
د امريکايي رسنيو د رېپوټونو له مخې، روسيې سوريې ته خپلې ډيرې پرمختللې وسلې وړي دي او غواړي، چې د جمهور رييس بشار اسد حکومت له پرځيدلو مخنيوی وکړي.
د امريکا د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼې، د دوشنبې ورځې په ګڼه کې، د ځينو سرچینو له قوله، چې په ډاګه کړي ندي خبر ورکړی او يو شمېر د سپوږمکيو لخوا اخستل شوي انځورنه يې هم خپاره کړي دي.
د «تي ـ ۹۰» ډوله ټانکونه، چې په اوبو او وچه کې د کارولو وړتيا لري او د نړۍ د ډيرو خطرناکو ټانکونو له جملې څخه دي، لږ تر لږه ۷ عده يې د سوريې د لاذقيه هوايي اډې سره ليدل شوي دي او تمه کیږي، چې يو شمېر نورې پرمختللي وسلې به هم سوريې ته وليږدول شي.
د روسيې «تي ـ ۹۰» ډوله ټانکونه، چې ډير ځواکمن او پرمختللي دي، د امريکا د نامتو ټانکونو M1 Abrams سره سيال بلل کيږي. دغه ټانک ۴۷ ټنه وزن لري، اوږدوالی يې ۹.۵۳ متره او سور يې ۳.۷۹ مترو ته رسيږي.
دغه ټانک ډير چټک دی او په همواره ځای کې يې چټکتيا تر ۶۵ کيلومترو پورې په يو ساعت کې رسيږي، عمله يې درې تنه وي او يوه توپه او دوه ماشينګڼ لري. ځواکمنه وسله يې د 2A46M په نوم توپه ده، چې ۱۲۵ ميلي متره کليبر لري، چې په هر دقيقه کې تر ۸ ګلولو پورې ويشتلی شي او ۴۸ ګلولې لري.
دغه ټانک همداراز د اتومي او کيمياوي وسلو د بريد پر وړاندې د NBC پر سيستم هم سمبال دی.
نورې وړتياوې يې دلاندني لینک په کښېباسلو سره کتلی شئ:
https://www.youtube.com/watch?v=nleg0UoGqIk
د يادونې ده، چې روسيه دې ته اړه شوې، چې په نړيوال ډګر کې خپل سياست ته بدلون ورکړي، او مخکې له دې چې د داعش او نور اورپکو ډلو جګړه يې تر پولو ور واوړي، له هېواده ليرې په سوريه کې يې د شا لخوا بريدونو ته ملا وتړله. څرنګه چې روسيې د داعش او نورو ترهګرو پر ضد د سوريې هېواد ته ورغلي دي، که څه هم امريکا پر روسيه د فشار هڅه کوي، خو مخنيوی يې نشي کولی، ځکه د ترهګرۍ سره د مبارزې حق يوازې د امريکا نشي کيدلیل.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه