
د جګړوتازه جزییات؛ طالبانو د امام صاحب ولسوالي، دشت ابدان او په فراه ولایت کې دخاک سفید ولسوالي هم ونیوه
دجګړې تازه جزییات؛ طالبانو امام صاحب ولسوالي او دشت ابدان هم ونیول
د کندز د جګړې په اړه تازه راپورونه وايي، چې د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالي هم شیبه وړاندې د طالبانو په لاس سقوط وکړ. د امام صاحب ولسوال امامالدین قریشی وايي، چې ولسوالي سقوط کړی او امنیتي ځواکونه د شیرخان بندر پر لوري شاتګ کړی دی. قریشي زیاتوي، چې د امام صاحب سربېره دشت ابدان سیمه هم د طالبانو لاس ته لویدلی دی. دا په داسې حال کې ده، چې نن ماسپیښن مهال طالبانو د کندز بالاحصار هم چې له څو ورځو راهیسې د دوی له خوا محاصره وه، هم له امنیتي ځواکونو څخه ونیول.
طالبانو د دوشنبې په ورځ له څو لورو پر کندز ښار په برید سره، د هېواد په شمال کې دغه ستراتیژیک ښار په خپله ولکه کې راوستله.
د امام صاحب د سقوط په اړه نورې دولتي سرچینې څه نه دي ویلي.

د فراه خاک سفېد ولسوالۍ هم طالبانو ونيوله
فراه ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې طالبانو خاک سفيد ولسوالۍ هم له سختو جګړو وروسته ونيوله.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې له ډېرې مودې خاک سفېد ولسوالۍ محاصره کړې وه او دولتي ځواکونو څو څو ځله هڅه وکړه، چې د طالبانو محاصره ماته کړي، مګر دوی په خپلو هڅو کې پاتې راغلل، چې بالاخره تېره شپه طالبانو د ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او اړوندې دفاعي پوستې په بشپړه توګه ونيولې.
قاري احمدي زياتوي، چې ملګرو يې د دولتي عسکرو پنځه نظامي وسايط او په کې سپاره ټول عسکر له منځه وړي دي او ګڼ شمېر نظامي توکي او موټر يې نيولي دي.
د فراه ولايت چارواکي د خاک سفېد ولسوالۍ په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځواب نه وايي.
د يو بل خبر له مخې طالبانو د بادغيس ولايت قادس ولسوالۍ پر مرکز او اړوندو ودانيو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
راپورونه وايي، چې اوس هم سخته جګړه روانه ده.
د قادس ولسوالۍ د جګړې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ.
د کندز بالا حصار هم طالبانو ون يو
کندز ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې طالبان مخ پر وړاندې روان دي او له تېرې شپې راهيسې يې پر بالاحصار ډله ييز بريدونه پيل کړي وو، چې شېبه مخکې د طالبانو له لوري ونيول شو.
افغان ژورنالېست ميرويس افغان په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې طالبانو بالاحصار او شاوخوا سيمې نيولي او د بالاحصار شپېته امنيتي ځواکونه طالبانو ته تسليم شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د کندز ښار له نيولو وروسته بالاحصار له تېرو دوو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري محاصره و، چې بالاخره نن ماسپښين يوه بجه يې ونيولو.
د مجاهد په وينا په بالاحصار کې مېشت عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او طالبانو ته تسليم شول.
راپورونه وايي، چې طالبانو بالاحصار کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او لسګونو پوځي موټر او ټانکونه نيولي دي.
د نظامي چارو کارپوهان په دې اند دي چې د کندز بالاحصار داسې یو حاکمه نقطه ده چې ټول ښار ترې لاندې دی او نیول او بایلل یې اسانه نه دي
ذبيح الله مجاهد زياتوي، چې د بالاحصار له نيولو سره دوی د کندز له شمال ختيځ څخه فارغ شول او له دې وروسته به يې ټوله توجه د کندز هوايي ډګر، کورتيپې او پاتې نورو سيمو ته وي.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له لوري د بالاحصار د نيولو خبر په داسې وخت کې ورکول کيږي، چې تېره ورځ ولسمشر اشرف غني ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خبري غونډې پر مهال هېوادوالو ته ډاډ ورکړی و، چې کندز د دوی تر مديريت لاندې دی او هېڅ ستونزه نه شته.
همدا رنګه د کورنيو چارو او دفاع وزارت چارواکو ادعا کړې وه، چې د کندز ښار ځينې برخې يې نيولي دي، مګر ازادې سرچينې او د کندز ښار اوسېدونکي وايي، چې د چارواکو څرګندونې هېڅ حقيقت نه لري.
د نظامي چارو کارپوهان وايي، چې د کندز د سقوط تر ټولو مهم لامل د دولتي عسکرو د کمزورۍ سربېره د واحدې قومندې نه شتوالی او په خپلو کې ناسم پوهاوی دی.
د څارونکو په وينا که حالات همداسې روان وي، نو کېدای شي په لنډو ورځو کې تخار او بغلان ولايتونه هم سقوط وکړي.
له نن ټکي اسیا څخه په مننه