
ﺩﺍ ﮐﺎﺭﻳﮑﺎﺗﻮﺭ ﭼﻲ ﭘﮑﻲ ﺳﻮﺭﻳﺎﻳﻲ ﻣﺎﺷﻮﻡ د ﺳﻤﻨﺪﺭ ﭘﻪ ﺭﻳګوﻧﻮ ﮐﻲ ﻣړ ﭘﺮﻭﺕ ﺩﯼ، ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻟﻴﮑﻠﯽ ﺷﻮﻱ ﺩﻱ: ﻫﺪﻑ ﺗﻪ ﻧﮋﺩﯤ…
ﺍﻭ ﭘﻪ ﮐﺎﺭﻳﮑﺎﺗﻮﺭ ﮐﻲ د ﻳﻮ ﺭﻳﺴټوﺭﺍﻧټ د ﺍﻋﻼﻥ ﻟﻮﺣﻪ ښکاﺭﻳږﻱ ﭼﻲ ﻭﺭﺑﺎﻧﺪﻱ ﻟﻴﮑﻠﻲ: ﺩﻭﻩ ﺧﻮﺍﺭﮐﻮﻧﻪ د ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩﻳﻮﻩ ﺧﻮﺭﺍﮎ ﭘﻪ ﺑﻴﻪ…
ﺍﻭ ﺩﻭﻫﻢ ﮐﺎﺭﻳﮑﺎﺗﻮﺭ ﻳﯥ ﺩﺍ ﻣﻄﻠﺐ ﻭﺭﮐﻮﻱ ﭼﻲ ﺍﺭﻭﭘﺎ ﻳﻮﻩ ﻣﺴﻴﺤﻲ ﻧړۍ ﺩﻩ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺩﯤ ﮐﺎﺭﻳﮑﺎﺗﻮﺭ ﮐﻲ د ﻋﻴﺴﯽ ﻋﻠﻴﻪ ﺍﻟﺴﻼﻡ ﺗﺼﻮﻳﺮ ښيې ﭼﻲ د ﺳﻤﻨﺪﺭ د ﺍﻭﺑﻮ د ﭘﺎﺳﻪ ﺭﻭﺍن ﺩﯼ، ﺍﻭ ﺧﻮﺍ ﺗﻪ ﻳﯥ د ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﻣﺎﺷﻮﻡ د ډﻭﺑﻴﺪﻭﻧﮑﻲ ﺣﺎﻟﺖ ﺍنځوﺭ ﺩﯼ، ﺍﻭ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻟﻴﮑﻠﻲ ﻳﯥ ﺩﻱ: ﻣﺴﻴﺤﻴﺎﻥ د ﺍﻭﺑﻮ ﺩﭘﺎﺳﻪ ځي ﺍﻭ د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻥ ﺍﻭﺑﻪ ﻏﺮﻗﻮﻱ.
د ﺑﻴﺎﻥ ﺩﺍﺯﺍﺩۍ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ د ﺧلګو د ﻋﺎﻃﻔﯥ ﺍﻭ ﺍﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻮ ﺳﺮﻩ ﻟﻮﺑﯥ ﮐﻮﻭﻧﮑﯥ ﻣﺠﻠﯥ ﺗﻪ د ګوتڅنډﻧﯥ ﺑﯥ ﺷﻤﻴﺮﻩ ﭘﻴﻐﺎﻣﻮﻧﻪ ﺭﺳﻴﺪﻟﻲ ﺩﻱ.
د ﻧړۍ ﭘﻪ ګوټ ګوټ ﮐﻲ ﺧﺼﻮﺻﺎً ﭘﻪ ﺳﻮﺷﻞ ﻣﻴډﻳﺎ ﮐﻲ ﻳﯥ ﭘﺮ ﻭړﺍﻧﺪﻱ ﺳﺨﺖ ﻏﺒﺮګون ښوﺩﻝ ﺷﻮﯼ.
