د کندز ولايت د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون تيره شپه امريکايانو بمبار کړی دی، چې له امله يې لسګونه ډاکټران، نرسان او ملکي ناروغان وژل شوي دي .
د کندز ولايت اوسيدونکي وايي چې په روغتون کې له ملکي خلکو او ډاکټرانو پرته نور هيڅ څوک هم نه وو، او وژل شوي هم ټول ناروغان او ډاکټران دي.
دا بمبار وروسته له هغه کيږي چې د بخښنې نړيوال سازمان طالبان په دې ګرم وبلل چې په دې روغتون کې يې د ناروغانو پوښتنه وکړه او له هغوئ سره يې نغدي مرستې وکړې.
د ګډ حکومت مشر اشرف غني د کندز د بيرته نيولو عملياتو د پيل په وخت کې ويلي وو چې هيڅ چاته يې د خلکو د بمبار اجازه نه ده ورکړې، خو له دې هر څه سره سره هم دادی امريکايانو وښوده چې د چا خبره ورته کوم ارزښت نه لري او څه يې چې زړه وغواړي هماغسې کوي.
طالبانو رسنيو ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره د کندز په روغتون د امريکايانو بمبار په کلکو ټکو غندلی او ويلي يې دي چې ددې بريد انتقام به له امريکايانو په ښه توګه واخلي.
د ګډ حکومت مشرانو او په افغانستان کې ميشتو بهرنيانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دکـــــندز دبموریو په اړونـــــــد دا لاندې خبر په دقت سره ولولﺉ:
کندز کې په امریکايي بمبارد کې د شهید ډاکټر وروستۍ خبره

ډاکټر احسان عثماني چې د بلخ ولایت د طبي پوهنتون څخه فارغ شوی، د بې پولي ډاکټرانو سره یې د کندوز په ولایت کې په روغتون کې دنده اجرا کول.
نوموړي د کندوز د رواني جګړې په اړه په خپل فیسبوک پاڼه کې وخت په وخت معلومات شریکول، تیره ورځ (جمعه، تلې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): یې د کندوز د روان جریان په اړه لاندي تبصره وکړه.
————–
«اشرف غني او ستانکزیه، پر تاسو دي زر واره د خدای لعنت او شرم وي چې تاسو د کندوز پر ولسي وګړو باندي ړندې بمبارۍ کوئ، او ملت مو په خاورو او وینو کې لت پت کړ.
ستاسو پر بې ایمانه څیرو او بی وجدانه ضمیرونو باندي لعنت
له خدایه وډار شئ، د آخرت له ورځې او د الله له محکمې څخه وډار شئ
ستاسو نجس او کثیف مخونه دې تور او مردار وي
ای خلکو د خدای په لحاظ او د بشردوستۍ په خاطر! دغه پیغام له ټولو خلکو سره شریک کړئ، چې د نجس او مردار دولت بمونو د نن ورځي مازیګر څخه د کندز ښار خاوره اسمان ته پورته کړه، او په پایله کې په لسګونو بې ګناه انسانان مړه، معیوب او ټپيان کړل، او پر مظلوم ولس باندې د خپل دولت لخوا دغه لوی جنایت اوس هم دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په لسګونو انسانان د جګړې په ډګر کې مړه او ټپيان پراته دي، او د جګړې د شدت له کبله روغتون ته نه شي رارسیدلای.
جګړه داسې په شدت روانه ده لکه امریکا چې پر ویتنام برید کړی وي، او یا داسې جګړه معلومیږي لکه امریکا چې د جاپان په هیروشیما او ناګازاکي ښارونو اټومي بمونه غورځوي.
راځئ مونږ ټول د کندوز د خلکو پر مظلومیت وژاړو، تر څو زمونږ اوښکې سیلاب جوړ شي او ارګ د هلاکت کندې په لور یوسي.
ملګرو!
ستاسو ته دي په خدای قسم وي چې دغه پیغام دومره خپور کړئ چې هر څوک یې وویني او د ظالمو واکمنو په خلاف خپل اواز اوچت کړي».
دامریکایانو دا لوی جنایت په تاند ویبپاڼه کې په یو بل ډول ګل پوش شوی دی:
د امریکايي الوتکې په غورځولي بم د بې سرحده ډاکترانو په روغتون کې ۳ ډاکتران وژل شوي

