
2015/09/28
طالبانو نن د کندز له نیولو وروسته په کم سارې ډول داسې ویناپاڼې خپرې کړې، چې د کندز خلکو او په دغه ولایت کې يې ان هغو کسانو ته د عادي ژوند ډاډ ورکړ چې یو مهال د دوی پر ضد جنګېدلي.
د طالبان مشر، ملا اختر محمد منصور هم نن په یوې ځانګړې ویناپاڼه کې د کندز ولس ته د امنیت او عادي ژوند ډاډ ورکړ.
د موسسو او شرکتونو لپاره د طالبانو ځانګړي کمېسیون په یوې بلې خبرپاڼې کې د بشري مرستو، شرکتونو او مخابراتي شبکو کارکوونکو ته خبر ورکړی چې خپلو اړونده چارو ته په عادي ډول ادامه ورکړي.
طالبانو په دغه خبرپاڼه کې د خپلو جنګیالیو له لورې د مرستې ژمنه هم کړې ده: «که احیاناً له کومو ستونزو سره مخامخ کېږي، نو د اړتیا په صورت کې دې خپل شکایتونه د اسلامي امارت د موسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون ته د لاندې شمېرو له لارې ورسوي».
طالبانو د خپلې ویناپاڼې په پای کې څو شمېرې هم خپرې کړې چې د یادو ادارو له کارکوونکو سره مرسته وکړي.