ﺍﻭ د ﻳﻮﻧﺴﻴﻒ ﺍﻭ ځینو ﻧﻮﺭﻭ ﺑﺸﺮﭘﺎﻟﻮ ټوﻟﻨﻮ ﻭﮐﻴﻼﻧﻮ څرګنده ﮐړﯤ ﺩﻩ ﭼﻲ ﺩﻭﯼ ﺑﻪ د ﺍﻧﺴﺎﻧﻴﺖ د ﺳﭙﮑﺎﻭﻱ د ﺩﻓﺎﻉ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺧﭙﻠﻪ ﺩﻋﻮﻩ محکمې ﺗﻪ ﻭړﺍﻧﺪﻱ ﮐړﯤ ﺍﻭ د ﻣﺠﻠﯥ ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ ﺑﻪ ټول ﺩﻧړﻳﻮﺍﻟﯥ ﺟﻨﺎﻳﯥ ﻣﺤﮑﻤﯥ ﻣﻴﺰ ﺗﻪ ﺭﺍ ﮐﺶ ﮐړﻱ.
ﭼﺎﺭﻟﻲ ﺍﻳﺒډﻭ ﻳﻮﻩ ﻓﺮﺍﻧﺴﻮﻱ ﻃﻨﺰﻱ ﻣﺠﻠﻪ ﺩﻩ ﭼﻲ ﭘﻪ ﺭﺳﻢ ﺍﻭ ﻃﻨﺰﻳﻪ ﮐﺎﺭﻳﮑﺎﺗﻮﺭ ﺟﻮړﻭﻟﻮ ﮐﻲ ﻳﯥ ځانګړﯼ ﺷﻬﺮﺕ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﮐړﯼ، ﺧﻮ ﺷﻬﺮﺕ ﻫﻐﻪ ﻭﺧﺖ ﺯﻳﺎﺕ ﺷﻮ ﭼﻲ ﺍﺳﻼﻡ ﺗﻪ د ﺳﭙﮑﺎﻭﻱ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ ﺟﻮړ ﺷﻮﻳﻮ ﮐﺎﺭﻳﮑﺎﺗﻮﺭﻭﻧﻮ ﻳﯥ د ﻧړۍ د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻏﻮﺳﯥ ﺭﺍ ﻭﭘﺎﺭﻭﻟﯥ ، ﺍﻭ ﺩ ﻧړۍ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ښاﺭﻭﻧﻮ ﺍﻭ ځانګړﻱ ډﻭﻝ ﭘﻪ ﺳﻮﺷﻞ ﻣﻴډﻳﺎ ﮐﻲ ﻟﻪ ﺳﺨﺘﻮ ﻏﺒﺮګﻭﻧﻮﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﻣخ ﺷﻮﻝ.
د چارلي ایبدو د مجلې پر دفتر د روان میلادي کال 2015 د جنوري میاشتي په اومه نیټه دوه وروڼو برید وکړ، چې په ترڅ کې د دغه مجلې یو شمېر کارتونیستان او ایډیټر په شمول ۱۲ کسان ووژل شول او یولس کسان یې نور ټپيان کړه.
درنو لوستونکو!
په لاندنۍ لیکنه او ویډیو کې دیو هندو انځورګرزړه سوی دچارلي ایبډو له بشردښمنو سره پرتله کړﺉ:

له پرون راهسې په خواله رسنیو کې دهندي انځورګر " سوډارسان باتنایک" هغه ویډیو تر ټولو ډېره لیدل شوې ده، چې دسوريې له ډوب شوي ماشوم( ایلان) سره یې دخواخوږۍ په موخه انځور کړې ده. ایلان تېره اونۍ له خپلې مور او ورور سره یوځای په سمندر کې ډوب شوې واو داوبو څپو دسمندر غاړې ته راویستې و، او دترکیي پولیسو موندلې وو.
هندي انځور ګر دسمندر له شګو څخه دایلان انځور جوړ کړی دی، چې نوموړی له مړینې وروسته دشګو له پاسه داسې پروت دی ته وا، چې په ارام خوب بیده دی، خو حقیقت له دې ډیر تریخ دی.
دایلان انځور ترکۍ انځورګرې نیلوفر دیمر دلومړي ځل لپاره اخستې و،چې دسترګو په رپ کې دګردې نړۍ رسنیو خپور کړی دی.
دایلان کورنۍ غوښتل، چې دبشار الاسد له ظلم څخه داروپا جنت ته پناه یوسي، خو مرګ ورته په څو کې ناست و.
دا ویډیو دلاندني لینک په کښېباسلو سره کتلی شئ: