د تخار د اشکمش ولسوالۍ طالبانو ونیوله
وسله والو طالبانوپه تازه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ یې نن مازیګر نیولې ده.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د ولسوالۍ پر ودانۍ نن ماسپښین حمله پیل شوې وه، چې نن مازیګر پنځه نیمې بجې یې ولسوالۍ په بشپړ ډول ونیوله.
طالبان وايي، د ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومندانۍ او ګڼې نورې ودانۍ یې نیولي دي او ګڼ شمېر وسلې یې هم تر لاسه کړي دي.
تر اوسه پورې د کورنیو او دفاع وزارتونو د طالبانو د یادې ادعا باره کې څه نه دي ویلي.