

ظاهر قديرداسې ښكاري چې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال ظاهر قدير او امنيت شورا د سلاكار حنيف اتمر لانجه اواره شوې ده. ظاهر قدير له څه مودې را په ديخوا يې ګواښ كاوه چې كه حكومت په ننګرهار كې د داعش پرضد چټك اقدام ونه كړي نو دى به يې په شخصي ځواكونو مخه ونيسي. نوموړي څه موده وړاندې د حكومت په ځينو چارواكو تور ولګاوه چې له داعش سره همكاري كوي او په دې اړه اسناد هم لري، خو دا سند تراوسه نه دى افشا شوى او نه هم د حكومت د هغه پلاوي د څيړنو پايلې روښانه شوې چې ولسشمر د دې تور د سپيناوي په موخه ګومارلى و. په ننګرهار كې وار دې مخه داسې ګونګوسې وې چې ګنې د ولسي جرګې دا جګپوړی چارواکی غواړي په دې ولايت کې شخصې ملېشې جوړې کړي .

اوس په ننګرهار كې محلي سرچينې وايي  داسې ګونګوسي دي چې ظاهر قدير په ننګرهار كې د داعش له وسله والو سره كتنه كړې او جوړجاړي ته رسيدلي دي. يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې ياد شي وايي دا كتنه د حكومت د يوه لوړ پوړي چارواكي په منځګړيتوب شوې او دواړو موافقه كړې چې ظاهر قدير به د داعش وسله والو پرضد  اقدام نه كوي او داعش وسله وال به د ننګرهار په ليرې پرتو سيمو كې د ظاهر قدير د پوډرو كارخانو ته د فعاليت اجازه وركوي.

دا سرچينه وايي چې ظاهر قدير د ننګرهار په ليرې پرتو سرحدي سيمو كې د پوډرو كارخانې لري او داعش وسله والو يې مخه نيولې وه. په ننګرهار كې محلي سرچينې هم په دې اړه انديښنه ښيي چې ښايي د ظاهر قدير دا غوغا د همدې كار له پاره وه. محلي سرچينې وايي چې ظاهر قدير همدا اوس د داعش پروړاندې د مبارزې په موخه يوه  وسله واله ډله جوړه كړې چې تر څلويښتو پورې ځانګړې تيز رفتار موټر لري چې تورې شيشې لري او په هيڅ ځاى كې د تلاشى اجازه نه وركوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي وايي د ظاهر قدير د دې ډلې فعاليتونه شكمن دي ځكه ښايي يا داعش وسله والو ته د مبارزې په نامه وسلې وړي او يا هم د پوډرو او نشه يي توكو كار بار كوي چې حكومت يې بايد مخه ونيسي. كه څه هم ظاهر قدير په ننګرهار كې د داعش وسله والو پرضد د مبارزې ټينګه ژمنه كړې او سيمې ته يې وسله وال هم ليږلي، خو د ننګرهار د شينوارو قومي مشران وايي چې تراوسه هم په دې سيمه كې د داعش پرضد عمليات نه دي شوي او دا وسله وال په خپلو سنګرونو كې دي چې هر وخت وغواړي په دولتي ځواكونو بريد كولاى شي .

اوس كه ظاهر قدير بيا هم له داعش سره د حنيف اتمر د اړيكو په اړه خپل سندونه افشا نه كړي نو له شك پرته دا ګومان دقيق راخيژي چې د ننګرهار له داعش سره د ده هوكړه رښتيا ده .