تخار: طالبانو د «ینګي کلا» ولسوالۍ هم ونیوله

Takhar

 د هیواد په شمالي ولایت تخار کې طالبانو د «ینګي کلا» ولسوالۍ په بشپړه توګه نیولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې پخلی کوي او زیاتوي چې یاده ولسوالۍ يې نن سهار وختي په داسې حال کې ونیوله چې ډیره وسله او مهمات یې هم په کې تر ګوتو کړل.

ینګي کلا یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې د تخار ولایتي شورا مشر «عصمت الله قرباني» یې تېره میاشت په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او د طالبانو په لاس یې د سقوط له ګواښ سره مخ ګڼلې وه.

له تېرې ورځې راهیسې په تخار ولایت کې دا دوهمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو په لاس سقوط کوي. طالبانو تېره ورځ مازدیګر د «اشکمش» ولسوالۍ هم ونیوله. د ینګي کلا او اشکمش دواړه ولسوالۍ له کندز ولایت سره پوله لري.

د طالبانو په لاس د کندز ولایت له سقوط وروسته یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې ښايي د تخار او بغلان ولایتونه هم د سقوط له ګواښ سره مخامخ شي.

تر دې دمه چارواکو د ینګي کلا د سقوط په اړه څرګندونې نه دي کړي.