دخوب په مهال دخېټي د وازګي د ويلي کولو جادويي شربت

محمد قدوسي
مونږ چي کله دنارينه او ښځېنه دچاغښت خبره کوو ترټولو زيات خطرناک دخېټي سيمه ده چي بېلابېل لاملونه خېټه غټوي لکه حمل دعمر زياتوالی زاړه پاړسوبونه او همداسي نور.
تاسو به باور نكړئ چي له مونږ سره يوه داسي نسخه شته چي دخوب په مهال ستاسو دخېټي وازګه ويلي کوي دا هغه وخت چي تاسي دا نسخه کټ مټ وکاروئ دا شربت به تاسو تر وېده کېدلو درې ساعته مخکي څښئ دکېوي مېوه نه يواځي دا چي وازګه او کالري په طبیعي شکل سوځوي بلکه ټول هغه طبیعي وېټآمېنونه لري کوم چي انساني جسم ورته اړتيا لري.
1- درې دانې کېوي
2- يو دانه لیمون
3- نېمه نارنګۍ (مالټه)
4- يوڅو دپالکو پاڼي
5- يوڅه پنبه دانې
نارنګۍ او ليمون به دواړ ونښتېځې او دا نور مواد به وړې وړې ټوټي کړې او په برقي مکسر کي به يې واچوې وروسته دمالټې او لېمون اوبه ورواچوه بوره مه پکي اچوه که غواړې چي يوڅه خوږ شي يوه چمچه اصلي شات ورواچوه ټول مواد ښه سره ګډ کړه او هر ماخوستن دا روغتيا بښونکی او په معدني موادو بډای يو ګلاس شربت نوش جان کوئ، د یوه میاشت لپاره او یا تر هغو چې خیټه بیرته نارمل حالت ته را ګرځي، دغه جوس تجربه کړئ.