تاند- په کندوز ښار کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د امریکايي الوتکې په غورځول شوي بم د دغه روغتون درې ډاکتران وژل شوي او دېرش تنه نور بې درکه دي.
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې نن /شنبه/ وویل چې په کندوز کې د دوی پر روغتون د تېرې شپې په ۲ بجې او ۱۰ دقیقې د هوايي حملې په نتیجه کې درې ډاکتران وژل شوي دي.
له بلې خوا په افغانستان کې د امریکا پوځ، چې د کندوز په روانه جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، وویل چې په دې اړه تحقیقات کوي چې ولي د دوی الوتکې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون بم غورځولی دی.
د امریکا پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه دوه بجې او ۱۵ دقیقې د دوی الوتکې د ځینو کسانو پر ضد، چې خطرناک ګڼل کېدل، حمله کړې ده او دا ممکنه ده چې د بم ټوټې روغتون ته زیان اړولی وي.
خو د بې سرحده ډاکترانو ټولنې ویلي چې د دوی طبي کارکوونکي شپه او ورځ د جګړې د قربانیانو د درملنې لپاره کار کوي:«موږ ته دې هوايي حملې سخت ټکان راکړی دی.»
دې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په کندوز ښار کې تراوسه پوري ۳۹۴ ټپیان درمل کړي دي.
خبرپاڼه همداراز وايي:«کله چې تېره شپه هوايي حمله کېده، موږ په روغتون کې ۱۰۵ تنه بستر لرل او د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې ۸۰ کارکوونکي او پرسونل په روغتون کې موجود وو.»
داهم ولولﺉ

طالبانو د تلې پر ۶مه د کندز ښار په بشپړ ډول له حکومت څخه ونیو. پر لومړۍ ورځ په خواله رسنیو کې د ځینو طالبانو انځورونه خپاره شوي وو چې ښيي په یوه روغتون کې له ډاکټرانو سره ښکاري.
نن ټکي اسیا ته یوې باوري سرچینې په ډاګه کړې ده چې وروسته له هغې چې طالبانو د کندز ښار ونیو، د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته یې درناوی وکړ او ډاکټرانو ته یې ډاډ ورکړی و چې خپل کار ته دوام ورکړي.
د بې پولې ډاکټرانو ادارې د طالبانو سیاسي دفتر ته په خپل پيغام کې لیکلي و: «تاسې به د رسنیو او په سیمه کې د خپلو ټیمونو له لارې اورېدلي وي چې په کندز کې پر روغتون ډېره ګڼه ګوڼه ده او د ورځې يې تر ۱۳۰ تنو ټپیانو درملنه کړې ده».
د بې پولې ډاکټرانو ادارې په خپل لیک کې د طالبانو سیاسي کمېسیون ته ډاډ ورکړی و چې خپل کار ته به دوام ورکوي: «که څه هم زموږ روغتون پرانیستی دی؛ خو د کار د بوج له امله یوازې د سختو ټپيانو درملنه کوو. موږ اوس هم په کندز کې یو نړیوال ټیم لرو او د خپل فعالیت د دوام ډاډ درکوو». خو د دغه روغتون د کار دوام د بېګا شپې امریکايي بمباري شوه. امریکايي الوتکو دغه روغتون په بشپړ ډول له منځه یوړ.
په دغه لیک کې په سیمه کې د هغوی طالب جنګیالیو له نېک چلن څخه مننه شوې ده چې روغتون ته ورغلي وو: «د طالبانو ځینې استازي د روغتون دروازې پورې راغلل او د روغتون درناوی یې وکړ، هېڅ یو یې هم له وسلو سره داخل نه شول».
د بې پولې ډاکټرانو اداره د طالبانو له ملاتړ څخه مننه کوي: «له MSF څخه ستاسو له ملاتړه مننه».
د بې پولې ډاکټرانو ادارې داسې مهال د طالبانو له چلن څخه مننه کړې وه، چې بېګا شپې په کندز کې امریکايي جنګي الوتکو پر دغه روغتون بمبارد وکړ او ټول کارکوونکي او ناروغان په کې ووژل شول.
په دغه بريد کې د ډاکټرانو او نرسانو په ګډون لسګونو کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې په بريد کې د روغتون ودانۍ ویجاړه شوې، روغتيايي پرسونل وژل شوی او د ځينو مړي سوځېدلي دي.
د بې پولې ډاکټرانو اداره وايي، چې په دغه روغتون کې ۱۵۰ ناروغان او له اتيا زيات کورني او بهرني ډاکټران موجود وو.
د دې پېښې په اړه تر دې دمه د ګډ حکومت چارواکیو غبرګون نه دی ښودلی.