ډاکټران:
د کندز روغتون نیم ساعت پرلپسې تر برید لاندې و

طالبانو له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې پر کندز ښار خپل واک ټینګ کړی، که څه افغان ځواکونه د امریکايي بمبارۍ په ملاتړ هڅه کوي دغه ښار په هر قیمت بیرته ونیسي، خو تر اوسه یې کومه پاموړ لاسته راوړنه نه ده درلودلې.
تېره شپه په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون باندې امریکايي الوتکو بمباري کړې چې د تازه ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ۳ ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي او ۳۷ نور شدید ټپیان دي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي چې په کندز کې د دوی روغتون نیم ساعت پرلپسې بمبار شوی دی.
د نوموړي سازمان د څرګندونو پر بنسټ، سره له دې چې امریکايي او افغاني ځواکونو ته خبر ورکړل شوی و چې روغتون تر هوايي برید لاندې دی، خو بیا هم پر روغتون تر نیم ساعت زیات بمونه ورېدل.
د روغتون چارواکي وايي چې لا هم د دېرشو په شاوخوا کې ناروغان او طبي پرسونل تر نړېدلو دیوالونو لاندې او یا هم سوځیدلي او په ایرو کې ورک دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند «برایان ټریبوس» ویلي چې په روغتون کې یې هغه کسان په نښه کړي چې دوی ته ګواښ وو. د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې په روغتون کې یو شمېر طالب جنګیالي پټ شوي وو. د نوموړي وزارت ویاند «صدیق صدیقي» وايي چې که څه هم یو شمېر ډاکټرانو ته زیان رسېدلی، خو په خبره یې، په روغتون کې ټول ترهګر طالبان ووژل شول. طالبانو دغه راپورونه په کلکه رد کړي دي.
له دې وړاندې د ګډحکومت ولسمشر، د دفاع سرپرست وزیر، د کورنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو په ټینګه ویل چې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي له کبله په خورا دقت سره اهداف په نښه کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي «نیکولاس هیسم» د بې پولې ډاکټرانو په روغتون برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې په روغتیايي مرکز، کلینیک، ډاکټرانو او ناروغانو باندې برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی.